د ۲۰۰۱ زېږدیز د اپریل د مېاشتې په نیمايي کې، چې د سپتامبر یوولسمې پېښې ته نېږدې پينځه میاشتې پاتې وې، د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد رباني د پاکستان په راولپندۍ کې ومړ. سره له دې چې هغه مهال د عبدالغني برادر، ملا عبیدالله او ملا حسن په څېر کسان له زیات شهریت او صلاحیت نه برخمن وو، خو مولوي عبدالکبیر چې نه د کندهار و او نه د طالبانو د ډلې له بنسټ ایښودونکو و، د طالبانو د وزیرانو د شورا د رئیس الوزرا ځایناستی شو. نوموړی د نوامبر د مېاشتې تر نیمایي او د طالبانو د لومړۍ دورې د امارت تر پای پورې پر دغې دندې پاتې شو. هغه مهال ملا حسن د نوموړي مرستیال و.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له هېڅ ډول چمتوالي پرته حکومت تسلیم شو، لکه څنګه چې ملا برادر په خپلې یوې وینا کې د حکومت د لاسته راوړلو لپاره د طالبانو د نه چمتوالي په اړه خبرې وکړې او دغه راز ملا هبت الله په یوې وینا کې وویل چې د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته یې د جمهوریت د دومره ژر سقوط تمه یې نه درلوده چې له امله یې طالبان په هېواد واکمن شول. له همدې امله له تمې نه لیرې له پېښې سره مخامخ کېدل ددې لامل شول چې د ریاست الوزرا او د مرستیالانو معرفي کېدل یې څه باندې درې اونۍ وخت ونیسي چې د ددغو څوکیو د لاسته راوړلو لپاره د طالبانو د مشرانو ترمنځ ډېرې شخړې رامنځته شوې.
د طالبانو د کابل د ادارې رئیس د طالبانو د «بهرني دوستانو» د منځګړیتوب او په کابل کې د پاکستان د استخباراتو د رئیس د څو ورځو له پاتې کېدلو وروسته، معرفي شو. جنرال فیض حمید د سپتامبر په 4مه، کابل ته راغی، او درې ورځې وروسته، ملاحسن د رییس الوزرا په توګه معرفي شو. ملا برادر او عبدالسلام حنفي د نوموړي د مرستیالانو په توګه وګمارل شول. هغه مهال د مولوي عبدالکبیر په اړه هېچا فکر نه و کړی.
له یادو ګمارنو یوه میاشت وروسته، د ۲۰۲۱ د اکتوبر په ۴مه، مولوي عبدالکبیر د ملا حسن د درېیم مرستیال په توګه وګمارل شو. دا ځنډ د مولوي عبدالکبیر څنډې ته کېدلو او د نفوذ نه لرلو په مانا نده، بلکې د راپورونو او د بېلابېلو سندونو پر بنسټ، نوموړی د ځینو بهرنیو هېوادونو د باور وړ له لوبغاړو نه شمېرل کیږي او دغه راز د طالبانو په منځ کې پېژندل شوې څېره ده، داسې ښکاري چې نوموړی د هغو لږ شمېر کسانو په ډله کې دی چې کولای شي د پاکستان، امریکا او د طالبانو د واک د اصلي ډلو ترمنځ تر یوې کچې پورې د زغم وړ وي او کولای شي د «وصل د نقطې» په توګه رول ولوبوي.
داسې ویل کیږي چې د ملا حسن د درېیم مرستیال په توګه د مولوي عبدالکبیر ټاکل کېدل، په ارګ کې د واک د اصلي غوښتونکو د شخړو د مخنیوي د مدیریت لپاره ترسره شوی و. ملا برادر چې د ملاحسن لومړی مرستیال او ترڅنګ یې د واک د دعوا یو له اصلي اړخونو نه و، په کابل او راولپندي کې ډېرو نه غوښتل چې نوموړی د ملا حسن له ناروغتیا نه ګټه واخلي او د ارګ اصلي لوبغاړی شي. د ملا حسن دوهم مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي هم د قومیت له پلوه ونشوای کړای د ملا برادر بدیل واوسي او د ملا حسن پرځای رول ولوبوي. مولوي عبدالکبیر چې یوه موده د ملا حسن رئیس و، له راولپندۍ او کندهار سره ډېرې نږدې اړیکې لري، له امریکایانو او قطریانو سره پخوانۍ ملګرتیا لري، او دغه راز د حقانیانو په قوم پورې تړلی دی، نو ځکه د طالبانو د ارګ لپاره مناسبه ټاکنه وه.
نوموړی سره له دې چې درېیم مرستیال و، خو په عمل کې یې د ملا حسن د لومړي مرستیال په توګه فعالیت کاوه. کوم سهم چې یې د خپلې مرستیالۍ پر مهال د ارګ له ودانۍ نه ترلاسه کړی و، له شک سر مل و. حسن عباس د «طالبانو بیاراتګ» د کتاب په ۱۵۱ پاڼه کې په طالبانو کې د یوه کس له خولې لیکلي دي چې په کابل کې د طالبانو د ادارې واکمنو، ارګ یې په خپل منځ کې په څلورو برخو وېشل دی او هرکله چې یو کارکوونکی له یوې برخې نه بلې ته لاړ شي، د مراجعینو په شان بدني تلاشي کیږي. د ارګ یوه برخه د ملا حسن په واک کې وه. بله برخه یې د سراج الدین حقاني په واک کې، درېیمه برخه یې د مولوي عبدالکبیر په واک کې او څلورمه برخه یې د ملایعقوب او ملا برادر ترمنځ وېشل شوې ده. دا چې ملا برادر او ملایعقوب یوځای اوسیږي خو ملا عبدالکبیر د ملا حسن او سراج الدین حقاني په شان جلا ودانۍ په واک کې لري، دا یو تصادفي کار نه و.
