• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ښوونځیو تړل کېدل؛ د افغان نجونو له وخته مخکې ودونه او له خطر سره مخ امیندوارۍ

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۲ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1783936557]
WHO

WHO

د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو سره هممهاله، یو شمېر هغه نجونې چې په کم عمر کې واده کولو ته مجبورې شوې دي وايي، چې دې کار له سختو فزیکي او رواني ستونزو او همداراز د امیندوارۍ او زېږون له خطرناکو پایلو سره مخ کړې دي. د دوی په وینا، د طالبانو بیا واکمنېدو نه یوازې د ښوونځیو په تړلو سره د دوی د زده کړو هیلې په سیند لاهو کړې، بلکې د ژوند د ملګري د غوره کولو حق یې هم ترې واخیست. دا نجونې وايي، کورنیو یې له دې وېرې چې هسې نه طالبان یې په زورځان ته په نکاح کړي، ویې تښتوي او یا جنسي تېری پرې وکړي، دوی مناسب عمر ته له رسېدو وړاندې واده کولو ته اړې کړې. دوی ناهيلۍ سره زیاتوي، چې که ښوونځي بېرته پرانیستل هم شي، دوی نور د ژوند د درنو مسوولیتونو، واده او د بچیانو د روزنې له امله د زده‌کړو د دوام او خپلو هیلو ته د رسېدو جوګه نه دي.

سحر (مستعار نوم) یوه له هغو نجونو ده چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، په ۱۴ کلنۍ کې د کورنۍ له خوا واده ته مجبوره شوې ده. هغه وايي چې د کم عمرۍ له امله یې لومړی ماشوم له وخت مخکې زېږېدلی و او له یوې اوونۍ وروسته یې ساه ورکړه. د هغې په وینا، دویم ماشوم یې هم له وخته مخکې زېږېدلی، او دې دواړو ترخو تجربو هغه له سختې رواني ناروغۍ سره مخ کړې ده.

دا مېرمن د خپل ژوند ترخه کیسه داسې بیانوي: «لا ۱۴ کلنه وم چې کوژدنه یې کړم؛ مېړه مې له ما ۱۰ کاله مشر دی، خو ښه سړی دی. ۱۵ کلنه وم چې واده مې وکړ. لومړی ماشوم مې له وخته مخکې زېږېدلی و. ډاکټرانو وویل چې زما رحم لا کوچنی دی او ماشوم ته پوره ځای نه و. هغه یوازې یوه اوونۍ ژوندی و او بیا مړ شو. کال وروسته مې دویم ماشوم هم له وخته مخکې دنیا ته راغی؛ که څه هم دا ځل ماشوم ژوندی پاتې شو، خو زه له رواني پلوه ډېره وځورېدم هره شېبه مې فکر کاوه چې دا ماشوم به هم مړ شي. روغتیایي وضعیت مې داسې خراب شو چې ډاکټرانو به ویل شاک شوې یم، خو ملایانو بیا ویل چې پېریانو نیولې یم؛ نږدې یو کال مې درملنه روانه وه.» د هغې په وینا، د طالبانو راتګ د هغې پر ژوند دوه درانده ګوزارونه وکړل؛ لومړی یې د ښوونځي په تړلو سره د ډاکټرۍ هیلې ورته خاورې کړې او دویم دا چې د خپل ژوند د ملګري د غوره کولو حق یې ترې واخیست.

سحر زیاتوي: «کله چې طالبان راغلل، زه په شپږم ټولګي کې وم. هیله مې درلوده چې ډاکټره شم. درس مې ډېر ښه وایه او څرنګه مې چې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه، غوښتل مې د زده‌کړې له لارې د خپلې کورنۍ برخلیک بدل کړم. خو د طالبانو په راتګ مې دوه کلک ګوزارونه وخوړل؛ هم مې هیلې د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو سره خاورې شوې او هم د ژوند د ملګري د غوره کولو له حقه بې‌برخې شوم.»

دا مېرمن وایي:«  کله چې ښوونځي وتړل شول، ټولو ویل چې ښایي بل کال ته بېرته خلاص شي؛ خو پلار مې ټینګار کاوه چې باید ژر واده وکړم، څو مې طالبان ونه تښتوي، جنسي تېری راباندې ونه کړي او یا مې په زور ځان ته نکاح نه کړي. په هغو ورځو کې داسې اوازې ډېرې وې چې طالبانو د ټوپک په زور او یا په پيسو نجونې ځان ته نکاح کوي. په پای کې مې پلار راته وویل، که راتلونکی کال ښوونځي خلاص نه شول، نو باید واده وکړې.»

مهتاب (مستعار نوم) بله هغه نجلۍ ده چې د ښوونځیو تړل کېدو په کم عمر کې د هغې واده کولو ته لاره هواره کړه. هغه وايي پلار یې ورته ویل چې اوس نو ښوونځی نشته او بل کار نه لرې، باید واده وکړې؛ د هغې په وینا په ماشومتوب کې یې واده د دې لامل شو چې هغه درې ځلې د خپلې ګېډې ماشوم له لاسه ورکړي.

دا مېرمن وايي: «کله چې ډېره ماشومه وم، د طالبانو له وېرې مې واده وکړ. په اووم ټولګي کې وم چې طالبان راغلل او ښوونځي وتړل شول. په هغه وخت کې زه هیله‌منه وم چې ښوونځي به بېرته پرانیستل شي، ځکه ما له درس سره مینه لرله او غوښتل مې یوه مشهوره خبریاله شم؛ ما به تل په کور کې د خبرونو د ویلو تمرین کاوه او له ځانه مې ویډیوګانې اخیستې.»

