د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې د داعش، القاعدې او له دغو ډلو سره د تړلو شبکو د فعالیتونو په اړه ویلي چې د الشباب ډلې ځينو جنګیالیو له سومالیا څخه افغانستان ته سفر کړی دی. دغه راپور هممهاله خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ګڼو ترهګرو ډلو حضور او د فعالیت احتمال یې لا هم د ګاونډیو هېوادونو او منځنۍ اسیا لپاره دوامداره ګواښ بلل کېږي.
دا راپور چې د امنیت شورا د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو د څار ډلې اته دېرشم راپور دی، د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۱۰مه خپور شوی او د روان کال د جون تر ۹مې پورې راټول شوي معلومات پکې راغلې دي. راپور د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د معلوماتو او ارزونو پر بنسټ چمتو شوی دی.
د راپور له مهمو موندنو څخه یوه یې له سومالیا څخه افغانستان ته د الشباب ډلې د یو شمېر جنګیالیو لېږد دی. د امنیت شورا د څار ډلې ویلي چې د سومالیا حکومت اقداماتو په دغه هېواد کې د داعش له ډلې سره د یوځای کېدو لپاره د بهرنیو جنګیالیو تګ راتګ محدود کړی، خو دا بهیر یې بشپړ نه دی درولی.
په راپور کې راغلي چې یو شمېر بهرني جنګیالي د جګړې نورو سیمو ته لېږدول شوي او داسې راپورونه هم شته چې د الشباب ډلې لږ شمېر جنګیالیو له سومالیا څخه افغانستان ته سفر کړی دی. سند د دغو کسانو د کره شمېر، د هغوی د راتګ د وخت، د سفر د لارې او په افغانستان کې د هغوی د مېشتېدو د ځای په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.
الشباب په ختیځه افریقا کې له القاعده سره تړلې مهمه ډله ده. افغانستان ته د دغې ډلې د غړو د سفر یادونه په داسې حال کې کېږي چې د امنیت شورا په راپور کې له سوریې څخه افغانستان ته د نورو ډلو د اړوندو کسانو د تګ راتګ خبر هم ورکړل شوی دی.
د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې سیفالدین تاجیبایف او ګلمراد حلیموف افغانستان ته سفر کړی دی. حلیموف د همدې کال په نومبر میاشت کې په کونړ کې د داعش خراسان ډلې له قوماندانانو سره خبرې او پر تاجکستان یې د برید غوښتنه کړې ده.
همدارنګه ابوبکر بدخشانی چې د القاعده پخوانی غړی او د سوریې د پخواني حکومت پر ضد جګړه کې ښکېل و، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې افغانستان ته تللی دی.
د څار ډلې ټینګار کړی چې د دغه راپور تر چمتو کېدو پورې له سوریې څخه افغانستان ته د پام وړ شمېر جنګیالیو لېږد نه دی تایید شوی.
امنیت شورا د راپور په یوه بله برخه کې ویلي چې له افغانستان څخه راولاړېدونکی ترهګریز ګواښ په ټولیز ډول د پام وړ بدلون نه دی کړی. د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو په باور، په افغانستان کې د «څو ترهګرو ډلو» د فعالیت امکان لا هم د ګاونډیو او د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره دوامداره ګواښ رامنځته کړی دی.
په راپور کې راغلي، طالبانو سره له دې چې د داعش خراسان څانګې پر وړاندې یې عملیات کړي او د ځینو نورو ډلو د مهارولو هڅه یې هم کړې، نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې د «تروریزم ستونزه» وځپي.
طالبانو ښکاره په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون یا د هغوی کوربتوب رد کړی دی. د امنیت شورا د ارزونې پر بنسټ، داعش خراسان لا هم طالبانو او د سیمې لپاره ستر ګواښ دی. دا ډله د طالبانو او پاکستان د عملیاتو له امله سخته ځپل شوې، خو لا یې هم له افغانستانه بهر د عملیاتو د ترسراوي وړتیا ساتلې ده.
راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د داعش خراسان بریدونه کم شوي، خو په پاکستان کې یې بریدونه زیات شوي دي. دا ډله اوس د بیا رغونې په پړاو کې ده او لا هم د چریکو، خو لویو او درنې مرګژوبلې د رامنځته کوونکو بریدونو د ترسراوي وړتیا لري.
د سیمې هېوادونو امنیت شورا ته راپور ورکړی چې داعش خراسان نویو تجهیزاتو لکه بې پيلوټه الوتکو، د شپې لید تجهیزات او حرارتي دوربینونو ته لاسرسی لري. همداراز ویل شوي چې د دې ډلې جنګیالي په ښاري جګړو او د بېپیلوټه الوتکو په کارولو کې روزنه ترلاسه کوي. همداراز ویل شوي چې دغې ډلې د خپلو ځواکونو یوه برخه د افغانستان شمال ته لېږدولې او خپل روزنیز مرکزونه یې د افغانستان او پاکستان کرښې په دواړو غاړو کې خپاره کړي دي.
