د فیضاباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د غلاوو له زیاتوالي تر پوزې راغلي او د خپل سر او مال د امنیت په اړه اندېښمن دي. دوی زیاتوي چې په تېرو نږدې دوو اوونیو کې د استوګنې له کورونو د غلا څو پېښې شوې او د ښار په بېلابېلو کوڅو او ناحیو کې د خوراکي توکو یو شمېر هټۍ هم د شپې له خوا د غلو له خوا لوټ شوې دي. د فیضاباد د زاړه ښار ځینې اوسېدونکي هم تاییدوي چې غله د شپې له خوا د خلکو کورونو ته اوړي . د دوی په وینا، په یوه پېښه کې یو کس چې د غلا نیت یې درلود، د سیمې د اوسېدونکو له خوا نیول شوی او طالبانو ته سپارل شوی دی. د فیضاباد اوسېدونکي د غلاوو د پېښو زیاتوالی د بېوزلۍ او بېکارۍ پایله بولي او وایي، یو شمېر ځوانان د کاري فرصتونو د نشتوالي او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې د پاتې راتلو له امله غلاوو ته مخه کوي.
د فیضاباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د شپنیو غلاوو زیاتوالي ته سخت اندېښمن دي او وېره لري چې که دا وضعیت دوام وکړي، خلک به ان په خپلو کورونو کې هم د سر او مال امنیت ونه لري. د دوی په وینا، غله د شپې له خوا له کومې وېرې پرته د خلکو انګړونو ته وراوړي او هر څه چې په لاس ورشي، له ځان سره یې وړي. دوی زیاتوي چې د دغو پېښو زیاتوالي په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان سخت وېرولي او کورنۍ شپې په انديښې او وېرې سره تېروي.
د فیضاباد د زاړه ښار یو اوسېدونکی وایي: «څو شپې وړاندې زموږ د اوسېدو له ځایه په ور پورته کوڅو کې غله د شپې له خوا یوې غرفې ته ننوتل او هر څه چې پکې وو، له ځان سره یې یوړل. دغه راز غله پرلهپسې دوه شپې د خلکو انګړونو ته ورواوښتل چې په دویمه شپه یې یو کس د سیمې د اوسېدونکو له خوا ونیول شو او طالبانو ته وسپارل شو.» د هغه په وینا، غله هغه غرفې په نښه کوي چې په هره یوه کې د ټولو توکو ارزښت یوازې له پنځو تر لسو زرو افغانیو پورې وي. نوموړی زیاتوي چې په دې غلاوو سره د تر ټولو بېوزلو کورنیو د ډوډۍ ګټلو امکان هم اخیستل کېږي او د دې وضعیت دوام اندېښمنوونکی دی.»
د فیضاباد یو بل اوسېدونکی وایي: «دوه شپې مخکې هم غلو د فیضاباد د زاړه ښار په یوه ګذر کې د سیمې د یوه اوسېدونکي هټۍ ولوټله. دغه راز، شاوخوا څلور یا پنځه شپې مخکې غله د دې ښار یوه انګړ ته ور اوښتي وو، خو د کور د خاوند په ویښېدو سره له هغه ځایه وتښتېدل.»
د فیضاباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې یو شمېر هټیوال هم تاییدوي چې د ځینو یې مالونه غلا شوي دي. دوی وایي، هره شپه د خپلو هټیو تر تړلو وروسته په انديښنې سره کورونو ته ځي او تر سهاره په دې وېره وي چې هسې نه غله د شپې له خوا د دوی هټیو ته ورواوړي او د مالونو یوه برخه یې غلا کړي.
له دې سره هممهاله، ځینې ښځې وایي چې یو شمېر کسان د پلاستیکي ډبرو په ګرځولو سره هغه د الماسو په نوم ورپېژني او ادعا کوي چې دا ډبرې په ارزانه بیه او ان د سرو زرو په بدل کې پلوري؛ خو د دوی په وینا، دغه کسان په همدې چل سره د ښځو سره زر غلا کوي.
د فیضاباد دغه اوسېدونکي وایي، د طالبانو له وېرې نه شي کولای د دغو پېښو نور جزییات له رسنیو سره شریک کړي. د دوی په وینا، طالبان نه یوازې د امنیتي وضعیت او د خلکو ستونزو ته پام نه کوي، بلکې هغه کسان هم ګواښي چې دا پېښې رسنیزې کوي او خبرداری ورکوي چې د داسې راپورونو خپرول د دې ډلې پر وړاندې د دسیسې په توګه ګڼل کېږي.
په همدې حال کې، د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وایي، بېوزلۍ او بېکارۍ د دې لامل شوې چې ځینې خلک د مجبورۍ له مخې غلاوو ته مخه کړي. د دوی په وینا، د کاري فرصتونو او د عاید د ترلاسه کولو د لارو نشتوالي یو شمېر کسان غلاوو ته اړ کړي دي.
د فیضاباد یو اوسېدونکی احمد (مستعار نوم) وایي: «دا ټولې ستونزې د بېوزلۍ له امله دي. بېکاره ځوانان ان ایران او پاکستان ته د کډوالۍ وس هم نه لري او اړ کېږي چې هر څه یې په لاس ورشي، غلا یې کړي. دوی پوهېږي چې دا کار ښایي د مرګ یا زنداني کېدو خطر ولري، خو دا چې بله لار نه ویني، دې کار ته مخه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د سرو زرو په ګډون د کانونو د توکو له ناقانونه استخراج او پراخ قاچاق سره مخ دی او د طالبانو چارواکي او په دې ډلې پورې تړلي کسان تر ټولو ډېره ونډه ترې اخلي.
د بدخشان لسګونه کارګران چې د دې ولایت په هغو کانونو کې یې کار کاوه چې د ځینو شرکتونو له خوا استخراجېدل، د طالبانو له خوا د کانونو د استخراج له انحصاري کېدو وروسته بېکاره شوي دي.
تر دې وړاندې فارن پالیسي مجلې راپور ورکړی و چې په لندن کې مېشت یوه خصوصي شرکت د د ګواښونو د شننې راپور یوې خپرې شوې نسخې ته یې لاسرسی موندلی دی. په راپور کې ښودل شوې چې طالبان د افغانستان په شمال کې د بدخشان او تخار ولایتونو د سرو زرو د کانونو د عوایدو ۲۵ سلنه القاعدې ته ورکوي.
د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې د بدخشان او تخار ولایتونو د سرو زرو د کانونو د استخراج له پیله په ۲۰۲۴ کال کې د راپور تر خپرېدو پورې له دغو کانونو د القاعدې ونډه ۱۹۴.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. په راپور کې راغلي چې طالبان هره میاشت د سرو زرو له کانونو ۲۵ میلیونه ډالره عواید لري او دغه عواید په کابل کې د سراجالدین حقاني او په کندهار کې د هبتالله اخوندزاده د ډلې له خوا له القاعدې سره وېشل کېږي.
فارن پالیسي د دغه راپور په حواله هم لیکلي چې القاعدې په افغانستان کې د سرو زرو د کانونو د استخراج لپاره لسګونه زره کارګران ګومارلي او طالب جنګیالي د دغو کارګرانو امنیت ساتي. د دې رسنۍ په وینا، په راپور کې د القاعدې د مشرانو نوملړ هم وړاندې شوی چې ځینې یې په افغانستان کې د اسامه بن لادن د حضور او د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو د پلانولو پر مهال د هغه لوړپوړي افسران وو.





