د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو د څانګې مشر کریل لوګوینوف ویلي چې د ملګرو ملتونو نوی سرمنشي باید د ډسمبر تر ۳۱مې وټاکل شي.
ټاس خبري اژانس پنجشنبه د نومبر پر ۱۲مه، د لوګوینوف په حواله راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د اوسني سرمنشي کاري موده د روان کال په پای کې پای ته رسېږي او ځایناستی یې باید تر هغه مخکې وټاکل شي.
د هغه په وینا، د اوسني سرمنشي د کاري مودې لنډمهاله غځول یا د هغه د مرستیالانو له ډلې د سرپرست په توګه د یوه کس ټاکل، تر ارزونې لاندې غوراوي دي.
لوګوینوف زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځینو مرستیالانو احتمالي استعفا ښايي د مسوولیتونو د لېږد بهیر له ابهام سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د دغه سازمان سرمنشي د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ اداري مقام دی او د امنیت شورا په وړاندیز، د عمومي اسمبلۍ له خوا د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.






