۸صبح، کابل: له کابل ښاره سیمهییزې سرچینې وایي، چې د څو چاودنو او پرلهپسې ډزو غږونه یې اورېدلي دي.
سرچینې چهارشنبه مازدیګر د مرغومي پر څوارلسمه نېټه وايي، چې طالبان یوه کور ته دننه شوي او له درنو وسلو یې کار اخیستی دی.
د سرچینو په وینا چاودنې او نښتې د مازدیګر ۴:۰۰ بجې پیل شوې او تر ۵:۳۰ یې دوام کړی دی.
دغه چاودنې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند ټانک لوګر سیمې ته نږدې شوې دي.
تراوسه د دې پېښې د تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات نشته.
همداراز تراوسه نه ده روښانه شوې، چې دغه کور د چا دی. طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.