په ویانا کې د نړیوالو سازمانونو په چارو کې د روسیې دایمي استازي میخایل اولیانوف له امریکا سره د متقابل درناوي پر بنسټ د مذاکراتو لپاره د ایران د چمتووالي ملاتړ کړی دی.
الجزیرې چهارشنبه د نومبر پر ۱۱مه، د اولیانوف له قوله راپور ورکړی چې ایران له امریکا سره د متقابل درناوي پر بنسټ مذاکراتو ته چمتو دی او واشنګټن هم باید دغه اصل مراعات کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سېشنبې په ورځ ویلي وو چې امریکا د پوځي بریدونو او د بندیزونو د زیاتولو له لارې جګړې ته پای نه شي رسولای.
هغه ټینګار کړی و چې دا جګړه یوازې د متقابل درناوي او د تهران غوښتنو ته د پاملرنې له لارې پای ته رسېدای شي.






