۸صبح، هرات: د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په هرات ولایت کې یې پر طالبانو د برید په ترڅ کې د دغې ډلې درې جنګیالي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
نوموړې جبهې په یو بیان کې زیاته کړې چې دا برید چهارشنبه د سلواغې پر ۴مه، ماښام مهال د هرات ښار اړوند په «خواجه عبدالله انصاري څلور لارې» کې ترسره شوی دی.
د دغې جبهې په وینا، د برید پرمهال په هرات کې د طالبانو شپږمې حوزې امر ملا زید نورزي هم حضور درلود، خو د هغه د وژلو خبر لا تر اوسه تائید یا رد شوی نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې سرچینو تېره شپه ۸صبح ورځپاڼې ته په هرات ښار کې پر طالبانو د برید خبر ورکړی و.
په هرات کې طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.
د ازادۍ او مقاومت جبهې وخت ناوخت په بېلابېلو ولایتونو کې د پر طالبانو د بریدونو مسوولیت مني.





