۸صبح، بادغیس: سیمهیېزې سرچینې وايي چې وسلهوالو د حسامالدین اکبري په نوم د غاښونو ډاکټر د بادغیس په مرکز قلعهنو ښار کې وژلی دی.
سرچینو یکشنبه د وږي پر ۲۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه د قلعهنو ښار اړوند د لومړۍ ناحیې په «جر خشک» سیمه کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، اکبري د خپلې رسمي دندې ترڅنګ د غاښونو کلینیک هم درلود.
سرچینې زیاتوي چې طالبانو د پېښې په تړاو یوه ښځه او یو نارینه نیولي او د څېړنو لپاره یې په بند کې ساتلي دي.
تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او د دغه ډاکتر د وژنې د انګېزې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جنایي پېښې او وسلهوالې غلاوې زیاتې شوې دي.
له دې مخکې سرچینو خبر ورکړی و چې وسلهوالو غلو په کابل کې یو ځوان وژلی دی.





