• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د عمر ګلستان ښارګوټي اوسېدونکي: طالبانو زموږ پېرل شوي کورونه غصب کړي او اوس یې کرایه غواړي

نیما نیما
۲۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794389951]

د کابل د درېیمو مکروریانونو د عمر ګلستان ښارګوټي اوسېدونکي وايي، د طالبانو د عدلیې وزارت دغه ښارګوټی «غصب شوې» ملکیت بللی او خبرداری یې ورکړی چې یا دې د کرایې د تړون فورمه ډکه کړي او هره میاشت دې پیسې ورکړي، او یا دې خپل کورونه خالي کړي. دوی د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د شرعي، ثبت شویو او اداري اسنادو ټولګه وړاندې کوي او ټینګار کوي چې د ښارګوټي ځمکه د شخصي ملکیت مخینه لري او ودانۍ یې هم د رسمي پړاوونو له بشپړولو او قانوني پانګونې وروسته جوړې شوې دي. د دغه ښارګوټي اوسېدونکي وايي، دوی دغه اپارتمانونه پېرلي او د پېرلو او ملکیت اسناد یې هم ورسره دي.

د کابل د درېیمو مکروریانونو د عمر ګلستان ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي له مخ پر زیاتېدونکو فشارونو په تنګ شوي دي. دوی وايي، د دغه ښارګوټي د ملکیت اسناد او قانوني پړاوونه د مخکیني حکومت پر مهال بشپړ شوي او د اپارتمانونو خاوندان هم د پېرلو او ملکیت اسناد لري. د دوی په وینا، د مخکیني حکومت د ښار جوړونې وزارت چې اوس د طالبانو تر واک لاندې دی، په دې پروژه کې دوه سلنه ونډه لري؛ خو د طالبانو ځانګړې محکمې د اوسېدونکو له خوا د وړاندې شویو اسنادو له څېړلو پرته د ښارګوټي ځمکه «غصب شوې» بللې او د دې ډلې تر ولکې لاندې یې راوستې ده.

د عمر ګلستان ښارګوټي اوسېدونکي وايي، د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پرې فشار راوستی چې د کورونو د کرایې د تړون فورمې ډکې کړي او یا خپل کورونه خالي کړي. د دوی په وینا، تر اوسه د طالبانو په عدلیې وزیر پورې اړوند کسانو له خوا له ۳۰ تر ۴۰ کورونه هم غصب شوي دي. د دغه ښارګوټي اوسېدونکي زیاتوي چې د طالبانو د ځانګړې محکمې د حکم له صادرېدو راهیسې، شاوخوا اووه میاشتې کېږي چې اړ شوي د هغو اپارتمانونو د اوسېدو لپاره طالبانو ته کرایه ورکړي چې پخپله یې پېرلي دي.

د دغه ښارګوټي یو اوسېدونکی وايي: «خلکو څو ځله د طالبانو د عدلیې وزیر ته مراجعه وکړه، خو له بده مرغه هېڅ پایله یې نه درلوده. ان د دې ډلې تر واک لاندې ټولو دولتي ادارو ته چې ورغلل، خلکو ته یې په ځواب کې وویل چې دا موضوع زموږ له وسه پورته ده.»

د ښارګوټي دغه اوسېدونکی زیاتوي: «د طالبانو د عدلیې وزیر خلک ګواښلي او ښکنځلې یې ورته کړې دي او ویلي یې دي چې هر څومره ژر چې کېږي، فورمې ډکې کړئ او یا کورونه پرېږدئ.»

د هغه په وینا، د ښارګوټي د ساتنې او څارنې مسوولیت هم د طالبانو په عدلیې وزیر پورې تړلو کسانو ته سپارل شوی دی. اوسېدونکو تر دې مخکې هره میاشت د ساتنې او څارنې په بدل کې ۱۲۰۰ افغانۍ ورکولې، خو اوس طالبان له هر کوره د میاشتې دوه زره افغانۍ اخلي.

