د چاپیریال ساتنې او کرنې برخې یو شمېر کار پوهان په افغانستان کې د بېوزلۍ، نهپوهاوي او په طبیعي سرچینو د خلکو د اتکا له امله د ځنګلونو د وهلو پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. دوی وایي چې په وروستیو کلونو کې د ونو بې درېغه وهلو د هېواد ځنګلونه له جدي ګواښ سره مخ کړي او د چاپیریال او د خلکو د ژوند لپاره به ناورین زیږوونکې پایلې ولري. دوی زیاتوي چې د دغه بهیر دوام د خاورې د تخریب د دښتو د پراخېدو د اوبو د سرچینو د کمېدو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د زیانمتیا ګواښونه زیاتوي چې د دغو زیانونو جبرانول کلونه وخت ته اړتیا لري. د دوی په وینا، پراخه بېوزلي، وزګارتیا، د بدیلو سونتوکو نشتوالی او د طبیعي سرچینو په مدیریت او ساتنه کې کمزورتیا په هېواد کې د ځنګلونو د وهلو تر ټولو مهم عوامل ګڼل کېږي.
دغه کارپوهان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کوي چې د ځنګلونو ساتنه یوازې په مهالنیو (مقطعي) اقداماتو ممکنه نه ده، بلکې اوږدمهالې پلانونې، د بديلو انرژیو پراختیا، د عامه پوهاوي لوړولو او د زیانمنو کورنیو ملاتړ ته اړتیا لري. د هغوی په اند، که د سون توګو په توګه په لرګیو پورې د کليوالو خلکو د تکیې د کمولو او د بديلو لارو چارو د موندلو لپاره عملي ګامونه پورته نه شي، د ځنګلونو د ویجاړېدو بهیر به همداسې دوام ومومي او پایلې به یې راتلونکي نسلونه هم اغېزمن کړي. دوی باور لري چې د ځنګلونو احیا، د ونو کینولو د پراخو پروګرامونو پلي کول، د ونو د ناقانونه وهلو مخنیوی او د بديلو انرژیو په برخه کې پانګونه د افغانستان د طبیعي سرچینو د ساتنې تر ټولو مهمې لارې چارې دي.
کار پوهان خبرداری ورکوي چې د ځنګلونو د تخریب دوام نه یوازې حیاتي تنوع او طبیعي استونګځایونه ګواښي، بلکې د وچکالۍ د سختېدو، د اوبو د سرچینو د کمېدو، د سېلابونو د زیاتېدو او کرنیزو محصولاتو ته د زیان رسېدو له امله د میلیونونو وګړو خوراکي امنیت او معیشت هم له خطر سره مخ کوي.
د چاپیریال ساتنې کار پوه سید محمد سلیمانخیل وایي چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او ناامنیو د ځنګلونو وهلو او د لرګیو قاچاق ته لاره هواره کړې ده. د هغه په وینا، قاچاق کوونکو او ناوړه ګټه اخیستونکو د څارنې له کمزورتیا په ګټې اخیستې او د لرګیو په پلورلو او د سونک توکو د برابرولو لپاره له ځنګلونو په استفادې سره د ځنګلونو د وهلو بهیر ګړندی کړی دی. هغه ادعا کوي چې د دغه بهیر په پایله کې د افغانستان ځنګلي پوښښ له شاوخوا درې تر څلورسلنې نږدې یوسلنې ته راکم شوی دی.
سلیمانخیل خبرداری ورکوي چې د ځنګلونو د وهلو دوام نه یوازې د هېواد طبیعي سرچینې ګواښي، بلکې د اقلیمي بدلونونو د پایلو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان وړتیا هم کموي.