مولوي عبدالکبیر او حقاني شبکه
مولوي عبدالکبیر د سراج الدین حقاني په قوم پورې تړلی دی. د نوموړي کورنۍ په اصل کې د پکتیکا ولایت د نکه ولسوالۍ څخه دي. نکه د پکتیکا په شمال ختیځ کې د مولوي جلال الدین حقاني د زېږدلو له ځای یعنې د پکتیا د ځدرانو له ولسوالۍ سره نښتې ده. د قومیت دغه نېږدې والی د مولوي کبیر لپاره هم خطر او هم فرصت کېدای شي. نوموړی چې په بغلان کې زېږېدلی دی، په لومړیو کې د سیاست لوړو پولو ته د رسېدلو لپاره له حقانیانو سره د اړیکو درلودلو نه یې ګټه اخیستې خو وروسته کله چې غوښتل یې په سوېلي ولایتونو کې، د خپل ځان لپاره د حقانیانو خپلواکه ډله جوړه کړي، د حقاني شبکې له غبرګون سره مخ شوی دی.
له پلرني ټاټوبي نه د عبدالکبیر د کورنۍ لیرې والی ددې لامل شوی دی چې نوموړی ونشي کړای د حقانیانو په څېر یادو ولایتونو کې نفوذ وکړي. د طالبانو د حاکمیت په لومړۍ دوره کې، عبدالکبیر تر ډېره د لوړپوړي مامور رول لوباوه، او داچې پوځي او نفوذي ځواک یې نه درلود نو ځکه یې له حقانیانو سره د سیالۍ هوډ هم نه درلود. نوموړي د ملا عمر او جلال الدین حقاني د باور ترلاسه کولو له لارې خپل کار پیل کړی و او د طالبانو او حقاني شبکې ترمنځ د وصل د نقطې په توګه یادېده.
د ننګرهار ولایت، د وزیرانو د شورا د رییس معاونیت او د یو څه مودې لپاره ددې شورا ریاست مولوي عبدالکبیر د طالبانو په منځ کې د یوه مطرح او سیاسي څېرې په توګه راڅرګند شو. نوموړي د اسلامي جمهوري دولت پر وړاندې د جګړې په لومړۍ لسیزه کې هڅه وکړه چې د طالبانو په منځ کې د پام وړ واک تر لاسه کړي. د ۲۰۰۶-۲۰۰۷ کلونو ترمنځ کبیر هڅه درلوده چې په پکتیا، پکتیکا او خوست کې د کویټې شورا سره په موازي ډول جلا شورا رامنځته کړي. تر هغه مهاله د حقانیانو د میرام شاه شورا نه وه جوړه شوې، خو د طالبانو مشرتابه او په پاکستان کې د شورا جوړونې ډلو کبیر ته اجازه ورنکړه چې د حقاني د نفوذ په سیمه کې فعالیت وکړي او د یادې شبکې د خفګان لامل شي.
د نوموړي لپاره یې د پېښور شورا جوړه کړه. لومړیو کې د سرچینو او د نفوذ د سیمو د وېش او دغه راز د جګړې د مدیریت لپاره، طالبانو د پاکستاني سلاکارانو په ملاتړ څلور شوراګانې جوړې کړې. د ملا برادر په مشرۍ د کویټې شورا په کندهار، ارزګان، زابل، فراه، نیمروز او د هلمند ځینو برخو کې فعالیت درلود. د سراج الدین حقاني په مشرۍ میرام شاه شورا په پکتیا، پکتیکا، خوست او د ننګرهار، لوګر، وردګ، غزني او کابل ځینو برخو کې فعالیت درلود. د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د پېښور شورا په ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان، لوګر، کابل، وردګ او د شمال ختیځ (بدخشان، بغلان او کندز) ځینو سیمو کې یې فعالیت درلود.
په واقعیت کې د پېښور او میرام شاه شوراګانو په ځینو سیمو کې یې د نفوذ سیمې د یو د بل ترڅنګ وې، او کولای یې شول چې د اړتیا پر مهال د یو بل ځایناستې شي. له همدې امله، داسې ویل کیږي چې د پېښور شورا د میرام شاه شورا د کنترول لپاره د فشار د ابزار او د حقاني شبکې د احتمالي بدیل په توګه هم راولپندۍ ته مهمه وه. لکه څرنګه چې دا دواړه شوراګانې په کویټې شورا د فشار د ابزار او د هغې د احتمالي بدیل په توګه رامنځته شوې وې، پاکستان د طالبانو ترمنځ د مدیریت شوې سیالۍ او نفاق په رامنځته کولو او دغه راز د پرېکړې نیونې او د جګړې د مرکزونو د زیاتوالي په رامنځته کولو یې د عمل ابتکار په خپل لاس کې اخیستی و.
