۸صبح، کابل: د طالبانو د کابل ستالف ولسوالۍ پر ودانۍ له راکټي برید سره هممهاله، دغې ډلې د یو تنکي زلمي په ګډون دوه کسان نیولي دي.
وروسته له هغې چې ۸صبح ورځپاڼې دوشنبه د مرغومې پر ۱۰مه د خپلو سرچینو په حواله د طالبانو د ستالف ولسوالۍ پر ودانۍ د ناڅرګندو وسلهوالو د برید خبر ورکړ، اوس د دغې ډلې له منځه سرچینو منلې چې په دې تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
سرچینې ادعا کوي چې له دې دوو کسانو څخه یو راکټ او دوه میله «کلاشینکوفونه» ترلاسه شوي دي.
بلخوا سیمهییزې سرچينې وايي چې طالبانو يو تنکی زلمی د راکټي بريد په تور نيولی دی.
طالبانو په رسمي ډول په دې تړاو څه ویلي نه دي.
د دغه برید پړه تر اوسه کوم کس یا کومې ډلې منلې نه ده.
د يادونې ده چې له دې مخکې د مقاومت او ازادۍ جبهو د دا ډول بريدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.