د چاپیریال ساتنې دغه کارپوه وایي: «په افغانستان کې تر ټولو زیات ځنګلونه په هغو سیمو کې وهل کېږی چې له بده مرغه د خلکو اقتصاد کمزوری دی او د حکومت او نورو ملي او نړیوالو بنسټونو لاسرسی ورته کم دی. بېوزلۍ او ناامنۍ د لرګیو قاچاق ته زمینه برابره کړې ده. دا مهال هم په ځینو سیمو لکه کونړ او ننګرهار کې دا بهیر دوام لري. د ځنګلونو د ساتنې په موخه د طالبانو له خوا د ۲۰۰ کسیزې قطعې له رامنځته کېدو سره سره، د ونو وهل د پخوا په څېر روان دي.» هغه ټینګار کوي چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره باید د سیمهییزو ټولنو اقتصادي وضعیت ښه شي څو خلک د بېوزلۍ او معیشتي اړتیاوو له امله د ونو پرې کولو ته مخه نه کړي.
د کرنې د چارو کارپوه محمد سالم ساعی وایي چې په افغانستان کې د نږدې نيمې پېړۍ په اوږدو کې د ځنګلونو د وهلو بهیر په پراخه کچه دوام درلودلی او پایلو یې د هېواد کرنه او چاپیریال له جدي زیانونو سره مخ کړي دي. هغه زیاتوي چې په تېرو کلونو کې د ځنګلونو پراخې وهنې پر کرنې د اقلیمي بدلونونو اغېزې سختې کړې دي او د کرنیزو محصولاتو د کچې د کمېدو لامل شوې دي. د هغه په وینا، د خاورې تخریب، د کرنیزو ځمکو د حاصلخیزۍ کمېدل، د خاورې د کیفیت ټيټېدل، د نباتي ناروغیو خپرېدل، د مالدارۍ د روزنې د ظرفیت ټیټېدل او د کرنې او مالدارۍ د افتونو زیاتېدل د ځنګلونو د له منځه تلو مستقیمې پایلې ګڼل کېږي.
ښاغلی ساعي په دې تړاو زیاتوي: «په افغانستان کې، د زرغونو ساحو په شاوخوا کې د ځنګلونو او څړځایونو د ویجاړېدو کچې ته په پام سره، د دغو سرچینو د ساتنې او احیا لپاره عملي او اغېزناک اقدامات نه دي شوي. همدا راز، خلکو ته د عامه پوهاوي ورکول د تېر پرتله کم شوي او د ځنګلونو د ساتنې د اهمیت او د ژوند او چاپیریال لپاره د هغې د ګټو په تړاو د عامو خلکو باور لږ دی.»
ساعي همدا راز وایي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چاپیریال ساتنې ملي اداره، د اوبو او انرژۍ وزارت او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر دې دمه نه دي توانېدلي چې د اوبو، خاورې او ځنګلونو د ساتنې لپاره یوه همغږې او د پلي کېدو وړ تګلاره جوړه او عملي کړي. د هغه په وینا، د ځنګلونو ساتنه د مسؤلو بنسټونو ترمنځ همغږۍ، د کافي بودیجې ټاکلو، د ځنګلونو د احیا د پروګرامونو پلي کولو، د بديلو انرژیو پراختیا او د عامه پوهاوي لوړولو ته اړتیا لري؛ که نه نو، د طبیعي سرچینو د ویجاړېدو بهیر به همداسې دوام ومومي او افغانستان به د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې نور هم زیانمن شي.
د کرنې چارو بل کار پوه قطبالدین یعقوبي خبرداری ورکوي چې د هېواد په لوېدیځ او سویل کې بادغیس، فراه، هرات، نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونه او همدا راز جوزجان، بلخ، د فاریاب ځینې برخې، کندوز او د افغانستان د شمال ځینې نورې سیمې تر نورو سیمو زیاتې د دښتو د پراختیا او د نباتي پوښښ د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او د ملاتړ بېړنیو پروګرامونو ته اړتیا لري. هغه وایي چې د ونو ځینې ډولونه د اوبو د سرچینو په ساتلو، د خاورې د تخریب په مخنیوي او د ځمکې د حاصلخیزۍ په زیاتولو کې اساسي رول لري او د دا ډول ونو ساتنه د افغانستان د چاپیریال د باثباتۍ لپاره خورا اړینه ده.