راپور په کابل کې پر یو چینايي رسټورانټ د جنورۍ د ۱۹مې نېټې ځانمرګې برید ته هم اشاره کړې ده. داعش خراسان د دغه برید مسوولیت ومانه. د راپور پر بنسټ، په دې پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي و.
امنیت شورا د اپرېل د ۱۰مې نېټې هغه برید هم ثبت کړی چې په هرات کې د شیعهګانو پر یوه زیارت شوی و. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي و. هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت ونه مانه، خو راپور یادونه کړې چې داعش خراسان تر دې وړاندې څو وارې هزارهګان او شیعهګان په نښه کړي دي.
د ترهګرۍ د تمویل په برخه کې راغلي چې داعش خراسان د افغانستان په شمال کې د پیسو په بدل کې د تښتونو لړۍ پراخه کړې او بهرني کارګر او شرکتونه یې په نښه کړي دي. د راپور بله برخه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) ته ځانګړې شوې ده. امنیت شورا ویلي چې افغان طالبانو د ټيټيپي ملاتړ ته دوام ورکړی او د دې ډلې له لوري پر پاکستان د بریدونو زیاتېدو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ او پوځي نښتو د زیاتوالي لامل دی.
د راپور له مخې، طالبانو د ټيټيپي شاوخوا دوه زره جنګیالي او د هغوی د کورنۍ غړي کرښې ته له نږدې سیمو د افغانستان داخلي برخو ته لېږدولي دي. ورته مهال د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده د غیرعلني اړیکو له لارې د ټيټيپي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې پر پاکستان بریدونه ودروي، که نه نو ښايي د طالبانو ملاتړ له لاسه ورکړي.
راپور په افغانستان کې د القاعدې د فعالیتونو له دوامه هم خبر ورکړی دی. د القاعدې رسمي «السحاب» بنسټ د اپرېل پر ۲۸مه په لومړي وار په علني ډول د پاکستان پر وړاندې عملیاتو کې د ټيټيپي ملاتړ کړی دی. امنیت شورا ویلي چې القاعدې له دې مخکې هم ټيټيپي ته روزنه، ایډیالوژیکه لارښوونه او ملاتړ برابراوه.
همداراز یوه غړي هېواد راپور ورکړی چې د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ پورې تړلو کسانو د ټيټيپي له غړو سره یوځای په افغانستان کې د القاعدې د روزونکو له خوا روزنه ترلاسه کړې ده.
ورته مهال راپور وايي چې د هند په نیمه وچه کې د القاعدې یا AQIS مشرتابه په کابل کې حضور لري او غړو ته یې د افغانستان تذکرې هم صادرې شوې دي؛ د راپور د ارزونې له مخې، دا موضوع د دغې ډلې او طالبانو ترمنځ د نږدې همکارۍ ښکارندوی کولی شي.
امنیت شورا د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په اړه هم ویلي چې دا ډله یو ځل بیا په بدخشان، په ځانګړې توګه د واخان په دهلېز کې متمرکزه شوې او په کندوز کې یې نوې اډې جوړې کړې دي. یوه غړي هېواد ویلي چې د دغې ډلې جنګیالي د نورستان په برګمټال کې د القاعدې په یوه نوي روزنیز کمپ کې روزنه ترلاسه کوي. راپور همداراز افغانستان ته له سوریې څخه د دې ډلې د یو شمېر غړو د لېږد خبر ورکړی، که څه هم یوه غړي هېواد ارزونه کړې چې دا ډله کوچنۍ او له پوځي پلوه فعاله نه ده.
د وسلو اړوندې برخې کې هم راغلي چې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې د وسلو او پرمختللو پوځي تجهیزاتو لویې کچې د دې زمینه برابره کړې چې د دغو تجهیزاتو یوه برخه ټيټيپي او نورو ډلو ته ولېږدول شي. د ملګرو ملتونو ځینو غړو هېوادونو ویلي چې د شپې لید دوربینونو په څېر تجهیزاتو ته د وسلهوالو ډلو لاسرسی د هغوی جنګي وړتیا او د بریدونو مرګژوبله زیاته کړې ده.
د امنیت شورا څار ډلې ټینګار کړی چې د ترهګرو ډلو د جنګیالیو د شمېر په اړه کره معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن دی او راپور په بېلابېلو مواردو کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو اطلاعات او ارزونې منعکسوي.