مولوي کبیر او پاکستان
وړاندې تر دې چې د خپلواکې شورا د جوړولو لپاره د مولوي عبدالکبیر د هڅو اوازې تر رسنیو پورې ورسیږي، د ۲۰۰۵ جولای کې په پاکستان کې د نوموړي د نیول کېدو خبر خپور شو. شنهوا خبري اژانس د ځايي سرچینو له خولې لیکلي و چې مولوي عبدالکبیر له خپلو څلور لوړپوړو همکارانو سره یوځای د پاکستان د شمال لوېديځې پولې ایالت نوشهره ولسوالۍ کې نیول شوی دی. د پاکستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ رشید له رسنیو سره په مرکه کې د مولوي عبدالکبیر له نیول کېدو بې خبري وښوده، خو شنهوا د ځايي سرچینو له خولې د ټولو نیول شویو نومونه او مشخصات، د نیول کېدو د ځای او د ودانۍ د خاوند چې د طالبانو چارواکي په کې نیول شوي وو، په بشپړ ډول خپاره کړي وو.
پاکستان مولوي عبدالکبیر امریکایانو او د افغانستان دولت ته ونه سپاره، بلکې داسې ویل کیږي چې نوموړی یې په مشرقي سیمه کې د فعالیت کولو په موخه د لنډې مودې لپاره نیولی و. له یادې پېښې کال وروسته، مولوي کبیر له کویټې شورا سره د موازي شورا رامنځته کولو لپاره هڅې پیل کړې. نوموړي لومړی هڅه وکړه چې له پکتیا نه یې پیل کړي، خو وروسته ختیځ په لوري ورته سپارښتنه وشوه، او د پېښور شورا ریاست یې په غاړه واخیست.
هغه مهال د پېښور شورا د راولپندۍ ګټور محصول و، ځکه په یاده شورا کې د طالبانو پوځي او استخباراتي کاردونه شامل نه و. د کوېټې شورا د طالبانو د امارت پالیسي پرمخ وړله او په هغه کې نفوذ لرونکي او د اړیکو درلودونکي او د تثبیت شویو کاري تګلارو پېژندل شوي قوماندانان شامل و. د میرام شاه شورا سره له دې چې د پاکستاني جنرالانو او دګروالانو له لوري جوړه شوې وه د جهاد د دورې او د حقاني کورنۍ د مشرتابه د زیاتو هڅو میراث یې له ځان سره درلود. د پېښور شورا لپاره یو غیرپوځي او په هېواد کې له زیات او شبکه یي نفوذ نه درلودونکی کس ورته د مشر په توګه ټاکل شوی و، یوه تازه شورا او د ورځې اړتیاوو ته پام مهندسي شوې وه.
شنونکي په دې باور دي چې د پېښور شورا د جګړې د تاکتیکونو په بدلون، د تشکیلاتي جوړښت د انتظام او د طالبانو د قوماندې د سلسله مراتبو په برخه کې چې د نوي وضعیت د اړتیا ځواب ویونکې واوسي، ډېره ګټوره ثابته شوه او په پایله کې د ټولو شوراګانو او د طالبانو د جبهو لپاره الګو شوه.
تیو فرل (Theo farrel) په یوه مقاله کې چې د تګزاس نشنل سکیورتي ریویو، ته یې په ۲۰۱۸ کال کې لیکلې، د طالبانو د جګړې د تاکتیکونو د بدلونونو او د پوځي فعالیت د کړنلارو تعدیل یې ارزولی او ادعا لري چې د پېښور شورا په دې برخه کې ډېره اغېزناکه ثابته شوې ده. د پروفیسور فرل په خبره، طالبان تر ۲۰۰۸ زېږدیز کال پورې په مخامخ ډول جنګېدل او د شوروي پر وړاندې د جګړې د دورې د ورپاتې شوې جګړه ییزو سنتونو نه په پیروي، د جګړې په جبهه کې سیمه ییز ګټور سازماني او د سلسلې مراتبو نظام حاکم نه و.
ماین اښودنه، د پوځي کاروانونو کمین او په پوځي اډو عملیاتونه د جګړې اصلي تاکتیکونه و. ښاري چریکي بریدونه او ترور هم ډېر کم ترسره کېدل.
په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې، ختیځ او سوېلي سیمې چې کابل ته ډېرې نېږدې وې او ورته مهال له پاکستان سره د نږدې والي له امله په یادو سیمو کې د جګړه مارانو نفوذ اسانه او د زیاتوالي په حال کې و، د ناټو ځواکونو جګړې ته زور ورکړ او پر طالبانو یې دروند فشار راوړ. طالبانو فکر وکړ چې د لویدیځ واکمن جګړه ییز ماشین پر وړاندې د مخامخ کېدو وس نه لري او د جګړې د تاکتیکونو د بدلون په فکر کې شول.
د یادې مقالې پربنسټ، پاکستاني کادرونو د طالبانو د ژغورنې لپاره هغوی یې بیاځلي په دې سیمه کې ځای پرځای کړل او د هغوی د کار په کړنلاره کې یو شمېر بدلونونه راوستل. له هغې وروسته طالبانو باید دغه څو موخې څارلې وای.
۱- د ځواکونو د جلب لپاره د اړیکې، نفوذ او تبلیغاتو زیاتوالی (تبلیغ)
۲- په جبهو کې د جنګي ځواکونو د کنترول لپاره د منسجمو تشکیلاتو جوړول(سازماندهي)
۳- د فني او د بمونو د کارونې د وړتیا لوړول (فني نوښتونه)
۴- له بهرنیانو سره د مخامخ جګړې څخه د لیرې والي لپاره تدابیر(استتار)
دغه پیغام تر ۲۰۰۸ کال پورې د طالبانو ټولو شوراګانو او جبهو پورې ورسېد چې مخامخ او جبهه یي جګړه ګټوره نده. له همدې امله لومړی د هېواد په شمال ختیځ کې د پېښور د شورا له لارې د مشرۍ او سلسله مراتبو سیستم چې د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند سره یې زیات ورته والی درلود، رامنځته شو. په هر ولایت کې پوځي کمېسیون جوړ شو. ولایتي پوځي کمیسیونونو د لویو پوځي عملیاتونو د په لاره اچولو، د لوژستیک مدیریت، د قوماندانانو شخړو ته د رسېدنې او له پېښور او کویټې نه د سپارښتونو ترلاسه کول یې مسوولیت و.
