له استعمار وروسته نظم چې زموږ په سیمه کې رامنځته شو، له بېلابېلو نیمګړتیاوو او ناسمو پایلو سره مل و. د مدیریت، بیوروکراسۍ، قانون جوړونې او ښوونې او روزنې په ډګر کې د استعمار د دورې وضعیت وتوانید چې د سیمې یو شمیر ټولنې مدرنیتې ته نږدې کړي او له دې اړخه مثبت و، خو داسې طراحي شوی و چې د ښکېلاکګرو ګټې خوندي کړي او له دې اړخه یې منفي اغېز درلود او د ملتونو د پاڅون او د خپلواکۍ غوښتنې لامل شو. هغه هېوادونه چې د ښکېلاک تر سیوري لاندې د سرحدونو له مخې وېشل شوي وو او هغه حکومتونه چې له ښکېلاک وروسته رامنځته شول، ډېرې وخت له بېړني حالت او کله هم له کړکېچ سره مخ وو. د دولت- ملت جوړښت په همداسې یو نامناسب بستر کې رامنځته شو ځکه د دغو هېوادونو بنسټ د استعمار د خوښې له مخې، پر بېلتون او جلاوالي ایښودل شوی و، نه د وصل او یووالي پر بنسټ چې د سیمې خلکو ته اړین و او د دوی په زرګونه کلونو تاریخ کې یې رېښې لرلې، همدا لامل شو چې دا سیمه د نویو کړکېچونو زېږنده شي.
هغه جغرافیه چې افغانستان او ګاونډي هېوادونه یې ورپورې اړوند دي، له کلتوري او تمدني اړخه یوه بشپړ رنګین خو له یو بل سره تړلی جوړښت لري. دا سیمه د بېلابېلو امپراتوریو تر سیوري لاندې د قومونو، ژبو، توکمونو، مذهبونو او فرعي کلتورونو تر منځ د یووالي او پیوستون تجربه لري. د منځنۍ آسیا، نیمه وچې او د ننني افغانستان، ایران او بینالنهرین سیمې خلکو ډېر ګډ ارزښتونه لرل او د ژبې، ګړدود، رنګ او څېرې توپیرونه د دوی د یووالي پر وړاندې خنډ نه وو. په مډرنه دوره کې غوره تګلاره دا وه چې د ملي ۤۤۤپولو ټاکنه دغه واقعیت ته په پام سره شوې وای نه دا چې داسې کلک سرحدونه رامنځته کړي چې د دې سیمې ملتونه سره جلا کړي. باید تاریخي او کلتوري مشترکات د دغو سیمو د هېوادونو ترمنځ د یووالي بنسټ وای او د هغوی ترمنځ یې د همکارۍ زمینه برابره کړې وای او د خلکو د ژوند پر ښه والی او د هغوی حقونو ته پر لاسرسی متمرکز وای.
په عمل کې، هغه څه چې پېښ شول، له ډېرو اړخونو ناوړه وو، ځکه چې د سیمې خلک یې له رواني پلوه وځپل او پر دې جغرافیه یې نا غوښتل شوی وېش تحمیل کړ چې تر ننه دوام لري. د استعماري پولو په وېش سره، د سیمې پښتانه په دوو هېوادونو، ازبیکان په دوو هېوادونو، تاجیکان په درېیو هېوادونو، بلوڅان په درېیو هېوادونو او کردان په څلورو هېوادونو ووېشل شول. نورې ټولنې او قومي ډلې هم له ورته برخلیک سره مخ شوې او د نویو سرحدونو په منځ کې پر څو برخو ووېشل شوې. اصلي او ایډیال حالت دا و چې د ټولیزو ګټو پر بنسټ یو ګډ جوړښت رامنځته شوی وای، څو د دې سیمې ټول قومونه او خلک پکې برخه ولري او د دوی ترمنځ د یووالي اړیکې پیاوړې شي او نوي صنعتي امکانات یې همکارۍ تر پخوا لاپسې پیاوړې کړي.
له استعمار وروسته دورې یوه پایله د قدرت په جوړښت او د شتمنیو د وېش په برخه کې د عدالت څنډې ته کېدل وو، چې د بشري ټولنو تر ټولو اساسي اړتیا ده. د بشري تاریخ په اوږدو کې د قدرت او شتمنۍ په ډګرونو کې د عدالت ټينګښت د انسانانو تر ټولو مهمې غوښتنې دي او په دې لاره کې یې ډېرې نظریاتي او عملي هڅې کړي او کله کله یې درنې قربانۍ هم ورکړې دي. په ننني پېر کې چې د قدرت د جوړښت د سمون او د هغه د لا زیات ولسي کولو لپاره پرمختللې فلسفې وړاندې شوې او د ټولنیز او اقتصادي عدالت د تامین لپاره لا ښه پروګرامونه پلي شوي دي، نو زموږ د سیمې ټولنې هم په لویه کچه داسې سیاسي او ټولنیز کړنلارې ته اړتیا لري چې دغو غوښتنو ته رسېدل آسانه کړي.
