• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د صدف مرموزه وژنه؛ «بې‌ساه جسد یې د کور په کوڅه کې وموند»

بهنیا بهنیا
۱۳ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1783170802]
AI

AI

د کابل ښار په یوې سیمې کې د صدف د ناڅاپي مړینې خبر د خلکو ترمنځ ګونګوسې رامنځته کړې دي. صدف یوه پیلغوټې او ښکلې نجلۍ وه چې له ښوونځي څخه تر محرومېدو وروسته یې د خیاطۍ په یوه کارځای کې کار کاوه. خو یو سهار یې بې‌ساه جسد کور ته نږدې په یوې کوڅه کې وموندل شو. خلکو یې مړی کورنۍ ته وسپاره او له وژل کېدو دوه ورځې وروسته یې د جومات له لوډسپیکره د مرګ اعلان وشو. د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په خبره، دا نجلۍ څه موده مخکې د طالب ځواکونو له خوا وړل شوې وه. خو د هغې وژنه هم لکه د لسګونو نورو جنایتونو په څېر، له واکمنې ډلې د وېرې له امله د کورنۍ له خوا عادي وښودل شوه او د کورنۍ غړو ویلي چې نوموړې په طبیعي مرګ مړه شوې ده.

درنه چوپتیا، د ویر په مراسمو کې د کورنۍ د غړو وارخطا حالت او هغه زړه بوږنوونکی درد چې هغوی یې چوپتیا ته مجبوره کړي و، د دغې وحشتناکې پېښې څرګندونه کوي. هغوی په چوپتیا او مجبورتیا کې هغه څه، چې صدف له تښتول کېدو وروسته ورسره مخ شوې وه، په ډکو زړونو خاورو ته وسپارل. دې غمجنې پېښې د صدف کورنۍ او د سیمې اوسېدونکي په ژورې وېرې کې ډوب کړي دي.

مور یې، چې په سختۍ خبرې کولی شي او ناکراري او وېره یې له څېرې ښکاري، وایي له خپلې لور سره یو ځای تر خاورو لاندې شوې ده. هغې په ناهیلۍ د خپلې لور د مړینې کیسه داسې وکړه: «لور مې ضعف کړی و او ګاونډیو زموږ تر دروازې راورسوله. خو له دوو ورځو وروسته بې له دې چې ناروغه شي، ناڅاپه یې فشار لوړ شو او مړه شوه.»

د صدف مور او د کورنۍ نور غړي، د طالبانو له لوري د فشارونو او له بلې خوا د افغانستان د دودیزې ټولنې له امله چې د طالبانو له خوا د یوې نجلۍ وړل ننګ، شرم او د نه منلو وړ ګڼي، د هغې د مړینې اصلي حقیقت او څرنګوالی ردوي او وژل کېدل یې طبیعي مړینې ته منسوبوي.

خو د صدف د خورلڼو، د سیمې د اوسېدونکو او هغو کسانو خبرې چې د هغې بې‌ساه جسد یې کور ته رسولی و، د هغې د کورنۍ له څرګندونو سره توپیر لري. هغوی وایي، د صدف کورنۍ د طالبانو له لوري چوپتیا ته اړ ایستل شوې او مجبوره ده چې د خپلې لور وژل کېدل طبیعي مړینه وښيي. د صدف یوې ملګرې وویل: «زه دیني مدرسې ته ځم. استادې راڅخه وپوښتل چې ولې دې طالبانو ملګرې ووژله او جسد یې په کوڅه کې وغورځاوه، تاسې خبر یاست؟ خو ما له وېرې وویل چې نه یم خبره. وروسته استادې د صدف د مړینې څرنګوالی ټولو نجونو ته بیان کړ او ویې ویل چې ډېر پام وکړي.»

د سیمې اوسېدونکي او هغوی چې د صدف بې‌ساه جسد یې لیدلی، وایي کله یې چې هغه د کوڅې په پای کې ومونده، مړه وه او د بې‌حالۍ هېڅ نښه پکې نه لیدل کېده. هغوی وایي، د دې لپاره چې سمدلاسه مور او د کورنۍ نور غړي د خپلې لور د ناڅاپي مړینې له خبر سره مخ نه شي، ورته ویل شوي و چې لور یې یوازې بې‌حاله شوې ده. د سیمې یو اوسېدونکی وایي: «د صدف د جنازې په مراسمو کې د هغې د کورنۍ غړي تر دې چې وژاړي، ډېر وېرېدلي و او ټولو ته یې ویل چې ناڅاپه یې د وینې فشار لوړ شو او مړه شوه. خو نه یې خپله او نه هم د سیمې خلکو د هغې مړینه طبیعي بلله. هغو کسانو چې د هغې جسد یې لیدلی او کورنۍ ته یې سپارلی، ویل چې طالبانو د هغې جسد په کوڅه کې غورځولی و او بیا له سیمې تللي و.» د سیمې د اوسېدونکو په خبره، د صدف کورنۍ د هغې مړی دوه ورځې په کور کې ساتلی و.

د صدف ناڅاپي مړینې او د هغې د جسد موندل کېدو د یادې سیمې خلک وېرولي. هغوی وایي، اوس څوک اجازه نه ورکوي چې لور یې یوازې له کوره ووځي.

د سیمې یوې ښځې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، د دغې دردونکې پېښې له لیدلو وروسته وویل: «شپه او ورځ په ویره او اندېښنه کې تېروو. خطر زموږ تر غوږونو رسېدلی او زموږ د ګاونډۍ د لور له مړینې وروسته، نور په سیمه کې هېڅ ښځه او نجلۍ نه لیدل کېږي. هغې بې‌ګناه او معصومې نجلۍ څه ګناه کړې وه؟ هغې به تل حجاب درلود او د ټولو محدودیتونو په پام کې نیولو سره به له کوره وتله، خو حجاب او نور هر څه یوازې پلمې دي.»

د خپرو شویو راپورونو له مخې، په کابل او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو د وژل کېدو پېښې زیاتې شوې دي. دغو ښځو د بېلابېلو لاملونو له امله لکه د طالب ځواکونو له خوا تر وړل کېدو، صحرایي محاکمو او همدارنګه کورني تاوتریخوالي په پایله کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

یادښت: په دې کیسه کې د «صدف» نوم مستعار دی او د امنیت له کبله د سیمې نوم هم نه دی یاد شوی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د نجونو له زده‌کړو پر ملاتړ ټينګار وکړ
خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د نجونو له زده‌کړو پر ملاتړ ټينګار وکړ

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792672012]
«له پولیو پاک افغانستان» بنسټ ماشومانو ته د پولیو واکسین په ورکولو ټینګار کړی
ټولنه

له پولیو پاک افغانستان بنسټ د دغې ناروغۍ له پراختیا د مخنیوي لپاره د ماشومانو پر واکسینولو ټينګار وکړ

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792671476]
په کابل کې د اوبو لپاره ورځنۍ مبارزه؛ هغه پلازمېنه چې په تندې سره ساه اخلي
خبرونه

اوچا: په درېیو ولایتونو کې اتو زرو کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792671015]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.