• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کندهار کې د ترافیکي پېښو زیاتوالی؛ د طالبانو ګډوډي او د ماشومانو موټرچلونه

۸صبح، کندهار ۸صبح، کندهار
۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793015653]

د کندهار ښار ځينې اوسېدونکي وايي، په ښار کې د ترافیکو ګډوډي د پخوا پرتله زیاته شوې ده. د هغوی په وینا، د موټرو او موټرسایکلونو د شمېر له زیاتېدو سره هم‌مهاله، ترافیکي پېښې هم ډېرې شوې دي. دوی زیاتوي چې د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه پلي کېدو یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. د هغوی په باور، د ترافیکي نظم نشتوالی د خلکو پر ورځنیو ستونزو بدل شوی او هره ورځ د ترافیکي پېښو له خطر سره مخ دي. ورته مهال د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې سرچینې وايي، د سنبلې په میاشت کې د ترافیکي پېښو شاوخوا ۶۱ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي چې له ډلې یې ۱۱ تنو د ټپونو د ژوروالي له امله ژوند بایللی دی.

د کندهار ښار اوسېدونکی جمیل وايي، کله چې له کوره وځي، په ښار کې د ترافیکي بې‌نظمۍ له امله تل اندېښمن وي. د هغه په وینا، د لارې په اوږدو کې یې ټول فکر دې ته وي چې څنګه له ترافیکي پېښې پرته خپل منزل ته ورسېږي.

د کندهار دا اوسېدونکی زیاتوي: «کله چې له کوره وځم، د ښار د ترافیکي ګډودۍ له امله اندېښمن یم. د لارې په اوږدو کې مې ټول فکر دې ته وي چې څنګه له کومې پېښې پرته خپل منزل ته ورسېږم. دا حالت په رښتیا هم چې عذاب دی؛ نه موټرچلوونکي احتیاط کوي او نه هم د طالبانو د ترافیکو مدیریت د دې بې‌نظمۍ د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کوي.»

د طالبانو د جنګیالیو له‌خوا خپلسري او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول

د کندهار ښار اوسېدونکي د طالبانو د جنګیالیو د چټک سرعت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د دې ډلې غړي په ګڼ‌مېشتو سړکونو کې پوځي موټر په چټک سرعت چلوي او د خلکو د ژوند خوندیتوب ته پام نه کوي. د دوی په باور، دا ډول چلند نه یوازې د ترافیکي پېښو خطر زیاتوي، بلکې په ښار کې د امنیت د ټینګښت په اړه یې اندېښنې هم ډېرې کړې دي.

د کندهار دا اوسېدونکي د طالبانو د جنګیالیو له‌خوا په سړکونو کې د پوځي موټرو پر بې‌ځایه درولو او د ترافیکي اصولو خلاف تګ هم اندېښنه ښيي. هغوی وايي، د دې ډلې د جنګیالیو له‌خوا له ترافیکي مامورینو سره فزیکي شخړې هم په ښار کې د ترافیکي ګډوډۍ له نورو لاملونو څخه دي.

د کندهار ښار د اتمې ناحیې اوسېدونکی حاجي شاه‌نظر وايي، دوه میاشتې مخکې د طالبانو یوه پوځي موټر د هغه د زوی له موټر سره ټکر وکړ چې له امله یې زوی سخت ټپي شو. د هغه په وینا، د پېښې عاملانو د هغه د ټپي زوی د لېږدولو پر ځای، د پېښې ځای پرېښود.

شاه‌نظر وايي: «زوی مې په خپل موټر کې روان و چې ناڅاپه د طالبانو یوه پوځي موټر په ډېر سرعت راغی او هغه له موټر سره یې ټکر وکړ. زوی مې کوما ته لاړ. د سیمې له خلکو مننه کوم چې پر وخت یې روغتون ته ورساوه؛ که نه، ښايي ژوند یې له لاسه ورکړی وای. خو د پېښې عاملانو د مرستې پر ځای د پېښې ځای پرېښود. تر دې وروسته یې پر ما فشار راوړ چې له خپلې دعوې تېر شم. په پای کې اړ شوم چې د طالبانو په منځ کې د یوې واسطې له لارې د پېښې عاملان د تاوان ورکولو ته اړ کړم. دوی نه ترافیکي قوانین مراعاتوي او نه د خلکو ژوند ته ارزښت ورکوي.»

د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د ترافیکو مدیریت په رهبرۍ کې د غیرمسلکي کسانو ګومارل په ښار کې د ترافیکي ستونزو یو مهم لامل بولي. دوی وايي، د طالبانو یو غړی ملا نصرالدین د کندهار د ترافیکو د مدیر په توګه ګومارل شوی دی. د دوی په وینا، نوموړی په دې برخه کې مسلکي پوهه او کافي تجربه نه لري او د ترافیکو مدیریت له مسلکي کارکوونکو سره هم سپکوونکی چلند کوي. دوی زیاتوي چې هغه کله ناکله ان کارکوونکو ته ښکنځل هم کوي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی سیدولي وايي: «کله چې ترافیکي پېښه وشي، د ترافیکو مامورین په ځنډ د پېښې ځای ته رسېږي او لومړی دا څېړي چې په پېښه کې ښکېل کسان څوک دي. که د طالبانو یو غړی په پېښه کې ښکېل وي، په اتومات ډول مقابل لوری ملامتوي او هغه اړ کېږي چې له دې حالت څخه د خلاصون لپاره بډې ورکړي. که پیسې ورنه کړي، د موټر اسناد، د موټرچلونې جواز او نور اړوند اسناد ترې اخلي. وروسته هغه اړ کېږي چې د طالبانو د ترافیکو مدیریت مسوولینو ته لا ډېرې پیسې ورکړي. د ترافیکو مدیریت د ستونزو د حل پر ځای د خلکو ستونزې نورې هم زیاتوي.»

