۸صبح، کابل: بلخاب کې د طالبانو له خوا د ملکیانو د وژلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت دوشنبه د چنګاښ پر ۶، په یوه ټویټ کې ویلي، چې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د ناقانوني وژنو، جبري کډو، د توکو د تخریب او د بشري حقونو د سرغړوني نورو ټکو په اړه راپورونه خپاره شوي چې د اندېښنې وړ دي.
هغه زیاته کړې، چې د دغو راپورونو تایید د انټرنټ او مخابراتي شبکو د پرې کولو له امله ستونزمن شوي.
بنت له ښکېلو لوریو غوښتي، چې د بشري حقونو نړیوال قانونونه دې رعایت کړي.
د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې په نښتو کې، طالبانو یو شمېر ملکیان او جنګي اسیران وژلي دي.