د دغه ښارګوټي یو بل اوسېدونکی وايي: «کله چې خلکو وویل چې د دوو زرو افغانیو د ورکړې توان نه لري، د طالبانو د عدلیې وزارت راوغوښتل او ورته ویې ویل: تاسو څوک یاست چې پیسې نه ورکوئ؟ دا تړون زما له مېزه شوی دی.»

د دغه ښارګوټي اوسېدونکي وايي، د طالبانو د عدلیې وزیر ته یې د دې ډلې د محکمې حکم وړاندې کړی و او ترې یې غوښتنه کړې وه چې د محکمې حکم ته درناوی وکړي. د دوی په وینا، د محکمې په حکم کې څرګنده شوې چې پرېکړه د ښارګوټي د ځمکې په اړه شوې، نه د خلکو د اپارتمانونو په اړه؛ خو د طالبانو د عدلیې وزیر په غبرګون کې ویلي دي: «محکمې بد کړي چې دا خبره یې کړې ده.» د اوسېدونکو په وینا، د عمر ګلستان ښارګوټی شاوخوا ۷۰۰ اپارتمانونه او اته بلاکونه لري.

د طالبانو «د مرکزي زون د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو ځانګړې محکمې» د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفر میاشتې پر ۱۸مه نېټه، په ۱۰۰/۵۱ ګڼه مکتوب کې د دې ډلې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون ته لیکلي چې د کابل د نهمې ناحیې د عمر ګلستان ښارګوټي د اوسېدونکو د عریضې په ځواب کې څرګندوي چې د طالبانو د محکمې پرېکړه د ځمکې د اصل (رقبې) په اړه ده، نه د جوړو شویو ودانیو په اړه.»

د طالبانو دې محکمې د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون د ۹مې، ۱۱مې او ۱۵مې مادو په استناد، د ځمکې د بیې د ورکړې یا د اجارې د تړون د لاسلیک، د ټاکل شوې بیې په بدل کې د ځمکې د سپارلو او د ودانیو د پاتې کېدو یا نړولو په اړه د باصلاحیته ادارو د ګډې پرېکړې موضوع مطرح کړې او د ښارګوټي د اوسېدونکو د ستونزې د حل لپاره یې د قانوني څېړنې او اړینو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د عمر ګلستان ښارګوټي اوسېدونکو د طالبانو د عدلیې وزیر د ادعا د ردولو لپاره د پخواني حکومت د شرعي او ثبتي اسنادو او رسمي مکتوبونو ټولګه وړاندې کړې ده. د دغو اسنادو له مخې، د کابل په بي‌بي مهرو، درېیم مکروریانونو کې د بحث وړ ځمکه د محمد عمر خان د ګلمیر خان زوی په نوم ثبت شوې وه او د ۱۳۲۱ کال د کب د میاشتې د درېیمې نېټې د ۲۰/۶۱۱۴ شمېرې شرعي قباله یې د دې ځمکې د ملکیت له بنسټیزو اسنادو ګڼل شوې ده.

دغه راز، د ۱۳۵۹ کال د وږي د میاشتې د ۳۰مې نېټې د ۱۶۳/۱۶۲ شمېرې رسمي سند، د ځمکو د بیا ثبت او تصفیې فورمې، د ځمکې د ځانګړنو جدول او کادسټري نقشې هم په دې قضیه کې له وړاندې شویو نورو اسنادو دي.

د کابل ښاروالۍ د اوومې شمېرې تصفیوي پلاوي د ګروپ د ۱۳۹۰ کال د تلې د میاشتې د ۲۳مې نېټې په مکتوب کې هم راغلي چې د محمد عمر خان په نوم له ثبت شوې ځمکې څخه ۲۵ جریبه استملاک شوې او ۱۰.۴۵ جریبه درېیمه درجه ځمکه، چې د لومړۍ درجې له ۱۳.۶۸ جریبه ځمکې سره برابره ده، په ۲۱۹ او ۲۲۴/۱ قطعاتو کې تثبیت شوې ده. په همدې مکتوب کې شاوخوا شپږ جریبه نوره ځمکه هم د څلورمو مکروریانونو د ودانیو د جوړولو اړوند ساحه بلل شوې ده.