مهتاب زیاتوي:« خو پلار مې په خپله خبره کلک و چې نور ښوونځی نشته او باید واده وکړم. هغه به ویل چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم ښوونځي بند شول او بېرته خلاص نشول، اوس چې ښوونځی نشته نو نور غواړې څه وکړې؟ باید کور واده وکړې. ما به ژړل او ویل به مې چې واده نه کوم، ځکه زه لا ډېره وړه وم او د ګډ ژوند، مېړه او ماشوم لرلو په مانا هېڅ نه پوهېدم. له بلې خوا، لا مې په زړه کې د ښوونځي د خلاصېدو هیلې ژوندۍ وې. په همدې وخت کې د پلار یو لېرې خپلوان زما په مرکه راغی او د هلک کورنۍ وویل چې دوی د ک‌ډوالۍ کیس لري او ژر به بل هېواد ته لاړ شي، نو باید واده ژر وشي.» د هغې په وینا، کورنۍ یې هم له دې واده سره موافقه وه او هغې ته یې ویل: «بهر ته ځې، هلته هم خپل درس وایه او هم به ښه ارام ژوند ولرې.»

مهتاب زیاتوي: «ما هم په دې هیله چې بهر ته لاړه شم او خپلې زده‌کړې به جاري وساتم، دا خبره ومنله؛ خو دا ټولې ژمنې درواغ وختلې. څلور کاله تېر شول، نه بهر ته لاړو او نه مې وکړای شول چې درس ته دوام ورکړم؛ اوس د کور د چارو او ماشومانو روزلو مسوولیت هم زما پر غاړه دی. هر وخت چې خپلې هیلې رایادوم، له ژونده زړه تورې شم او څو ورځې مې رواني وضعیت داسې خراب وي چې له ځانه سره وایم کاش مړه وای»

په همدې حال کې د نسايي او ولادي ناروغیو ډاکټره خدیجه مصباح وايي چې په کم عمر کې  په ځانګړې توګه تر ۱۸ کلنۍ ښکته امیندواري، د وینې د کمښت، د امېدوارۍ د فشار، د زېږون د سختوالي، وینه بهېدنې، له وخته مخکې زېږون او د کم وزن لرونکي ماشوم د زېږېدو خطرونه خورا زیاتوي. هغه خبرداری ورکوي چې په دغه عمر کې د میندو او د هغوی د ماشومانو د مړینې کچه د زړو ښځو پرتله ډېره لوړه ده.

دا ډاکټره زیاتوي: «د کم عمره نجونو بدن لا د پوره ودې پړاو ته نه دی رسېدلی او د هغوی هډوکي (لګن) او نور غړي د امېدوارۍ او زېږون لپاره بشپړ چمتووالی نه لري. له بلې خوا، د نجلۍ خپل بدن هم د ودې لپاره مغذي موادو ته اړتیا لري او امیندوارۍ دا اړتیا لا پسې زیاتوي.»

د هغې په وینا، په کم عمر کې امیندواري په ځانګړې توګه په هغو نجونو کې چې تر ۱۵ کلنۍ ښکته وي او یا د امیندوارۍ پر مهال د روغتیایي څارنې کافي اسانتیاوې ونه لري، د مور او ماشوم د مړینې ګواښ زیاتوي؛ خو د منظمو روغتیایي مشورو په ترلاسه کولو سره دا خطر تر ډېره کمېدای شي.

ډاکټره مصباح زیاتوي: «په کم عمر کې واده او امیندواري پراخې فزیکي او رواني پایلې لري؛ له فزیکي پلوه د خوارځواکۍ او د وینې د کمښت لامل کېږي او له رواني پلوه بیا د اضطراب، خپګان، سټرس، پر ځان د باور د کموالي او له ټولنیزو او ښوونیزو فرصتونو د نجونو د بې‌برخې کېدو لامل ګرځي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) څه موده وړاندې په افغانستان کې د نجونو د رواني ستونزو او کم عمره ودونو د زیاتوالي په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې په میلیونونو نجونې د طالبانو د محدودیتونو د ویجاړوونکو اغېزو قرباني دي.

همداراز د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) هم اعلان کړی و، چې زېږون د ښځو لپاره د مړینې تر ټولو لوی ګواښ دی او هره ورځ تر ۷۰۰ څخه زیاتې ښځې د امیندوارۍ او زېږون پورې د تړلو بېلابېلو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دې سازمان ویلي وو چې په هرو دوو دقیقو کې یوه مېرمن د زېږون له امله مړه کېږي او له ۲۰ تر ۳۰ پورې نورې ښځې بیا د زېږون د ټپونو، انتانونو او یا د تلپاتې معلولیتونو ښکار ګرځي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ «ډېرې ښې خبرې» روانې دي
بهرني خبرونه

ټرمپ: د نوبل د سولې جایزې وړ یم خو په ګټلو کې یې شک لرم

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791463373]
یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د جګړو له امله تر ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي
خبرونه

یوناما: طالبانو د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیولې

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791462727]
ملګرو ملتونه: راستنو شویو کورنیو ته ۸۰۰ سرپناوې بیارغول کېږي
ټولنه

ملګرو ملتونه: راستنو شویو کورنیو ته ۸۰۰ سرپناوې بیارغول کېږي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791461926]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.