۸صبح، کندهار: سرچینې وايي، یو کس چې څو ورځې مخکې لادرکه شوی و، جسد یې په کندهار ښار کې د فاضلابو په کانال کې موندل شوی دی.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۲۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا کس احمدالله نومېده او د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی و.
سرچینې وايي، احمدالله لومړی د چړو په ګوزارونو وهل شوی او وروسته یې جسد ته اور اچول شوی دی.
د پېښې عاملانو د دغه کس جسد د کندهار ښار نساجي پله ته نږدې د فاضلابو په یوه کانال کې اچولی دی.
سرچینې زیاتوي چې د احمدالله ملګرو نوموړی د میلمستیا په پلمه بللی او وروسته یې وژلی دی.
د سرچینو په خبره، د نوموړي موټر د کندهار په کوهک سیمه کې موندل شوی او طالبانو د پېښې په تړاو څو کسان نیولي دي.
تر اوسه د دې پېښې انګیزه روښانه نه ده.






