د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد وسلهوالو ځواکونو په یوه پراخ شپني برید کې په کییف کې د مخابراتو یو مرکز او د انرژۍ نظامي تاسیسات په نښه کړې دي.
ټاس خبري اژانس چهارشنبه د سپټمبر پر ۳۰مه راپور ورکړی چې د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې دا بریدونه د ځمکنیو هدایت کېدونکو وسلو او اوږد واټن ویشتونکو بریدګرو بېپیلوټه الوتکو پر مټ شوې دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې په کییف کې د معلوماتو یو مرکز هم په نښه شوی چې د اوکراییني پوځ د معلوماتو د پروسس، زېرمه کولو او لېږد مهم مرکز ګڼل کېده.
روسیې زیاته کړې چې د دغه هېواد ځواکونو په خارکیف سیمه کې هم پر هوايي بمونو د بېپیلوټه الوتکو د قوماندې یو مرکز او د اوکراییني ځواکونو د مېشتېدو ځای په نښه کړی دی.
د روسیې دفاع وزارت په دغو بریدونو کې د اوښتو زیانونو او مرګژوبلې اړه معلومات نه دي ورکړي.





