۸صبح،سمنګان: په سمنګان ولایت کې ځايي سرچینې وایي، چې تېره شپه یو څارنوال د ناپېژاندو کسانو لهخوا وژل شوی دی.
سرچینو شنبه د زمري پر ۳مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې وژل شوی کس نصرالله نومېده.
هغه د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د طالبانو په محکمه کې د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله.
د سرچینو په وینا، نصرالله تېره شپه د ناپېژاندو کسانو لهخوا زندۍ شوی دی.
د راپور له مخې، د سیمې اوسېدونکو د سهار د لمانځه پر مهال د هغه جسد موندلی دی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې نوموړی د چا لهخوا او په کومه انګېزه وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د هدفي وژنو او د ناپېژاندو وسلهوالو د بریدونو د زیاتېدو له امله د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.