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی حسین وايي: «ترافیک د ښار په نظم او د خلکو د ژوند په ساتنه کې مهمه ونډه لري؛ خو مسوولان په ډېرو مواردو کې قانون پر ټولو په یو ډول نه پلي کوي. سرغړوونکي د واسطې یا پیسو په بدل کې خوشې کوي او د زیانمن شوي کس پر وړاندې پلمې جوړوي، څو ترې برائت‌لیک واخلي.»

د کم‌عمره موټرچلوونکو زیاتوالی

په کندهار ښار کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له‌خوا د موټرو او موټرسایکلونو چلول د ترافیکي بې‌نظمۍ یو بل لامل دی. د ښار اوسېدونکي د دغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو کورنۍ هم مسوولې بولي او وايي، هغو کسانو ته د نقلیه وسایطو سپارل چې د ترافیکي قوانینو او موټرچلونې د مسوولیتونو په اړه کافي پوهه نه لري، د ترافیکي پېښو خطر زیاتوي.

د کندهار ښار یو دوکاندار حاجي بسم‌الله وايي: «هر څومره چې ترافیکي قوانین مراعاتوم، بیا هم ماشومان په خپلو موټرو یا موټرسایکلونو راسره ټکر کوي. یوه ورځ له کوره د دوکان پر لور روان وم چې ناڅاپه یو موټر په ډېر لوړ سرعت زما له څنګ څخه تېر شو. حیران شوم چې دا موټر څنګه په دومره سرعت روان دی. څو ثانیې وروسته یې د قادري سرای په څلورلارې کې له یوه ګلدان سره ټکر وکړ. لاره بنده شوه او خلک راټول شول. ومې لیدل چې موټرچلوونکی شاوخوا ۱۴ کلن تنکی ځوان و چې خپله هم ټپي شوی و.»

د هغه په وینا، کم‌عمره کسانو ته د نقلیه وسایطو سپارل دا ډول پایلې لري؛ دوی نه یوازې ځان ته، بلکې نورو ته هم مالي او ځاني زیانونه اړوي او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

د سړکونو د بیارغونې نیمګړي کارونه

د کندهار ښار د شپږمې، اوومې او اتمې ناحیو اوسېدونکي هم په ښار کې د سړکونو د جوړولو او بیارغونې د بهیر له ورووالي شکایت کوي. دوی وايي، د طالبانو ښاروالۍ د سړکونو د پراخولو په موخه ودانۍ او دېوالونه نړوي او د بیارغونې په نوم بېلابېلې لارې ورانوي؛ خو وروسته یې چارې په ورو ډول پر مخ ځي یا هم په بشپړه توګه درول کېږي.

د دوی په وینا، دا ستونزه یوازې په څو ناحیو پورې محدوده نه ده، بلکې د ښار په بېلابېلو برخو کې د سړکونو د بیارغونې او پراخولو د کارونو له امله د موټرو عادي تګ راتګ له کلکو ستونزو سره مخ شوی دی.

ورته مهال د کندهار په میرویس حوزوي کې روغتون سرچینې وايي، د روان کال په سنبلې میاشت کې شاوخوا ۶۱ تنه چې په ترافیکي پېښو کې ټپیان شوي، دغه روغتون ته لېږدول شوي دي. د سرچینو په وینا، له دغو کسانو څخه ۱۱ تنو د ټپونو د ژوروالي له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې زیاتوي، هغوی چې برسېرن ټپونه لرل، په ډېرو مواردو کې روغتون ته له ورتلو پرته خپلو کورونو ته ځي؛ له همدې امله، ښايي د ترافیکي پېښو د ټپیانو او زیانمنو شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ وي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو د معاشونو د ځنډېدو په اړه راپورونه رد کړل
خبرونه

طالبانو د معاشونو د ځنډېدو په اړه راپورونه رد کړل

۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793014704]
سي‌اېن‌اېن: امریکا د ایران پر وړاندې د پراخو پوځي عملیاتو پیلولو ته چمتو ده
بهرني خبرونه

سي‌اېن‌اېن: امریکا د ایران پر وړاندې د پراخو پوځي عملیاتو پیلولو ته چمتو ده

۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793013933]
ازادۍ جبهې د کندوز په هوايي ډګر کې پر  راټولو شويو طالبانو د توغندیز برید خبر ورکړ
خبرونه

ازادۍ جبهه: په کابل کې دوه طالبان وژل شوي دي

۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793012226]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په پکتیا کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست یو کارکوونکی ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.