۸صبح، کابل: ځینو روسي سوداګرو او د خصوصي سکټور استازو ویلي چې هڅه کوي د روسیې ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو زمینه د رېل پټلۍ له لارې برابره کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس یکشنبه د وږي پر ۱۵مه راپور ورکړی چې ځينو روسي سوداګرو او د خصوصي سکټور استازو په بلخ کې له افغان سواګرو سره لیدلي او روسیې ته یې د افغانستان د تازه مېوو پر صادراتو بحث کړی دی.
په دې لیدنه کې افغان ځوانانو ته د انلاین زدهکړو پر برابرولو هم خبرې شوې دي.
د دواړو هېوادونو سوداګر د ګډې پانګونې پر پراختیا او د سوداګریزو، علمي او مسلکي اړیکو پر پیاوړتیا هم بحث کړی دی.