یعقوبي زیاتوي: «د کاج، ځنغوزیو، سرو، ارچې، بلوط، توت، بېد او سپېدار په څېر ونې د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه په ختیځ، مرکز او شمال ختیځ کې د خاورې د لندبل په ساتلو، د تخریب په کمولو، د ځمکې لاندې اوبو په تقویه کولو، د سېلابونو په مخنیوي او د اکوسیسټم په ثبات کې مهم رول لري. د ونو د دغو ډولونو ساتنه کولای شي د خاورې د تخریب او د دښتو د پراختیا مخه ونیسي او د چاپیریال د توازن په ساتلو کې مرسته وکړي.»
بلخوا، د بادغیس، هرات او کونړ ولایتونو یو شمېراوسېدونکي د بېوزلۍ او معیشتي اړتیاوو له امله د ځینو هېوادوالو له خوا د ځنګلونو وهل تاییدوي. هغوی وایي چې د کاري فرصتونو نشتوالي، د بېوزلۍ پراختیا او د سون توکو د سرچینې په توګه په لرګیو پورې د یو شمېر کورنیو اتکا د دې لامل شوې چې ځینې خلک د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره د ونو وهلو او د لرګیو پلورلو ته مخه کړي.
د بادغیس ولایت اوسېدونکی یحیی (مستعار نوم)، د پستې په ځنګلونو کې د کوچیانو حضور او د مالونو څرول د دغو طبیعي سرچینو د ساتنې پر وړاندې له جدي ننګونو ګڼي. هغه وایي چې د سونک توکو په توګخه د ونو وهل او څارویو د څرولو له امله رامنځته شوی زیان، د پستې ځنګلونو د ویجاړېدو بهیر چټک کړی دی. هغه زیاتوي: «ترڅو چې د پستې ځنګلونو ته د کوچیانو د ننوتلو مخه ونه نیول شي، د حاصلاتو ښه کېدو ته هېڅ هیله نشته؛ ځکه د څارویو څرول د پستې ونو ته زیان رسوي. که دا وضعیت دوام ومومي، ښایي په راتلونکو څو کلونو کې د پستې د ځنګلونو لویه برخه له منځه لاړه شي.»
د کونړ ولایت اوسېدونکی، توریالی (مستعار نوم)، وایي چې که څه هم خلک تر یوه بریده د ځنګلونو د وهلو له زیانونو خبر دي، خو د دغې چارې د اوږدمهالو پایلو په تړاو د عامه پوهاوي کچه لا هم کافي نه ده. هغه زیاتوي چې په کونړ ولایت کې نښتر، بلوط، وحشي زیتون، پلوسې او د ګورګورو ونې تر ډېره د سونګ توکو د برابرولو او د لرګیو د پلورلو لپاره وهل کېږي. هغه خبرداری ورکوي چې که دا بهیر په اغېزناکه توګه اداره او کنټرول نه شي، د دغه ولایت ځنګلونو او چاپیریال ته به نه جبرانېدونکي زیانونه ورسېږي.
د کارپوهانو دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ځنګلونو پراخې وهنې جدي چاپیریالي او اقتصادي زیانونه اړولي دي. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ، په کال کې د افغانستان ۲.۳ سلنه ځنګلونه کم شوي او په وروستیو کلونو کې هم هر کال د هېواد شاوخوا ۰.۲ سلنه ځنګلونه له منځه ځي.
طالبانو هم د ځنګلونو د ساتنې او د ونو په وهلو کې د ښکېلو کسانو د تعقیب لپاره د ځانګړې قطعې د رامنځته کولو خبر ورکړی و؛ خو کار پوهان وایي چې بېوزلۍ ته رسېدهګۍ، د عامه پوهاوي له زیاتولو او د بديلو انرژیو له برابرولو پرته، د ځنګلونو د ویجاړېدو مخنیوی ستونزمن دی.





