۸صبح، کابل: په پاکستان کې د سویس سفارت وايي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.
دا څرګندونې د دوشنبه، د لړم پر ۲۵مه، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي او په پاکستان کې د ناروې له سفیر سیګوالډ هاوګه سره په کتنه کې شوې دي.
په دې کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت او د دغه هېواد د تحولاتو پر سیمهییزو اغېزو خبرې شوې دي.
په پاکستان کې د سویس سفیر سټېفان رې ټینګار کړی چې د افغانستان د ثبات لپاره د نړیوالې ټولنې دوامداره تعامل او د شریکانو ترمنځ نږدې همغږي اړینه ده.
هغه همداراز له سیمهییزو هېوادونو سره د خبرو اترو دوام په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت له اړتیاوو بللی دی.