د ۱۳۹۱ کال د وري د میاشتې په اوومه نېټه د ۲۷۵/۸۴ شمېرې په یوه بل مکتوب کې، د هغه وخت د ښار جوړونې وزارت د کابل له ښاروالۍ غوښتي وو چې د رسمي اسنادو او مخینو تهپه کتو د دغې ځمکې د استملاک یا نه استملاک وروستی وضعیت وڅېړي.

له بلې خوا، د ښار جوړونې وزارت په ۱۳۹۳ کال کې د غبرګولي د میاشتې پر ۲۱مه نېټه د ۲۳۰ شمېرې مکتوب له لارې، د تخنیکي کمېټې او مرکزي کمېسیون له څېړنې وروسته د ګلستان پروژې د نقشو منظوري تایید کړې وه. په دغه مکتوب کې د مالیې او دولتي حق‌الزحمې په توګه د ۷۰ زره او ۶۴۳ افغانیو ورکړه هم ثبت شوې ده.

په یوه بل لیک کې چې د ۸صبح ورځپاڼې په واک کې ورکړل شوی، راغلي چې د ښار جوړونې وزارت د مرکزي کمېسیون د ۱۳۹۳ کال د غبرګولې د میاشتې د ۱۲مې نېټې د غونډې یادښتونه، د ګلستان پروژې د ۱۳ پوړیزو استوګنیزو او سوداګریزو بلاکونو نقشې له تخنیکي څېړنو وروسته تایید کړې وې او ټینګار یې کړی و چې ودانۍ باید د منظور شویو نقشو له مخې جوړې شي.

دغه راز، د ۱۳۹۲ کال د ښار جوړونې وزارت او انجنیر احمدشاه د محمد عمر زوی ترمنځ هوکړه‌لیک چې د استوګنیزو او سوداګریزو بلاکونو د جوړولو او په پروژه کې د وزارت د دوه سلنه ونډې ټاکلو په اړه دی، د دې قضیې په اسنادو کې له نورو مطرح شویو موضوعاتو دی.

په یوه بل وړاندې شوي سند کې راغلي چې یوه غوښتونکي د دې ادعا په کولو سره چې دغه ځمکه ورته په میراث پاتې ده، د افغانستان له مخکیني حکومته غوښتي وو چې د پانګونې او ودانۍ جوړولو زمینه ورته برابره کړي. د دې غوښتنې په تعقیب، د هغه وخت د ولسمشرۍ لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د ۱۳۹۱ کال د سلواغې پر ۲۷مه نېټه د یوه رسمي هدایت په صادرولو سره د ښاري پراختیا وزارت ته لارښوونه کړې وه چې د غوښتونکي د شرعي ملکیت اسنادو، ښاري پلان او د خصوصي پانګونې د ملاتړ په اړه د حکومت د پالیسۍ په پام کې نیولو سره، دې غوښتنې ته د قانوني لارو چارو له مخې رسیده‌ګي وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزیر د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو ته هم امر کړی و چې خپل کورونه خالي کړي او یا دې د هرې خونې په بدل کې هره میاشت دې ډلې ته څلور زره افغانۍ کرایه ورکړي. د دغه ښارګوټي اوسېدونکي اوس د طالبانو د عدلیې وزارت د فشارونو او د دې ډلې د باج اخیستو په اړه سخته اندېښنه څرګندوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

روسیې له امریکا سره مذاکراتو ته د ایران د چمتووالي ملاتړ وکړ
بهرني خبرونه

روسیې له امریکا سره مذاکراتو ته د ایران د چمتووالي ملاتړ وکړ

۲۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794384377]
د سړک جوړونې پروژو په بشپړېدو کې ځنډ؛ په کابل کې تګ راتګ ستونزمن شوی دی
راپورونه

د سړک جوړونې پروژو په بشپړېدو کې ځنډ؛ په کابل کې تګ راتګ ستونزمن شوی دی

۲۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794382535]
طالبانو هېواد ته د ۵۷۵ کډوالو د جبري راستنېدو خبر ورکړ
خبرونه

طالبانو هېواد ته د ۵۷۵ کډوالو د جبري راستنېدو خبر ورکړ

۲۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794381730]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.