په یاده مقاله کې د بېلګې لپاره د یوه طالب له خولې لیکل شوي دي چې که چېرې هغوی د ایساف له ځواکونو سره مخ شوي وای، اجازه یې درلوده چې پخپله د برید یا تېښتې لپاره پرېکړه وکړي. خو که چېرې په یوې پوستې یا سیمې پوځي عملیات ترسره کېدل د جبهې له رئیس حاجي ملا، یا هم د ولسوالۍ یا سیمې له قوماندان نه به یې اجازه اخیسته. کله ناکله به چې بریدونه ډېر مهم وو له پوځي شورا سره مشوره کېده او د اړتیا په وخت کې له پېښور یا کوېټې نه هم سپارښتنې اخیستل کېدې.
په تېرو کلونو کې کابل هڅه کوله، د ارګ نفوذ د افغانستان په کچه پراخ کړي او ټولې سیمه ییزې ادارې بې واکه کړي، لکه څنګه چې د یوه ښوونکي په ګمارنه او د یوه کوچني پوځي اقدام د ترسره کولو لپاره له مرکز نه هدایت اخیستل کېده، راولپندي په ورته مهال د افغانستان په ځینو برخو کې موازي اداره رامنځته کوله چې یوازې یې له پېښور او راولپنډۍ نه سپارښتنې ترلاسه کولې، او په ډېری عملیاتي اقداماتو کې د ولایتي پوځي شورا واک درلود.
د پېښور د شورا د نفوذ په پیاوړتیا او د تاکتیکونو او متمرکزې سازماندهۍ په چاره کې څلورو عنصرونو رول درلود. د آی ایس آی د برنامو په لاره اچول، د اسلامي ګوند د تجربو لېږدول د یاد ګوند د قوماندانانو د همکارۍ یا هم طالبانو سره د هغوی یوځای کېدلو له لارې او بهرنی مالي ملاتړ چې ویل کیږي هغه مهال ډیری مالي ملاتړ له عربي هېوادونو ترلاسه کېده.
په ۲۰۱۰ کال کې، د پېښور شورا تجربې د کوېټې شورا له لوري هم رسما تایید شوې او ټولو قوماندانانو ته سپارښتنه وشوه چې له ډله ییزو عملیاتونو نه لاس واخلي او چریکي بریدونو ته مخه کړي. ددغه تاکتیک بدلون د تکنالوجیکو او تسلیحاتي امکاناتو د پیاوړتیا سره هممهاله رامنځته شو. طالبان له هغې وروسته هوايي ضد درنو وسلو، درانه راکېتوټو د تانک ضد وسلو، سنایپر او پرمختللو چاودېدونکو توکو ته لاسرسی وموند.
په ایران او روسیې تور دی چې له طالبانو سره یې ددغو توکو د تدارکاتو په برخه کې مرسته کړې ده. د پاکستان اردو او استخباراتو د تلفاتو د زیاتوالي له امله او دغه راز د جګړو د جبهو د پراخوالي لپاره، د طالبانو د ښوونیزو برنامو او د ځواکونو د زیاتوالي پروسه یې په جدیت مدیریت کوله او په افغانستان او پاکستان کې ډیر شمېر ښوونیز مرکزونه په لاره واچول شول. له هغې وروسته، د ماینونو او چاودېدونکو توکو تولید د جګړې مهمه برخه ګرځېدلې وه، داسې چې د کوېتې، پېښور او میرام شاه شوراګانو هر یوې یې د ماین او چاودېدونکو توکو کمیسیونونه جوړ کړي وو.
په دې موده کې، مولوي عبدالکبیر نوشهره ته نږدې آرامه او هوسا ژوند درلود. نوموړي «په یوه ښکلي کور کې ژوند کاوه او د خپل لوړ لرونکي شاسي موټر کې چې د دیپلوماتیک نمبر پلیت یې درلود، له وېرې پرته تګ راتګ کاوه» نوشهره د راولپندې او پېښور ترمنځ وه او له هغه ځای نه د پاکستان د اردو د قوماندانۍ ترمنځ ۱۵۰ کیلومټره لاره ده. راپورونه د هغو کلونو په اړه چې له وینې تویدنې او باروتو ډک وو، د مولوي کبیر د ژوند د سبک په اړه چې د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې د پېښور د شورا د جبهو نمادین رول درلود او دا چې نوموړی پخپله د جګړې له اور نه لیرې و او د جګړې مدیریت او برنامو په لاره اچول د راولپنډۍ په مشرۍ د پېښور قول اردو په واک کې و، کیسه کوي. د نوموړي له شهرت نه ټول خبر و او ډیرو له هغې ډلې د امریکا استخبارات له نوموړي سره د اړیکو ساتلو او نږدې والي په لټه کې وو.