د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د ټولنیز عدالت د ټینګښت او د دې هېواد د ټولو قومونو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د پای ته رسولو غوښتنه کوي. دا د عدالت غوښتنې له هغو انګازو دي چې د سیمې د خلکو لخوا ښه درک کېږي او د همدردۍ لامل ګرځي. د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره د همدردۍ نور لاملونه هم شته، لکه له طالبانو او نورو تندلارو ډلو سره د هغه مخالفت چې په تېرو پنځوسو کلونو کې په سیمه کې د تاوتریخوالي او ورانیو عاملې وې او له مذهبي سپېڅلتیاوو یې د وسیلې په توګه په کار اخیستو سره د سیمې خلکو ته خورا ډېر کړاوونه ور په برخه کړې دي. بنسټپالې ډلې د ایډیالوژیکو توهماتو په رابرسېره کولو سره د دې لامل ګرځي چې د عدالت او د ژوند د ښه والي په برخه کې د خلکو واقعي او عیني غوښتنې له پامه وغورځول شي او ځای یې کاذبې او خیالي غوښتنې ونیسي.
عدالت غوښتنه یوازې د پاکستان د پښتنو ځانګړتیا نه ده، بلکې دا اړتیا په افغانستان، ایران او د سیمې په نورو هېوادونو کې هم شته، ځکه چې د دې سیمو قومونه هم له نابرابرۍ، ظلم او زور زیاتي کړېږي او په دې سیمه کې د واک له دستګاه هماغه غوښتنې لري چې منظور پښتین او د هغه ملګري یې لري. د عدالت غوښتنې ازانګې به ورځ تر بلې پیاوړی شي او د خلکو د اعتراضونو او پاڅونونو بهیر به نور هم پراخېږي او دا بهير به تر هغه وخته ونه درېږي چې د دغو هېوادونو واکمنان او د واک ساتونکي د ولسونو ارادې ته تسليم نه شي او عدالت او برابري په رسمیت ونه پيژني.
که د پاکستان حاکمان د عدالت غوښتنې غوښتنو ته تسلیم شي او داسې ميکانيزمونه جوړ کړي چې د عدالت د ټینګښت اجرايي ضمانت ولري، څو په دې هېواد کې نور تبعیض پاتې نه شي او د پرمختګ او ودې فرصتونه ټولو قومونو ته برابر شي او د افراطیت او تاوتریخوالي عوامل له منځه لاړ شي، نو نه یوازې دا چې دا هیواد به له لوی کړکېچه وژغورل شي، بلکې دا به د سیمې د نورو هیوادونو لپاره الهام بښوونکی چاره او د سوله ییز بدلون بنسټ وي چې له تاوتریخوالی او تاوتریخجن غبرګون پرته به د دغو خلکو ژوند ته لاره پیدا کړي. دا د عدالت او برابرۍ په رڼا کې ده چې سوله، ثبات او پرمختګ به دغو خاورې ته لاره پرانیزي او بېلابېل خطرونه لکه ګډوډۍ، کورنۍ جګړې او پرلپسې بلواوې به له منځه ولاړې شي.
په افغانستان کې هم ډېر خلک د عدالت او برابرۍ تږي دي او له ظلم او تبعیضه کړېږي. د افغانستان وضعیت د دې هېواد د ډېرو قومونو لپاره د پاکستان تر پښتنو په ډېر بد حالت کې دی، ځکه چې ان هغه سیاسي موقعیتونه چې په تېرو اویاوو کلونو کې د پاکستان پښتنو ته وړاندې شوي دي، لکه ایالتي حکومت، د ولسمشرۍ او لومړۍ وزیرۍ مقام ته رسېدل، د افغانستان د ډېرو قومونو لپاره په اسانۍ د لاسرسي وړ نه دي. عدالت یوازې د څوکیو په وېش سره نه رامنځته کیږي لکه څنګه چې په پاکستان کې د دغو سمبولیکو موقفونو شتوالی د عدالت غوښتنې غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. د عدالت د ټینګښت لپاره باید له تشریفاتي اقداماتو اخوا ګامونه واخیستل شي او عملاً د فرصتونو او ګټو په برخه کې د یوې خاورې د ټولو اوسیدونکو د ونډې او ګډون لپاره فرصت برابره شي او هر ډول تبعیض او نابرابري له منځه یوړل شي.





