په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې دوهم پړاو مذاکرات داسې مهال پیلېږي، چې په کلیوالو سیمو کې جګړه روانه ده او په ښارونو کې هم د مقناطيسي ماینونو او هدفي بریدونو له امله په خلکو کې وېره خپره ده.
که څه هم د سولې په خبرو کې لا هم د دواړو اړخونو ترمنځ واټن زیات ښکاري او ګرانه به وي چې ژر دا واټن راکم شي، خو دا چې د خبرو له بیا پیل سره سم زلمی خلیلزاد افغانستان، قطر او د سیمې هېوادونو ته سفر کوي، داسې ښکاري چې امریکا غواړي دا بهیر چټک پرمختګ وکړي.
له بلې خوا افغان اولس د خبرو له دواړو لوریو غواړي، ژر تر ژره تاوتریخوالی پای ته ورسوي او اوربند ټینګ شي، چې د ملکي افغانانو د قرباني کېدو مخه ونيول شي.
د تاوتریخوالي د کمولو موضوع دومره هم پېچلې نه ده چې دواړه لوري ونه توانېږي پرې توافق وکړي.
که چېرې د دواړو لوریو ترمنځ د باور او اعتماد فضا رامنځته شي ښايي طالبانو ډله د تاوتریخوالي کمولو او بالاخره اوربند ته غاړه کېږدي.
د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د خبرو د طرزالعمل پر سر مذاکرې لانجمنې وې خو دواړه خواوې په دې برخه کې هوکړې ته ورسېدل چې له مخې یې دا دی د خبرو بل پړاو پيل شو.
په داسې حال کې چې ددولت مرکچ پلاوی وایي د اوربند موضوع یې د خبرو په سر کې ده خو طالبانو دغې مسلې ته د وړاندیزونو په پای کې ځای ورکړی دی.
که څه هم د دولت مرکچي پلاوی اوربند طالبانو ته اساسي وړاندیز بولي خو دغې موضوع ته د طالبانو لیدتوګو ته په پام سره لېرې ښکاري چې دغه پلاوی په لومړي ګام کې دې موخې ته ورسېږی. نو ښه دا ده چې د دولت مرکچې پلاوی د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت ته زیاته پاملرنه وکړي، ځکه داسې اټکل کېدای شي چې طالبان به اوس یوازې د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه کېږدي.
داسې ښکاري د لومړنیو ګامونو له پورته کولو پرته پر اوربند هوکړه یوه غیر عملي تمه ده، ځکه په مذاکراتو کې له پرمختګ پرته زر ترزره دا تمه نشي کېدای. له دې امله که مرکچي پلاوي د خبرو د دوهم پړاو په لومړیو کې د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت په اړه هوکړې ته ورسېږي یوې لویې موخې ته به رسېدلی وي.