مولوي کبیر او د امریکا د استخباراتو اداره
د غوايي د اوومې له کودتاه نه وروسته، هغه مهال چې د شوروي د مخالفو هېوادونو مرستې پاکستان او له هغې لارې جهادي ډګر ته د تازه قوماندانانو او مشرانو لېږدول کېدلې، په اسلامي ګوند کې لوی جلاوالی رامنځته شو او مولوي خالص له یو شمېر قوماندانانو او د یاد ګوند له منتقدینو سره له هغې ډلې جلال الدین حقاني سره یو ځای نوی ګوند چې د مولوي خالص اسلامي ګوند یا د یونس خالص د شاخې د اسلامي ګوند په نوم یې شهرت وموند، اعلان کړ. جلال الدین حقاني په خپلواک ډول عمل کاوه او پرته له دې چې رسما خپلواکي اعلان کړي، د خالص د مرستیال په توګه یې په پکتیا، پکتیکا او خوست کې په خپلواک ډول عمل کاوه.
حقانیانو له خپلې دغې کړنلارې نه له طالبانو سره تر یوځای کېدو وروسته هم کار واخیست او لا هم د حقاني شبکه، د طالبانو په منځ کې په خپلواک ډول عمل کوي. هغه مهال، یونس خالص او قوماندانان یې د امریکا او متحدینو له بې شمېر ملاتړ څخه برخمن وو. د ۱۹۸۷ د نوامبر په ۱۲مه، مولوي خالص د یوه پلاوي په مشرۍ د امریکا له جمهور رییس رونالد ریګن سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل. ریګان په خپله وینا کې، مولوي خالص د ازادۍ د لارې د مبارز په توګه یاد کړ او ویې ویل چې هېواد به یې د «مقاومت» له ځواکونو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي ترڅو دغه ځواکونه «د ازادۍ لپاره مبارزې ته په سم ډول دوام ورکړي.»
نوموړي ویلي و چې د بهرني استبداد او ظلم پر وړاندې د مجاهدینو عادلانه مبارزه به د نړۍ سیاسي او مالي ملاتړ له ځان سره ولري. د ریګان د وینا د پای جمله دا وه: «د امریکا د خلکو په استازیتوب، ريیس خالص، مل پلاوي او د افغانستان خلکو ته سلام کوم. تاسو اتل ملت یاست. خدای دې تاسو په خپل پناه کې ولري.» د مجاهدینو له پلاوي سره د ریګان تر لیدنې یوکال وروسته، په پېښور کې د القاعدې ډله رامنځته شوه.
یوه لسیزه وروسته پالیسي بدلون وموند او د یونس خالص او جلال الدین حقاني تر نفوذ لاندې سیمې د امریکا له لوري د نړۍوالو ترهګرو پټنځای په توګه وبلل شوې او د ۱۹۹۸ کال د اګست په شلمه یې خپل لومړنی برید د افغانستان په خاوره کې ترسره کړ. امریکا د ۷۵ کروز راکېټونو په مرسته د خوست او ننګرهار ځیني سیمې یې تر خپل هدف لاندې ونیولې چې په پایله کې یې ۲۱ تنه ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپیان شول. څو کلونه وروسته، د ۲۰۰۱ کال په دسامبر کې امریکایي ځواکونو د اسامه بن لادن د نیولو یا وژلو لپاره د توره بوره مشهور عملیات په لاره واچول خو اسامه بن لادن له هغه ځای نه ژوندی وتښتېد.
په ۲۰۱۰ کال کې، کانادايي خبریال او په افغانستان او پاکستان کې د اسوشیتدد پرس دفتر رییسې کني ګانون په یوه راپور کې ولیکل چې د یونس خالص زوی، انورالحق مجاهد، په ۲۰۰۱ کال کې له توره بورې نه د تېښتې په برخه کې له اسامه بن لادن سره مرسته کړې وه. نوموړی له ۲۰۰۴ کال وروسته په یو شمېر جګړو کې لیدل کېده. نوموړي په ۲۰۰۷ کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته، د «محاذ توره بورې» په نوم یوه ډله رامنځته کړه، د توره بوره تر سرلیک لاندې یې یوه مجله خپره کړه او دغه راز یې د الاماره تر سرلیک لاندې یو ویب سایت هم جوړ کړ. د خالص د اسلامي ګوند د لرغوني تاریخ او له اسامه بن لادن سره یې د زوی د اړیکې څېړل، مولوي عبدالکبیر او د امریکا د استخباراتو ادارې پورې څه اړه لري؟
کله چې د ۲۰۰۷ کال په اکتوبر کې مولوي عبدالکبیر د ختیځ زون یا د پېښور شورا د ريیس په توګه وټاکل شو، انورالحق له نوموړي نه په بشپړ ډول خپل ملاتړ اعلان کړ، او په یاد زون کې یې د یو شمېر خونړیو ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو کې ونډه واخیسته. دا دواړه د ملا صدراعظم سربېره، د پېښور د شورا او د طالبانو د ختیځ زون په اصلي کسانو تبدیل شول او د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ د جګړې د فشار له زیاتوالي سره سم، له امریکایانو سره خبرو اترو او د کرزي حکومت سره یوځای کېدو ته یې زړه ښه کړ. متحده ایالتونو تمه درلوده چې له جګړې نه د مولوي عبدالکبیر لیرې والی به ددې لامل شي چې د حقانیانو ډله به په دوو برخو ووېشل او کمزورې شي.
