۸صبح، کابل: د طالبانو ټولګټو وزارت ویلي چې سالنګ لویه لار د درنې واورې ورېدنې له امله تړل شوې ده.
د نوموړي وزارت ویاند اشرف حقشناس ویلي چې دا لار یکشنبه د سلواغې پر ۲۱مه د شپې پر ۷:۰۰ بجو د توپان، واورې او د کمزوري لید لامله د تګراتګ پرمخ بنده شوې ده.
حقشناس زیاته کړې چې دا لویه لار تر راتلونکې خبرتیا پورې د هر ډول تګراتګ پرمخ تړلې ده.
نوموړي پر خلکو غږ کړی چې پر دې لار له تګراتګه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د سالنګونو په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.





