یادښت: ورځپاڼه ۸صبح په یو لړ راپورونو کې د هغو قوماندانانو د ژوند او له طالبانو سره د یوځای کېدو بهیر څېړي چې د طالبانو له اصلي بنسټ او لومړنۍ هستې نه دي. د دې لړۍ لومړی راپور د جمعهخان فاتح ژوند او له طالبانو سره د هغه د یوځای کېدو بهیر ته ځانګړی شوی و او دا ځل د طالبانو د ازبک توکمه قوماندان صلاحالدین ایوبي ژوند او کارنامه څېړل شوې ده.
صلاحالدین ایوبي په فاریاب ولایت کې د طالبانو له مخورو او بانفوذه څېرو دی چې له دوو لسیزو ډېر وخت یې د دې ډلې په پوځي، سیاسي او اداري جوړښت کې فعالیت کړی او له یوه ځایي جنګیالي د طالبانو پر یوه قوماندان او لوړپوړي چارواکي بدل شوی دی. هغه څو کلنه پوځي مخینه لري، د تېر حکومت لهخوا دوه ځله نیول شوی، محکوم او زنداني شوی او وروسته بېرته د طالبانو لیکو ته ستون شوی دی. نوموړي د شمالي ولایتونو په سقوط او کابل ته د طالبانو د ځواکونو په ننوتلو کې رول درلود او د دې ډلې له واکمنېدو وروسته یې هم مهمې دندې ترسره کړې دي. ایوبي له یو شمېر طالب مشرانو سره پر نږدې اړیکو سربېره، په وروستیو کلونو کې د ۲۰۳ منصوري قولاردو د ارکان له ریاسته له دندې د ګوښه کېدو او د ترک توکمه قومونو پر وړاندې د تبعیض د ادعا له امله د طالبانو له مشرتابه سره د یوې مودې لپاره اختلاف پیدا کړ؛ خو له شخړې وروسته بېرته د طالبانو جوړښت ته ستون شو او اوس د لوګر ولایت لپاره د دې ډلې د والي په توګه دنده ترسره کوي.
صلاحالدین ایوبي د محمد ایوبي زوی او د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ د مرشادي کلي اوسېدونکی دی. نوموړی په قوم ازبک او شاوخوا ۴۹ کلن دی. هغه د طالبانو له پخوانیو څېرو ګڼل کېږي چې د ۱۳۷۰یمې لسیزې له وروستیو د خپل ورور داملا صدرالدین په لارښوونه له دې ډلې سره یوځای شو. داملا صدرالدین د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو د تحریک د جوړېدو له لومړیو ورځو راهیسې د دې ډلې غړی و. صلاحالدین ایوبي د څه باندې دوه نیمو لسیزو فعالیت پر مهال د طالبانو په جوړښت کې بېلابېلې پوځي، سیاسي او اداري دندې ترسره کړې دي.
د هغه د رسمي زدهکړو په اړه باوري معلومات نشته او داسې کوم سند هم نه دی خپور شوی چې نوموړي لوړې یا پوهنتوني زدهکړې کړې وي. د هغه د سیمې اوسېدونکي وايي چې نوموړی د پاکستان د اکوړه خټک په دیني مدرسه کې څه موده د قران کریم پر حفظ بوخت و او له همدې ځایه د طالبانو لیکو ته ورغلی دی.
له طالبانو سره یوځای کېدل او د فعالیت لومړني کلونه
د ایوبي همدوره کسان وايي چې نوموړي په ۱۳۷۷ کال، هغه مهال چې شاوخوا ۱۸ کلن و، د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د یوه جنګیالي په توګه د دې ډلې لیکو ته ورغی. ایوبي هغه مهال خپل پوځي فعالیتونه په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې پیل کړل او د لوا د قوماندان، د توپچي غونډ د قوماندان او د شیرینتګاب د امنیه قوماندان په توګه یې دندې ترسره کړې.
په ۱۳۸۰ کال کې د طالبانو د لومړي رژیم له سقوط وروسته، نوموړی د څه مودې لپاره ایران ته ولاړ او د خپلو یو شمېر کلیوالو ترڅنګ یې په اصفهان او تهران ښارونو کې مزدوري کوله. د هغه ځینې ملګري وايي چې نوموړي قمار او د ساعتېرۍ او موسیقۍ په محفلونو کې ګډون هم خوښا وه او له همدې امله پوروړی شوی و
صلاحالدین ایوبي په ۱۳۸۲ کال کې بېرته له ایرانه افغانستان ته راستون شو او په یوه مدرسه کې یې د امام او مدرس په توګه دنده پیل کړه. هغه په خپل ټاټوبي او دغه راز په ګاونډیو ولایتونو، لکه سرپل، بادغیس او جوزجان کې د طالبانو په لیکو کې خپل فعالیتونه په پټه بېرته پیل کړل.
