۸صبح، پروان: پروان کې سیمهییزې سرچینې د سالنګ په تونل کې د اورلګېدنې د تلفاتو له زیاتوالي خبر ورکوي.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د دغې اورلګېدنې په پایله کې تراوسه ۹ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
سرچینو د کابو ۲۰ ټپیانو وضعیت نازک وباله او وایي، چې د پروان ملکي روغتون ټپیان د درملنې لپاره د کابل روغتونونه ته لېږدولي دي.
دغه اورلګېدنه شنبه د لیندۍ پر شپږویشتمه د شپې ۸:۳۰ بجې د سالنګ په تونل کې دننه پیل شوه او اور تراوسه په بشپړ ډول نه دی مړ شوی.
سرچینې جوتوي، چې له تېرې شپې راهیسې زرګونه تنه مسافر د تونل په دواړو لوریو کې بند پاتې دي.
طالبانو هم تایید کړې، چې د سالنګ په تونل کې د اورلګېدنې تلفات زیات شوي دي.
تېره شپه ۸:۳۰ بجې شاوخوا د تېلو یوه ټانکر، چې له بغلان څخه کابل ته روان و د سالنګ تونل په ۵۰ مترۍ کې واوښت او اور یې واخیست.