۸صبح، کونړ: په کونړ کې ځايي سرچینې وايي چې یوې ناروغې مېرمنې د سړک بندېدو او روغتون ته په وخت د نه رسېدو له کبله ساه ورکړې ده.
سرچینو ویلي چې دې ناروغې مېرمنې دوشنبه د زمري پر ۱۵مه د کونړ ناړۍ ولسوالۍ په «کمتیلي» سیمه کې له هغې وروسته ساه ورکړه چې د سیند اوبه ډېرې شوې او لامله یې سړک بند شو.
سرچینو ویلي چې دغې مېرمنې ۵۰ کاله عمر درلود او د کونړ مرکز اسعداباد ولایتي روغتون ته پر لاره مړه شوې ده.
ورته مهال، یوې سرچینې ویلي چې له یوې اوونۍ راهیسې د کونړ سیند اوبه ډېرې شوي چې له کبله یې عمومي سړک بند کړی او تګ راتګ پرې ستونزمن شوی دی.
یادې سرچینې زیاته کړې چې د دې ستونزې د هواري لپاره د خلکو هڅو پاېله ورکړې نه ده او پر طالبانو یې نیوکه کړې ده.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په ځينو سیمو کې ورته پېښې شوې دي.





