د پنجشېر ولایت یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو له خوا د دغه ولایت پر خلکو د محدودیتونو د زیاتېدو او سختګیرۍ له ډېرېدو شکایت کوي. دوی وايي چې طالبانو په وروستیو اوونیو کې د پنجشېر پر اوسېدونکو فشارونه او محدودیتونه زیات کړي دي. د دغه ولایت اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د دوی پر فعالیتونو او تګ راتګ د څارنې ترڅنګ، د خلکو بدني پلټنې، د کورونو تالاشۍ او د ګرځنده ټېلېفونونو کتل زیات شوي دي. د دوی په وینا، د شپې له خوا پر تګ راتګ او غرونو ته پر تلو بندیز لګېدلی او طالبانو د سیمې جوماتونه پر پوځي پوستو بدل کړي او کلي شپه او ورځ تر څارنې لاندې لري. د پنجشېر اوسېدونکي همداراز وايي چې ښځې د طالبانو له چلند او محدودیتونو د وېرې له امله په اندېښنه کې ژوند کوي او ډېرې یې له کوره د وتلو جرئت نه لري.
د پنجشېر د پریان ولسوالۍ اوسېدونکی فردین (مستعار نوم) په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د طالبانو د سختګیرۍ او محدودیتونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. هغه وايي: «خلکو ته د شپې په ساعتونو کې د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېږي او ان غرونو ته د تلو اجازه هم نه لري. طالبان خلک په کوڅو، بازارونو او ان په خپلو کرنیزو ځمکو کې تالاشي کوي. د خلکو کورونه هم پرلهپسې او کور په کور پلټي. طالبان ټول خلک خپل دښمنان ګڼي او ګواښي یې.
د پنجشېر یو بل اوسېدونکی فرهاد (مستعار نوم) وايي چې د دالانسنګ په سیمه کې د دغه ولایت په دروازه کې د طالبانو پلټنې او څارنه زیاته شوې ده. د هغه په وینا، طالبان د خلکو تګ راتګ په پراخه کچه تر څارنې لاندې نیسي او ښځې هم د طالبانو له چلنده د وېرې او اندېښنې له امله له کوره د وتلو جرئت نه لري.
دغه پنجشېری وايي: «طالبان په امنیتي پوستو کې خلک له موټرو ښکته کوي او تالاشي کوي یې. همداراز، د ځوانانو ګرځنده ټېلېفونونه ګوري. طالبان په پنجشېر کې په بشپړ چمتووالي کې دي؛ داسې ښکاري لکه د یوې هر اړخیزې جګړې لپاره چې راغلي وي. د طالبانو یو شمېر ځواکونه شپه او ورځ په جوماتونو کې مېشت دي او د خلکو تګ راتګ او ورځني فعالیتونه څاري. ښځې د اوسني وضعیت له وېرې له کوره د وتلو جرئت نه لري. د شپې له خوا هېڅوک نه شي کولای له کوره بهر ووځي.»
د پنجشېر یو بل اوسېدونکی وسیم (مستعار نوم) په دغه ولایت کې پر خلکو د طالبانو له زیاتې شوې سختګیرۍ شکایت کوي. د هغه په وینا، خلک د خپل نظر او لیدلوري د څرګندولو اجازه نه لري او ټول اړ دي چې د طالبانو له امرونو او غوښتنو پیروي وکړي.
د پنجشېر دغه اوسېدونکی وايي: «محدودیتونه ډېر زیات دي او طالبان ټولې سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري. که څوک د شپې په ساعتونو کې له کوره بهر ووځي، د طالبانو ځواکونه یې د ګزمې پر مهال دروي او پوښتي یې چې د شپې په دې وخت کې څه کوي. هغوی خلکو ته خبرداری ورکوي چې د شپې له خوا له کوره بهر ونه وځي. موږ نه پوهېږو چې له دې وضعیت سره څه وکړو؛ طالبان شپه او ورځ پر خلکو سختګیري کوي او ژوند یې راته سخت کړی دی.»
