• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د نفتي توکو د بیو لوړېدل؛ د تېلو او ګازو بیې ورځ تر بلې لوړېږي

ګندم ګندم
۲۷ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784375404]
AFP

AFP

د افغانستان په بازارونو کې د اوبلنو ګازو او د سون‌توکو د بیو لوړېدو د اقتصادي فشارونو د زیاتېدو په تړاو د هېوادوالو اندېښنې زیاتې کړې دي. دوی وايي په داسې شرایطو کې چې د کورنیو عواید کم شوي، د سون‌توکو د بیو لوړېدو د ژوند لګښتونه نور هم زیات کړي دي. د کابل یو شمېر اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د اوبلنو ګازو بیه چې پخوا شاوخوا ۵۵ افغانۍ وه، اوس د ښار په ځینو سیمو کې ۹۰ افغانیو ته رسېدلې او په ځینو برخو کې تر ۱۱۰ افغانیو پورې هم پلورل کېږي. دوی طالبان پر بازار د څارنې په برخه کې په بې‌پامۍ او یو شمېر پلورونکي د سون‌توکو په احتکار تورنوي.

د کابل یو ټکسي چلوونکی حبیب (مستعار نوم)، وايي چې د تېلو د بیو لوړېدو د هغه ورځنی عاید کم کړی او د عاید لویه برخه یې اوس د تېلو پر پېرلو لګېږي. هغه وايي پخوا یې په ورځني کار سره کولای شول د موټر لګښتونه او د کور د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي؛ خو د تېلو د بیو لوړېدو د هغه پر ژوند فشار زیات کړی دی.

دغه ټکسي چلوونکی وايي: «پخوا مې په ورځني عاید هم د موټر د تېلو پیسې پېدا کولې او هم مې کولای شول د کور د لګښتونو یوه برخه پوره کړم؛ خو اوس ډېری هغه پیسې چې ترلاسه کوم، پر سون‌توکو لګېږي. که کرایه لوړه کړم، خلک یې د ورکړې توان نه لري او که یې لوړه نه کړم، عاید مې د ژوند لګښتونه نه پوره کوي. د تېلو د بیو لوړېدو زموږ کار خورا ستونزمن کړی دی.»

د هرات اوسېدونکې فرشته وايي چې د اوبلن ګازو او نورو سون‌توکو د بیو لوړېدو د هغې پر کورنۍ اقتصادي فشار زیات کړی دی. هغه وايي چې مېړه یې ورځنی کارګر دی، هغه هم په داسې حالت کې چې کار پېدا شي، خو د بیو په لوړېدو سره، د کور د لومړنیو لګښتونو پوره کول ورته ستونزمن شوي دي.

دا مېرمن وايي: «مېړه مې ورځنۍ کارګر دی، خو هره ورځ کار نه پېدا کېږي. کله چې کار وي، عاید یې ډېری د کور پر اړتیاوو مصرفېږي او کله چې کار نه وي، نه پوهېږو خپل لګښتونه څنګه پوره کړو. اوس چې د ګازو او نورو سون‌توکو بیې لوړې شوې دي، زموږ په څېر پر کورنیو فشار ډېر شوی؛ ځکه اړ کېږو چې خپلې ځینې نورې اړتیاوې کمې کړو، څو د کور اړین لګښتونه ورکړو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: «برېښنا نشته، تېل او ګاز ګران شوي دي. طالبان یوازې پر چور او چپاول بوخت دي، خلک له بې‌وزلي، بېکاري او په سلګونو نورې ستونزو سره مخ دي .»

تر دې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت اعلان کړی و چې د تېلو او ګازو په نړیوالو بازارونو کې وروستیو بدلونونو او د نفتي توکو د نړیوالو بیو د پام وړ لوړېدو ته په کتو، د تېلو او ګازو د وارداتو د کنټرول معیار په لنډمهالې توګه بدلوي.

همداراز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د روسیې پر زېرمو د اوکراین له برید وروسته، د افغانستان ۶۰ تر ۷۰ سلنه نفت او ګاز چې له دغه هېواده برابرېدل، درېدلي دي.

که څه هم طالبانو په کابل ښار کې د یو لېټر پټرولو بیه ۷۷ افغانۍ، د یو لېتر ډیزلو ۷۳ افغانۍ او د یو کېلو اوبلنو ګازو بیه ۶۴ افغانۍ اعلان کړې ده، خو افغانان وايي چې په بازارونو کې اصلي بیې تر دې لوړې دي او د سون‌توکو د بیو لوړېدو پر کورنیو اقتصادي فشار زیات کړی دی.

افغانستان د خپلو سون‌توکو د اړتیاوو د یوې لویې برخې د پوره کولو لپاره په وارداتو پورې تړلی دی او په بهرنیو بازارونو کې بدلونونه، د لېږد لګښت او د اسعارو بیه کولای شي په هېواد کې د سون‌توکو پر بیو اغېز وکړي.

طالبانو په ځلونو ویلي چې پر بازارونو څارنه لري او د بیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کوي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي په افغانستان کې د سون‌توکو د بیو لوړېدل یوازې د نړیوال بازار تر بدلونونو محدود نه دي، بلکې په وارداتو پورې د هېواد تړاو، د اسعارو د بیې نوسانات، د لېږد لګښتونه او د وړاندې کولو او وېش په بهیر کې شته ستونزې هم پر بیو اغېز کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د مزدونو کمښت او د بیو لوړوالی؛ د کارګرانو د پېرلو ځواک ۲۵ سلنه کم شوی
خبرونه

د مزدونو کمښت او د بیو لوړوالی؛ د کارګرانو د پېرلو ځواک ۲۵ سلنه کم شوی

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791794547]
اوچا: افغانستان ته راستنې شوې زرګونه کورنۍ ژمنیو بېړنیو مرستو اړتیا لري
خبرونه

اوچا: افغانستان ته راستنې شوې زرګونه کورنۍ ژمنیو بېړنیو مرستو اړتیا لري

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791790574]
د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ
خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791789355]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.