د دواړو ترمنځ اړیکې او غونډې پراخوالی وموند. نیویارک تایمز د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په ۲۰مه راپور ورکړ چې څو تنه طالب مشران په امریکايي هلیکوپترو کې سپاره کابل ته تللي او له افغان چارواکو سره یې لیدلي دي. ناتو درې ورځې وروسته دا خبر تایید کړ. کاتي ګانون د اکتوبر په ۳۱مه د یاد سفر په اړه بشپړ راپور ورکړ.
نوموړې ولیکل چې په دې لیدنه کې درېیو تنو هر یو د پېښور د شورا رئیس مولوي عبدالکبیر، د محاذ توره بورې مشر او د کبیر ملاتړ کوونکی انورالحق مجاهد او د عبدالکبیر مرستیال صدراعظم ګډون کړی وو. هغوی دوه ورځې په کابل کې په یوې مېلمه خونې کې اوسېدل او له جمهور رییس کرزي سره یې خبرې اترې کړې وې. له کرزي سره تر لیدنې مخکې، هغوی په پاکستان کې د امریکا د استخباراتو له کارکوونکو سره دوه ځلي لیدلي و. د مېرمن ګانون د راپور پربنسټ، دغه لیدنې د مردان ولسوالۍ او د پېښور ښار ترمنځ ترسره شوې وې.
ویل کیږي چې د امریکا د استخباراتو له ادارې (سیا) سره د مولوي عبدالکبیر دا لومړۍ لیدنه نه وه او تر دې وړاندې هم مقدماتي لیدنې ترسره شوې وې. نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې هڅه وکړه چې د پېښور شورا د خپل حریف د کویټې په شورا بدله کړي او خپلواکي یې له کویټې نه اعلان کړه. یاد حرکت ددې ښکارندويي کوي چې نوموړی د امریکا د استخباراتو له ادارې سره نږدې اړېکې درلودې دغه راز له جګړې نه د نوموړي لاس اخیستل ددې لامل شول چې له امریکا نه یو شمېر امتیازات ترلاسه کړي. ښکاري چې دواړو لوریو د باور ترلاسه کولو لپاره د پام وړ امتیازونه یوبل ته ورکړي دي. سره له دې چې د شته سندونو پر بنسټ، د دواړو خواوو ترمنځ د تړون په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو که د یاد کال پېښې یو دبل ترڅنګ کښېیږدو، کولای شو پایلو ته ورسیږو.
لکه څرنګه چې پورته مو وویل له کویټې شورا سره د اړیکو پرېښودل او د مذاکرې لپاره له کابل سره په مستقیم ډول د اړیکې ټینګول، ددې ښکارونديي کوي چې مولوي عبدالکبیر او په پېښور شورا کې د نوموړي ملګرو یې له امریکا او د افغانستان له حکومت نه امتیازونه ترلاسه کړي وو. کولای شو په ډېر احتمال سره ووایو چې نوموړي له امریکایانو نه مالي او لوژستکي مرستې ترلاسه کړې وې، مولوي عبدالکبیر او د نوموړي ملاتړ کوونکی انورالحق مجاهد له حقاني شبکې او طالبانو سره د مخاصمت له پرېښودو پرته نور څه امیتازونه په لاس کې درلودل ترڅو امریکایانو ته یې ورکړي؟ لاندې څو پېښو ته لیدنه کېږي:
۱- انورالحق مجاهد په ۲۰۰۱ کال کې، له تورې بورې نه د تېښتې په برخه کې له اسامه بن لادن سره مرسته کړې وه. له هغې وروسته، په ۲۰۰۷ کال کې یې د یادې همکارۍ په ویاړ په خپل سازمان یې توره بوره نوم کښېښود او په هماغه نوم یې یوه مجله هم خپروله. داشان نوموړي په نېږدې تېرو کلونو کې پېښور کې د امریکا د استخباراتو له مامورینو سره یې د مشهورې لیدنې وروسته، له القاعدې سره یې په خپلو ځانګړو اړیکو ویاړ کاوه. ایا دا نه په ډاګه کوي چې نوموړی د ۲۰۱۰ په وروستیو کې د اسامه بن لادن د اوسېدو له ځای نه خبر نه و؟
۲- د ۲۰۱۰ کال په وروستیو میاشتو کې، د امریکا له استخباراتو سره د مولوي عبدالکبیر او انورالحق مجاهد اړیکې او تړونونه دومره سره نېږدې شوي و چې مخامخ یې له یوبل سره لیدنې کولې او په امریکايي هلیکوپترونو کې سپاره کابل ته تللي، دوه شپې یې د امریکا د استخباراتو په مېلمه خونه کې تېرې کړي او له حامد کرزي سره یې هم لیدلي و.
۳- له یادو لیدنو شپږ میاشتې وروسته یعنې د ۲۰۱۱ کال د مې په لومړې نېټه امریکايي هلیکوپترې چې تر دې وړاندې یې هم د امریکا د مېلمنو د لېږد لپاره پاکستان ته تللې وې، د قبایلې سیمو له درو نه واوښتې او د ایبت اباد پوځي اډې سره نږدې د اسامه بن لادن د کور ترڅنګ راکښته شوې او نوموړی یې په سبا سهار وواژه.
