د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښارکې سرچینې د مرستندویو بنسټونو په مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې او له اړمنو خلکو سره د دغو بنسټونو د کېدونکو مرستو د حیفومیل په اړه سخته اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، ځینې مرستندوی بنسټونه چې ښځو ته د خیاطۍ، لاسي صنایعو او نورو حرفو په برخو کې د زدهکړې او کار زمینه برابروي، د طالبانو ډېری غړي خپلې کورنۍ په دغو پروګرامونو کې شاملوي او مرستې اړمنو کسانو ته نه رسېږي. د سرچینو په وینا، هغه ښځې او نجونې چې له زدهکړو او تحصیله پاتې شوې دي، د دغو حرفو له زدهکړې هم بېبرخې کېږي.
د مزارشریف ښار په ځینو سیمو کې ولسي سرچینې وايي، هغه بنسټونه چې ښځو او نجونو ته د خیاطۍ روزنه ورکوي او اړین وسایل ورته برابروي، د دغو مرستو ډېره برخه د طالبانو غړي او د سیمې مخور وېشي او اړمنو کسانو ته نه رسېږي.
ځینې ښځې وايي، د طالبانو غړي د مرستو په حیفومیل او د وېش په بهیر کې په پراخه کچه لاس لري او هر هغه بنسټ چې غواړي په کومه برخه کې فعالیت وکړي، د طالبانو لهخوا ورپېژندل شوي کسان په لومړیتوب کې نیسي. د دوی په وینا، ان په ځینو مواردو کې د طالبانو غړي د مرستو د ترلاسه کوونکو په نوملړ کې خپل کسان شاملوي او وروسته د هغوی د مرستو نیمایي برخه ځان ته اخلي.
دغه ښځې وايي، طالبان له ځینو کسانو په ځانګړې توګه له اړمنو ښځو سره ژمنه کوي چې نومونه به یې د مرستو د ترلاسه کوونکو په نوملړ کې شامل کړي؛ خو په بدل کې ترې غواړي چې د مرستې له ترلاسه کولو وروسته یې نیمایي برخه د طالبانو غړو ته بېرته ورکړي.
یوه ښځه وايي: «بنسټونه ښځو ته د خیاطۍ د زدهکړې زمینه برابروي. لومړی د سیمې مخور پرېکړه کوي او د هغوی ترڅنګ د طالبانو غړي هم وي. د طالبانو غړي چې په هره کچه وي، لومړی خپلې میندې، خویندې او مېرمنې د خیاطۍ په کورسونو کې شاملوي او خپل کورونه په کرایه ورکوي؛ ځکه بنسټونه د خیاطۍ زدهکوونکو ته ځینې امتیازونه په پام کې نیسي، لکه د ګنډلو ماشین او میاشتنۍ حقالزحمه»
دغه ښځه زیاتوي: «دا مرستې مستحقو کسانو ته نه رسېږي. هغه ښځې چې له زدهکړو، لوړو زدهکړو او کاره بېبرخې شوې دي، د واسطې او پېژندګلوۍ د نشتوالي له امله ان د خیاطۍ له زدهکولو هم محرومېږي. دوی اړې دي چې د خیاطۍ په کورسونو کې د شاملېدو لپاره بډې ورکړي یا هغه امتیازونه چې ترلاسه کوي، له طالبانو سره ووېشي.»
۸صبح تر دې مخکې هم په ګڼو راپورونو کې موندلې وه چې طالبان بشري مرستې د خپلو کورنیو او نږدې کسانو ترمنځ وېشي او له هغو بېوزلو خلکو چې دغه مرستې ترلاسه کوي، پیسې په زور اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په یوه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له لومړۍ د جون تر ۳۰مې پورې بشري مرستندویو بنسټونو د طالبانو لهخوا بشري مرستو ته د لاسرسي ۱۵۹محدودیتونه ثبت کړي دي. د دغه راپور له مخې، د دغو لاسوهنو په پایله کې د بشري مرستو ۸۶ فعالیتونه درول شوي دي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ۴۰ مواردو کې په دغو لاسوهنو کې ښکېل بلل شوی او په ۲۴ نورو مواردو کې د بشري مرستو په فعالیتونو کې د ښځینه کارکوونکو پر ګډون یا مرستو ته د ښځو پر لاسرسي محدودیتونه لګېدلي دي.
همدا راز، د ۲۰۲۶ کال په جولای میاشت کې بشري مرستو ته د لاسرسي د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ارزونې له مخې، چې د سپټمبر په میاشت کې خپره شوې، بشري مرستو ته د لاسرسي له ۳۰ محدودیتونو ۱۶ یې د مرستندویو بنسټونو په فعالیتونو کې له لاسوهنې سره تړاو درلود.
په دغه راپور کې راغلي، چې په درېیو مواردو کې د طالبانو چارواکو د مرستو د ترلاسه کوونکو په ټاکلو کې لاسوهنه کړې او په درېیو نورو مواردو کې یې د بشري مرستو د پروګرامونو په پلي کولو کې مداخله کړې ده. دغه راز، په دوو مواردو کې مرستندوی بنسټونه اړ شوي چې د خپلو کارکوونکو نوملړ یا حساس معلومات وړاندې کړي. د راپور له مخې، د دغو محدودیتونو له امله د مرستو ۱۸ پروګرامونه په لنډمهاله توګه درول شوي او د بشري مرستو دوه مرکزونه هم تړل شوي دي.
دغه راز، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یوه لوړپوړي چارواکي ادیم ووسورنو د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د امنیت شورا په غونډه کې ویلي وو، چې بشري مرستندوی بنسټونه د مرستو د ترلاسه کوونکو د ټاکلو او د پروژو د قراردادونو په بهیر کې د لاسوهنې له فشارونو سره مخ دي. نوموړي د بشري مرستو د انحراف د خطر په اړه هم خبرداری ورکړی و او ټینګار یې کړی و، چې ملګرو ملتونو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره د مرستو د وېش بهیر څارنه او د شکایتونو ارزونه پیاوړې کړې ده..
د کونړ ولایت په یوه مشکوکه پېښه کې، ملګرو ملتونو د نغدي مرستو د احتمالي انحراف په اړه د یوه راپور تر ترلاسه کولو وروسته نورې څېړنې کړې دي. دغه سازمان ویلي، چې د مرستو د ترلاسه کوونکو د نوملړ د ارزونې پر مهال یې د درغلۍ یا د مرستو د اړولو هېڅ شواهد نه دي موندلي.






