۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټراټ د کاري مودې له ختمېدو وروسته د انګلستان روزونکی ریچارډ پایبس د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکلی دی.
کرېکټ بورډ سهشنبه د کب پر ۵مه په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې نوموړی به په مارچ میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې لوبلړۍ کې له افغان لوبډلې سره یوځای شي.
د خبرپاڼې له مخې، پایبس په نړیواله کچه د کرېکټ پېژندل شوی روزونکی دی چې په خپله روزنیزه دوره کې پام وړ لاسته راوړنې لري.
په خبرپاڼې کې راغلي چې نوموړي په خپل روزنیز سفر کې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ سره د مشر روزونکي، د کرېکټ ډایرکټر او ظرفیت لوړونې مرکز د مشر په توګه دنده کړې ده.
د کرېکټ بورډ په خبره، پایبس د پاکستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه هم دنده کړې او دغه لوبډله یې په ۱۹۹۹ کال کې د نړیوال جام پایلوبې ته رسولې.
همداراز، نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې له بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره هم د مشر روزونکي په توګه دنده کړې ده.
نوموړی د سویلي افریقا په کورنیو او تجارتي سیالیو کې د ۹ اتلولیو په ګټلو سره ملي ریکارډ جوړ کړی او دوه ځلې یې د سویلي افریقا د کال غوره روزونکي جایزې هم ترلاسه کړې دي.
د یادونې ده چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د جانتن ټراټ کاري موده د ۲۰۲۲ کال په جولای کې پیل شوې وه او له دوه ځلې غځول کېدو وروسته د روان کال د فبرورۍ پر ۱۹مه پاي ته ورسېده.