د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، د پېښور د شورا ستوری هم د پرځېدو پر لوري لاړ. د شورا مالي سرچینې کمې شوې او له دې سره راولپندۍ د خپل پخواني ازمویل شوي ملګري حقاني شبکې ترڅنګ ودرېده. د پېښور شورا په ۲۰۱۶ کال کې د مالي سرچینو د نه لرلو له امله سقوط وکړ او د کوېټې شورا تر مجموعې لاندې راغله. خو د میرام شورا تر دې هم پیاوړې شوه چې د سوېل د سیمو او د کابل حوزې په کنترول بسنه ونکړي. د طالبانو د تشکیلاتي جوړښت په اړه د لند انفو، په نوم د نارویژي مطالعاتو مرکز د څیړنیز راپور پر بنسټ چې په ۲۰۱۷ کال، کې خپور شو، حقاني شبکې د طالبانو د مشرتابه د کنترول لپاره تهاجمي چلند غوره کړ چې له امله یې ۱۰۰٪ د میرام شورا شورا، ۶۰ سلنه یې د پېښور شورا او ۵۰ سلنه یې د کوېټې شورا تر خپل واک لاندې راوستلې وې.
کله چې په ۲۰۱۶ کال کې، د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته، د طالبانو د نوي مشر او مرستیالانو نومونه یې خپاره شول، مولوي عبدالکبیر نور په هغه مقام کې نه و چې په یاد لیست کې یې نوم ولیدل شي، بلکې هغه مهال ملا هبت الله، سراج الدین حقاني او ملایعقوب تر ټولو وړاندې وو. ملایعقوب د کم عمر او پوځي محدود نفوذ له امله نشوای کولای د مشرۍ ترلاسه کولو په برخه کې له ملا هبت الله سره مخامخ شي، خو سراج الدین حقاني د مشرۍ د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د ملا هبت الله د امارت په لومړي کال کې تر هغه ځایه مخته ولاړ چې د نارویژي د یاد مطالعاتو د مرکز د راپور پربنسټ، ملا هبت الله اړ شو چې د ۲۰۱۷ د مې میاشتې په لومړیو کې کوېټه پرېږدي او ایران ته پناه یوسي. هغه مهال هبت الله فکر نه کاوه چې یوه ورځ به په رښتیا د خپل امارت خیمه په کندهار کې ودروي. له همدې امله یې د خپل ځان د ژغورلو لپاره حاضر شو چې د کوېټې له شورا نه لاس واخلي او د مشهد په شورا کې خپل شانس وازمایي. د یاد راپور له مخې، حقاني هوډ درلود چې په هغه میاشت کې د ملا هبت الله مرګ اعلان کړي او پخپله مشري په لاس کې واخلي. خو ویل کیږي چې د کوېټې شورا او دغه راز د راولپنډۍ یو شمېر چارواکو د نوموړي مانع شوي وو او له ډېرو هڅو وروسته نوموړی یې اړ کړی و چې په مشرتابه کې د ملاهبت الله نمادین رول ومني. ملا هبت الله د هماغه کال د جولای په وروستیو کې له خبرواترو او د خپل ځان د خوندیتوب د ډاډ ترلاسه کولو وروسته، بېرته کوېټې ته تللی و.
مولوي عبدالکبیر او ملا هبت الله
حتی که چیرې د نارویژي د مطالعاتو د یاد مرکز راپور هم جدي ونه نیسو له ملا هبت الله سره د سراج الدین حقاني مخامخ کېدل او سیالي اوسمهال دومره روښانه او واضح ده چې د اثبات لپاره یې سند راوړلو ته اړتیا نشته. په تېرو دوو کلونو کې د ملا هبت الله او سراج الدین حقاني ترمنځ د واک پرسر اصلي جګړه روانه ده، حقاني لومړی د پلازمېنې د کلیدي سیمو د نیولو لپاره هڅه وکړه ترڅو د امارت په تشکیل کې لوړ سهم ولري. خو ملا هبت الله او متحدینو یې په تېرو دوو کلونو کې خپل حریف څنډې ته کړی دی. ملا هبت الله د کندهار د ادارو د پیاوړتیا او د امارت د اصلي قوماندې په مرکز د هغه بدلول، دغه راز د کابل کمزوري کول او په ستراتیجکو پرېکړو کې د کابل د ارګانونو بې واکه کولو له لارې، د خپل سیال چال یې خنثی کړی دی. نوموړی مذهبي مقام ته په تکیې چې یو امیر یې د طالبانو په نظام کې لري، د فرمانونو توره یې، د حقانیانو د حرکت او د عمل د ابتکار مانع شوې ده. د وزارتونو او خپلواکو ادارو واکونه یې ترېنه اخیستي او هڅه یې کړې چې د ټولو مهمو ادارو بشري سرچیني تر خپل کنترول لاندې راولي او له هغې لارې پر ګمارنو څارنه ولري.
سراج الدین حقاني هم په ځلونو د خپل سیال او امیر د سیاستونو په اړه نیوکه کړې او په کندهار کې یې د واک د انحصار پر وړاندې اعتراض کړی دی. خو دغو نیوکو او شکایتونو د ملا هبت الله پر کړنو هېڅ اثر ندی کړی. مولوي عبدالکبیر چې د طالبانو د امارت په لوموړۍ دوره کې او د جګړو په لومړیو کلونو کې له حقاني شبکې سره د طالبانو د منځګړيتوب په توګه یې رول ترسره کاوه او د نوموړي له لارې له حقانیانو سره د اړیکو نیولو په برخه کې ګټه اخیستل کېده، له ۲۰۰۷ کال وروسته د حقانیانو په سیال بدل شو. حقانیان ښه پوهیږي چې راولپندي، کابل او واشنګتن هر یوه یې له مولوي عبدالکبیر او د نوموړي د پېښور له شورا نه یې د فشار د ابزار د احتمالي بدیل او په سوېل په تېره د ځدرانو د قبیلې په منځ کې د حقانیانو د نفوذ د کمزوري کولو په موخه له هغوی نه ګټه اخیستلې ده.
