۸صبح، کابل: نن، د نومبر ۱۹مه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب ۸۰مه کلیزه ده.
افغانستان په ۱۹۴۶ کال کې د ملګرو ملتونو د منشور له تصویب یو کال وروسته، د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.
په هغه وخت کې د افغانستان بیرغ په لومړي ځل د امریکا د نیویارک ښار په فلاشینګ مېډوز سیمه کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د لنډمهالي مرکز په انګړ کې ورپول شو.
محمدکبیر لودین په ۱۹۵۲ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د لومړي دایمي استازي په توګه خپله دنده پیل کړه.
خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په دغه سازمان کې د افغانستان د استازولۍ وضعیت لا هم بې برخليکه پاتې دی.
د ملګرو ملتونو د اعتبارلیکونو کمېټې تر اوسه د افغانستان د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د طالبانو غوښتنه نه ده منلې او د تېر حکومت له خوا ګومارل شوي ډیپلوماټان لا هم د هېواد د استازولۍ مسوولیت پر غاړه لري.






