د مسکو او کیف ترمنځ د کړکېچ د زیاتوالي په دوام، روسیې رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په حواله د احتمالي اټومي جګړې خبرداری ورکړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دوشنبه د اپرېل پر ۲۵ د دغه هېواد له یوې تلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې ښايي اټومي جګړه ونښلي.
نوموړي یو روسي کانال ته ویلي، که څه هم دا هېواد هڅه کوي د اټومي نښتې ګواښونه کم کړي؛ خو د دغې جګړې ګواښونه واقعي دي.
هغه ویلي: «د اټومي جګړې ګواښونه جدي او واقعي دي، هغې ته په کمه سترګه باید ونه کتل شي.»
له بلې خوا لاوروف په مذاکراتو کې د اوکراین ولسمشر په ناراستۍ تورن کړ او هغه یې یو «ښه لوبغاړی» بللی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جګړې د پای ته رسېدو لپاره په وار وار له پوتین سره پر خبرو ټينګار کړی دی.