۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، په افغانستان، اوکراین، سوریې او لبنان کې لږ تر لږه نهه میلیونه کسان د ژمي له یخنۍ سره د مقابلې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان جمعه د لړم پر ۸مه، د ژمنیو مرستو د راټولولو لپاره د خپل کلني کمپاین د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي چې د مالي سرچینو کمښت او د انرژۍ د بیو لوړوالي په دغو څلورو هېوادونو کې د زیانګالونکو کورنیو وضعیت لا سخت کړی دی.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د روان ژمي پر مهال د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره غواړي لږ تر لږه ۵۰ میلیونه ډالره مالي مرستې راټولې کړي.
د دغه سازمان په وینا، د دې کمپاین موخه د خلکو د مرستو راجلبول او د زیانګالونکو کورنیو د ژمنیو اړتیاوو پوره کول دي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د سږني کمپاین لپاره غوښتل شوې پيسې د تېر کال د ژمنیو مرستو په کمپاین کې د راټولو شویو مرستو پرتله درې میلیونه ډالره زیاتې دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د دې سازمان د بوديجې د پام وړ کمښت د بشري اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د دغه بنسټ وړتیا محدوده کړې ده.