د فاریاب ولایت د یوه پخواني امنیتي کارکوونکي په وینا، نوموړی په ۱۳۸۴ کال کې د تېر حکومت د ملي امنیت عمومي ریاست د ځواکونو لهخوا د پاموړ کچې چاودېدونکو توکو او وسلو د لېږد په تور ونیول شو او محکمې هغه په ۱۲ کاله بند محکوم کړ.
د همدې روایت له مخې، نوموړی له اتو کلونو تېرولو وروسته د څرخي پله له زندانه د فاریاب ولایت د ځینو وکیلانو په منځګړیتوب او د هغه وخت د ولسمشر لهخوا یې د بند په موده کې د څلورو کلونو په تخیفف سره خوشې شو. دغه راز ویل کېږي چې د ځینو هېوادونو استخباراتو هم د هغه په خوشې کېدو کې رول درلود.
له زندانه تر خوشې کېدو وروسته، ایوبي ورو ورو د طالبانو په جوړښت کې لوړو دندو ته ورسېد او د شمال زون د کمېسیون د مسوول، د والي د مرستیال او په فاریاب ولایت کې یې د طالبانو د تش په نوم والي په توګه دندې ترسره کړې.
دغه راز په ۱۳۹۷ کال کې په هرات ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو لهخوا د هغه د بیا نیول کېدو راپورونه هم شته. ویل کېږي چې نوموړی په کابل کې د ملي امنیت ۴۰ ریاست ته له لېږد وروسته، څو میاشتې وروسته د دې ادارې د ځینو مسوولانو په همغږۍ او همکارۍ له توقیفځایه وتښتېد او پاکستان ته ولاړ. ځینې سرچینې ادعا کوي چې هغه په امنیت شورا کې د «پنځم ستون» په نوم د عناصرو ملاتړ درلود.
د طالبانو په جوړښت کې رول او د واک تر لاسه کولو بهیر
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ایوبي د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۹ کلونو ترمنځ د طالبانو د مرکزي کمېسیون د رهبرۍ د کړۍ د یوه غړي په توګه فعالیت کاوه او د افغانستان د شمالي ولایتونو د سقوط په بهیر کې یې د شاوخوا ۴۰ زره جنګیالیو په تیارولو او تنظیمولو سره مهم رول درلود.
د ځینو سرچینو په وینا، له همدې امله هغه ته د «شمال فاتح» لقب هم کارول کېږي. دوی وايي چې ایوبي د کابل د سقوط په لومړیو ورځو کې له خپلو ځواکونو سره ځان ارګ ماڼۍ ته ورساوه او له یو شمېر وسلهوالو کسانو سره یې عکسونه هم په رسنیو کې خپاره شول.
صلاحالدین ایوبي په پوځي، امنیتي او مدیریتي برخو کې پراخه تجربه لري. د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو په عملیاتو کې اوږده مخینه، د سیمهییزو تشکیلاتو قومانداني، د اداري جوړښتونو مدیریت او د دې ډلې د مشرتابه په بېلابېلو کچو کې فعالیت د هغه له مهمو تجربو ه ګڼل کېږي.
دغه راز ویل کېږي چې نوموړی د طالبانو له دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني سره نږدې اړیکې لري او د هغوی له سیاسي او تشکیلاتي ملاتړه برخمن دی؛ خو دا موضوع هم د شته راپورونو پر بنسټ ده او په خپلواکه توګه یې تایید سخت دی.
کورنۍ وضعیت او د نفوذ شبکه
د کورنۍ له پلوه، د هغه ورور قمرالدین چې په «بلال کور» مشهور دی، د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په فاریاب ولایت کې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې مدیریتي دنده لري. دغه راز راپور ورکړل شوی چې صلاحالدین ایوبي درې مېرمنې لري او د درېیمې مېرمنې پلار یې نورالله د مولوي عبدالمنان نیازي له ډلې سره تړاو درلود او ادعا شوې چې له داعش سره یې هم اړیکې لرلې دي. دا ادعاوې هم تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د صلاحالدین ایوبي په مخینه کې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو لهخوا دوه ځله نیول کېدل، د چاودېدونکو توکو د لېږد تور، د ملي امنیت د ۴۰ ریاست له توقیفځایه د تېښتې راپور او د ځینو کورنیو اړیکو په اړه ادعاوې شاملې دي؛ هغه موضوعات چې په بېلابېلو راپورونو کې مطرح شوي دي.