دا هڅې یو مهال د حقانیانو له لوري د پېښور د شورا د تسخیر، د مولوي عبدالکبیر څنډې ته کولو او د واک د مدعیانو د لومړي صف نه د نوموړي د لیرې کېدو په برخه کې ترسره شوې وې. له همدې امله، معاونیت ته د عبدالکبیر انتصاب او په دې وروستیو ورځو کې د ملاهبت الله په ملاتړ نوموړی د ریاست الوزرا څوکۍ لپاره وټاکل شو. په دې معرکه کې، ښکاري چې مولوي عبدالکبیر د ملا هبت الله له متحدینو نه دی. سربېره پردې نوموړی، د ملا برادر په پرتله حقانیانو ته د زغملو وړ دی او د پاکستانیانو لپاره هم د منلو وړ دی. امریکایانو چې په تېر کې له نوموړي سره ځانګړې اړیکې درلودې او د دوحې په مذاکراتو کې یې تازه لیدنې ورسره کړې دي، نوموړی په کافي اندازه پېژني او پوهیږي چې له نوموړي سره څنګه چلند وکړي.
دغو سوابقو ته په پام، کولای شو ووایو، چې دغې څوکۍ ته د مولوي عبدالکبیر ټاکل کېدل د دوحې له وروستیو مذاکراتو سره چې د تړلو دروازو ترشا ترسره شوې، افغانستان ته د قطري چارواکو سفر او هغو اوازو پورې چې په دې وروستیو میاشتو کې د یوناما پر کارکوونکو د محدودیتونو د لګلولو له امله خپرې شوې، له دغو ټولو پېښو سره تړاو لري. آیا نوموړی کولای شي کوم رول یې چې په پخوا کلونو کې له پېښور نه د تعامل د همکاریو لپاره پیل کړې وې، دا ځل د ریاست الوزرا له ادرس نه یې له سر نه پیل کړي؟ ایا له لویدیځوالو سره د تعامل د دروازې د پرانېستلو او د اړیکو د آسانتیاو او دغه راز د هغوی د لا ملاتړ لپاره د ملا هبت الله لازم ملاتړ او اعتماد به ترلاسه کړای شي؟
مولوي عبدالکبیر د طالبانو په مشرتابه کې یو متوسط کس دی او هغه څه چې د نوموړي په اړه په دې مقاله کې وویل شول، وړاندې تر دې چې د عبدالکبیر د شخصیت ځانګړتیاوې او د نوموړي سیاسي ځواک وښيي، چاپېریال او د نوموړي د سیاسي مقام او د هویت د جوړولو لاملونه یې ښيي. د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د هر یوه چارواکي د لوړتیا مسیر ته که په ژوره توګه وګورو، له ورته اړیکو او لاملونو سره به مخ شو. یوازې هغوی نه، بلکې د غیر طالب مشران او لوړپوړي قوماندانان هم په دغه له شوره ډک، قبیله یي او د بهرنیو لوبغاړو په چنګال کې لوېدلي چاپېریال کې د ملا عبدالکبیر په څېر ورته لارو او مسیرونو سره مخ شوي دي.
عبدالکبیر نسبتا فعال کس او د واک غوښتونکی دی، خو هغه څه چې نوموړی یې په واقعیت کې ترسره کوي په سیاسي تیاتر کې د یوه داسې رول منل دي چې سناریو یې نورو لیکلې، شخصیتونه یې نور ټاکي، د لوبې ځای نور خلک ټاکي، لیدونکي هم نور خلک رابولي، او عبدالکبیر حتی د خپلې څېرې د آرایش او ګریم په تدارکاتو کې هم د پام وړ رول نه لري.
سراج الدین حقاني، ملا برادر، عبدالحق وثیق، قیوم ذاکر، امیرخان متقي او نور طالب چارواکي هم ځانګړې اړیکې لري او کولای شي د مولوي عبدالکبیر رول ولوبوي. خو هر لوبغاړی بېله څېره، غږ، شخصیتي ځانګړتیاوې او هوش او پخواني سوابق لري. عبدالکبیر د خپلو ځانګړنو او استعدادونو له لارې کولای شي د افغانستان د سیاست په صحنه کې نوې ډرامې ته نوی رنګ ورکړي. هغه به ګرمه یا سړه ولوبوي. خو نشي کولای چې سناریو ته بدلون ورکړي.
د افغانستان د سیاست اصلي مسله د سیاسي سناریو جوړونکو جریانونو د جوړښت لپاره د کورنیو سرچینو او امکاناتو نشتون دی. تر هغو پورې چې دغه حرکتونه خپلې موخې د هېواد د عوایدو په لوړوالي او د خلکو د رایو په ریښه کې ونه موندي، نشي کولای د هېواد په سیاسي صحنه کې بنسټیز بدلون رامنځته کړي. مولوي عبدالکبیر، سراج الدین حقاني او ملا برادر نشي کولای د افغانستان د بدلونونو مسیر یا لاره کې بدلون راولي، ځکه چې هغوی سناریو جوړونکي لوبغاړي ندي، د دیالوګونو په لیکلو کې رول نه لري، د لوبې مالي او تدارکاتي سرچینې هم نشي برابرولی.





