د اوکراین له بندرونو د غلو اوولس لېږدونکې بېړۍ وتلې دي

د راپورونو له مخې په وروستیو دوو ورځو کې د اوکراین د غلو ۱۷ لېږدونکې بېړۍ له دغه هېواده وتلې دي.

ترکي رسنیو یکشنبه د اکټوبر پر ۹ د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې د اوکراین په غلو بار ۱۷ بېړۍ د دغه هېواد له بندرونو راوتلې او نړیوال بازار ته روانې شوې دي.

په راپورونو کې راغلي، چې دغه بېړۍ به د ترکیې، ملګروملتونو سازمان او اوکراین د ګډ پلاوي له خوا د استانبول په تنګي کې له څارنې وروسته خپلې لارې ته دوام ورکړي.

د ویلو ده، چې روسیې او اوکراین د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې پر ۲۲ نېټې د ترکیې او ملګروملتونو سازمان په منځګړیتوب «د اوکراین له بندرونو د غلو او خوراکي توکو د امن لېږد» هوکړه لاسلیک کړه.

تر اوسه د اوکراین په غلو بار لسګونه بېړۍ د ترکیې له تنګي په تېرېدو سره نړیوال بازار ته رسېدلې دي.

ورته لیکنې

Back to top button