۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په ایران کې کړکېچن وضعیت ته په اشارې خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې افغان کډوال له زیانمنوونکو ډلو څخه دي.
بېنېټ شنبه د زمري پر ۳مه په اېکس کې لیکلي چې په ایران کې افغان کډوال د روانې جګړې ترڅنګ، تر ډېره له پامه غورځول شوې دي.
نوموړي په ایران کې د افغانانو د اعدامولو په ګډون د اعدام حکمونه اندېښمنونکي بللي او په دغه هېواد کې یې د کډوالو د بشري حقونو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
ورته مهال د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپاره کړي بیان کې د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو بیا پیل او د سیمې نورو برخو ته یې د پراخېدو غندنه کړې ده.
هغوی ویلي چې دا وضعیت د سولې یادښت له لاسلیک یوازې څو اوونۍ وروسته رامنځته شوی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې له دغو ژمنو په شا کېدل به د سولې هیلې کمزورې کړي، بشري حقونو ته به زیان ورسوي او پر نړیوالو هوکړو به باور له منځه لاړ یوسي.





