۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر (UNDP) اعلان کړی چې د سویلي کوریا د استازولۍ په ملاتړ د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د اقتصادي بیارغونې بهیر ملاتړ کوي.
دغه بنسټ دوشنبه د لړم پر ۴مه، ویلي چې په افغانستان کې د بیا رغونې د هڅو نوی پړاو پیلوي.
دا هڅې د «اقتصادي بیارغونې» (REVIVE II) پروګرام په اډانه کې د خلکو د معیشت پر پیاوړتیا، د ټولنیزو زیربناوو پر بیارغونې، د اقتصادي فعالیتونو پر بیا غوړولو او د ټولنو د مقاومت وړتیا پر لوړولو متمرکزې دي.
دغه پروګرام کابل، پکتیا، غزني، ننګرهار او کونړ ولایتونه تر پوښښ لاندې نیسي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر ویلي چې د دغه پروګرام دویم پړاو د لومړي پړاو د لاسته راوړنو پر بنسټ، په افغانستان کې د بیارغونې بهیر د پیاوړتیا او د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په موخه پیل کېږي.





