ټاکل شوې چې د مکې تړون د غړو هېوادونو، سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان، لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ په تهران کې له ایراني چارواکو سره وګوري.
رویټرز خبري اژانس يکشنبه د اکټوبر پر ۲۵مه، د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دې غونډې اصلي موضوع سیمهییزې همغږۍ دي.
د راپور له مخې، د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان او د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د یوې سرچینې په وینا، د ترکیې د استخباراتو د ادارې مشر به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
دا کتنه د یمن د حوثیانو له خوا پر سعودي عربستان د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د ایران او د دغو درېيو هېوادونو د ائتلاف د ټولو غړو ترمنځ په لوړه کچه لومړنۍ اړیکه ده. حوثیان له ایران سره همغږي ډله بلل کېږي.





