د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په یوه ټیلیفوني اړیکه کې له روسیې سره د احتمالي درېاړخیزې غونډې پر جوړېدو خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چهارشنبه د نومبر پر ۱۱مه، اعلان کړی چې دواړو لورو د سولې د ټینګښت او د اټومي بېوسلې کولو لپاره د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د دغه وزارت په وینا، دا موضوع د درېیو هېوادونو د مشرانو په احتمالي غونډه کې هم مطرح کېدای شي.
روبیو او وانګ یي د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان او د شلو سترو اقتصادونو د ډلې (G20) د غونډو په اړه هم خبرې کړې دي.
دا غونډې به په ترتیب سره په چین او امریکا کې جوړې شي.






