رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اوکرایین استخباراتي ادارې (SBU) د روسیې د کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو پر قوماندان جنرال ایګور کرېلوف برید کې لاس درلود.
رویټرز خبري اژانس دا خبره سهشنبه د ډسمبر پر ۱۷مه د خپلې یوې سرچینې له قوله کړې ده.
سرچینې زیاته کړې: «د روسیې د وړانګو او کیمیاوی موادو د ساتنې ځواکونو د مشر له منځه وړل په کار و.»
د سرچینې په خبره، پېښه هغه مهال وشوه چې په مسکو کې د ودانۍ په دروازه کې اېښودل شوي برقي سکوټر چاودنه وکړه چې له کبله یې کریلوف او د نوموړي یو همکار ووژل شو.
د پېښې له ځايه خپاره شوي انځورونه ښيي چې ودانۍ ته د ننوتو دروازې سختې زيانمنې شوې دي.
ورته مهال، د روسیې پخوانی ولسمشر او د امنیت شورا اوسنی مرستیال دیمیتري مېدودف ویلي چې اوس د اوکرایین پوځي او سیاسي مشرتابه د کریلوف د وژنې له «غچ» سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د اوکرایین امنیتي ادارې په خپل ټیلیګرام کې دغه روسي جنرال د کیمیاوي وسلو په کارولو تورن کړی و.