په مقابل کې په طالبانو کې اوږده مخینه، په ولایتي کچه مدیریتي تجربه، د افغانستان د شمال له امنیتي وضعیت سره بلدتیا او د دې ډلې له یو شمېر لوړپوړو مشرانو سره اړیکې هغه عوامل بلل کېږي چې د طالبانو په جوړښت کې یې د نوموړي د ځای د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړې ده.
له جمهوریت وروسته د صلاحالدین ایوبي وضعیت
صلاحالدین ایوبي لا هم د طالبانو له مخورو څېرو ګڼل کېږي. د شته معلوماتو له مخې، هغه په دې ډله کې له یوه عادي غړي تر لوړو پوځي، سیاسي او اداري دندو پورې ځان رسولی او د څه باندې دوو لسیزو فعالیت پر مهال یې د طالبانو په جوړښت کې د پاموړ مقام ترلاسه کړی دی. خو د هغه د امنیتي مخینې، شخصي اړیکو، کورنیو اړیکو او په تړاو یې د مطرح شویو ځینو ادعاوو یوه برخه پر خپرو شویو راپورونو او روایتونو ولاړه ده.
ایوبي د جمهوریت له سقوط وروسته، د حقاني شبکې په همغږۍ کابل ته دننه شو. نوموړي په یوه مرکه کې چې په رسنیو کې خپره شوې، ویلي چې د دې ډلې د مشرانو د لارښوونې له مخې یې د کابل شاوخوا ولسوالۍ ونیولې او لومړنی کس و چې د لوګر له لارې له ۴۰ کسانو سره د ولسمشرۍ ارګ ماڼۍ ته ننوت. هغه ویلي: «زما لپاره دا یوه عجیبه شېبه وه؛ له هغه زندانه راووتم چې د خلاصون هېڅ هیله مې نه لرله او د افغانستان د ولسمشر د کار پر څوکۍ او د هغه د مېز شاته کېناستم.»
ایوبي ارګ ماڼۍ ته د ننوتلو د شېبو په تړاو بل روایت هم وړاندې کوي. هغه وايي چې د ولسمشر په کاري دفتر کې یو میلیون ډالر موجود وو او دوی دغه پیسې مسوولانو ته وسپارلې. هغه روایت کوي چې دغه نظام د وسلو په زور واک ته رسېدلی او له دې ډلې سره د واک د لېږد هېڅ معامله نه ده شوې. ایوبي دغه راز وايي چې که اشرف غني هم په ارګ کې وای، د طالبانو د عمومي عفوې د اعلان له مخې به بښل شوی وای.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستانه تر واکمنېدو وروسته، سره له دې چې د عمومي بښنې اعلان یې کړی و، د پخواني حکومت د سلګونو امنیتي ځواکونو، سیاسي څېرو او مدني فعالانو د وژلو له پراخو تورونو سره مخ شوي دي.
ایوبي د جمهوریت د سقوط په لومړیو ورځو کې، د طالبانو د مرکچي پلاوي د یوه غړي په توګه، له دې ډلې د یو شمېر مشرانو ترڅنګ له ملي مقاومت جبهې سره څو پړاوه خبرې وکړې. خو خبرې له ۱۲ ورځو وروسته بې پایلې شوې او طالبانو وروسته د پنجشېر د نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل.
صلاحالدین ایوبي، چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د ارکان د رییس په توګه یې دنده ترسره کوله، د ۱۴۰۱ کال په تلې میاشت کې له خپلې دندې ګوښه شو.. هغه د دې پرېکړې او د ترکتوکمه قومونو پر وړاندې د هغه څه په اعتراض کې چې ده یې حقتلفي بلله، د میمنې ښار ته ولاړ او د یوې مودې لپاره له خپلو پلویانو سره د دې ډلې پر وړاندې په مخالفت کې ودرېد.
که څه هم ایوبي د کلیو د پراختیا وزارت د پالیسۍ د مرستیال په توګه وټاکل شو، خو نوموړي دا دنده ونه منله. د طالبانو له مشرتابه سره د شخړې له هواري وروسته، هغه په زابل ولایت کې د دې ډلې د امنیه قوماندان او وروسته په لوګر ولایت کې د طالبانو د والي په توګه وټاکل شو او اوس هم په همدې دنده کې فعالیت کوي.