د پنجشېر ولایت یو بل اوسېدونکی او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې غړی شکرالله (مستعار نوم) وايي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د هېواد د نورو سیمو د اوسېدونکو پرتله د پنجشېر له خلکو سره سخت چلند کړی؛ خو د هغه په وینا، په دې وروستیو کې د مقاومت جبهې د بریدونو په زیاتېدو سره د طالبانو سختګیري نوره هم زیاته شوې ده.
د پنجشېر دغه اوسېدونکی وايي: «د طالبانو سختګیري او محدودیتونه پر افغانستان د دې ډلې له واکمنېدو راهیسې روان دي؛ خو تر هغې وروسته چې موږ د دې ډلې پر پوستو بریدونه وکړل او طالبان ونه توانېدل چې زموږ د ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړي، پر ځايي خلکو یې فشارونه او سختګیري زیاته کړه. طالبان ځوانان او سپینږیري ځوروي، نیسي یې او شکنجه کوي یې او له هغوی د وسلو غوښتنه کوي. طالبان په پنجشېر ولایت کې د مقاومت جبهې د ځواکونو پر وړاندې د مقابلې د ناتوانۍ له امله امنیتي پوستې جوړوي. دې ډلې په ۲۰۲۲ کال کې د شابه قرارګاه قوماندان مادیار له خپلو درېیو زامنو او یوه زوم سره په داسې حال کې چې لاسونه یې تړلي وو، په ډزو وواژه.»
د بشري حقونو فعاله آزیتا نژند هم د پنجشېر ولایت پر اوسېدونکو د طالبانو د محدودیتونو او سختګیرۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې په دغه ولایت کې د خلکو د تګ راتګ ازادي محدوده شوې ده. د هغې په وینا، پخواني نظامیان له ځورونې سره مخ دي او یو شمېر اوسېدونکي په بېلابېلو پلمو نیول کېږي او شکنجه کېږي؛ هغه وضعیت چې پر هغوی ناوړه رواني اغېزې پرېږدي او ان له خوشې کېدو وروسته هم له جدي رواني ستونزو سره مخ وي.
مېرمن نژند وايي: «د پنجشېر ډېری اوسېدونکي د مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي او په دغه ولایت کې پراخې اقتصادي بېوزلۍ ته په پام سره، د خپلو څارويو د څرولو لپاره غرونو ته د مالدارنو پر تګ بندیز د هغوی د ژوند ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. له بلې خوا، ځوانانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په ازاده توګه له یو بل سره راټول شي. په ټوله کې، په پنجشېر کې وضعیت ډېر حساس دی او د دغو محدودیتونو دوام په خلکو کې جدي اندېښنې راپارولې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د لړم میاشتې پر ۱۰مه سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې د طالبانو لسګونه جنګیالي له یوې اوونۍ راهیسې د پنجشېر ولایت د شابه عمرض او شابه آستانې په سیمو کې ځای پر ځای شوي او د کورونو په تاشي کولو او د اوسېدونکو پر تګ راتګ د محدودیتونو په لګولو سره یې د ځايي خلکو ژوند ګډوډ کړی دی.
سرچینو زیاته کړې وه چې د طالبانو ځواکونه د مخلص په نوم د یوه کس په مشرۍ له یوې اوونۍ راهیسې په دغو سیمو کې مېشت شوي او اوسېدونکو ته یې ګواښ کړی چې د خپلو استوګنځایونو پرېښودو اجازه نه لر
د سرچینو په وینا، د سیمې د اوسېدونکو ډېری څاروي له غرونو کلیو ته لېږدول شوي؛ خو یو شمېر شپانه، بې له دې چې د خپلو څارویو د لېږدولو فرصت ومومي اړ شوي چې غرونه پرېږدي او څاروي یې په غرونو کې پاتې دي






