۸صبح، کابل: د افغانستان د مقاومت په نوم جبهې په هرات کې د درېیو طالب جنګیالیو د وژل کېدو ادعا کړې ده.
دغې جبهې په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا برید سهشنبه د لړم پر ۱۵مه، د ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې پر طالبانو شوی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغه برید کې د طالبانو د الفاروق قول اردو د لومړۍ لوا د لومړي کنډک مالي مسوول وژل شوی او درې میله وسلې د مقاومت جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: «په دې عملیاتو کې د مقاومت جبهې ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.»
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو ضد جبهو له خوا پر دغې ډلې بریدونه ډېر شوي دي.





