د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په خپلې وروستۍ ناسته کې د بایډن ادارې او طالبانو اړیکه تر پوښتنې لاندې راوستې ده. هغوی د امریکا له لوري په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق څخه د څارنې لپاره، یاد صندوق ته د غړي پر ټاکل کېدو اندېښنه ښوولې ده. د کانګرس یوه غړي ویلي، په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق غړی شاهمحمد محرابي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د عالي شورا غړیتوب هم لري، د دوکتورا کچې په اسنادو کې د جعل په تور له امریکايي بنسټونو شړل شوی دی. نوموړي د محرابي په اړه د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ څرګندونې په «واشنګتن ډيسي کې عامې اپلتې او ټوکې» بللې دي. له بلې خوا د افغانستان بانک یو پخوانی چارواکی وايي چې ښاغلی محرابي د طالبانو استازولي کوي او له دوی سره د افغانستان د وجهي صندوق په اړه اطلاعات شریکوي. د نوموړي په خبره، محرابي مرسته کوي، څو طالبان د افغانستان اسعاري زېرمو ته لاسرسی پیدا کړي.
وروسته له هغه چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې «له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د بایډن ادارې د دوېمې برخې پالیسۍ د ارزولو» په نوم ناسته کې د افغانستان په چارو کې امریکايي ځانګړي استازي د پوښتنو د ځواب کولو لپاره وروغوښتل، له طالبانو سره د تعامل په برخه کې پر سپینې ماڼۍ کلکې نیوکې مطرح شوې دي.
د امریکا د استازو جرګې غړي براېن ماسټ د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره په څو دقیقهیي خبرواترو کې ویلي چې په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق غړی شاهمحمد محرابي له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او دغه راز په تحصیلي اسنادو کې د جعل له کبله له امریکايي بنسټونو شړل شوی دی.
ښاغلی ماسټ چې په دې خبرو اترو کې موسکۍ موسکۍ کېږي، ټينګار کړی چې په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق د غړي شاهمحمد محرابي د دوکتورا اسناد جعلي دي. نوموړي د ټام وېسټ ځوابونه چې د شاهمحمد محرابي د علمي اسنادو د جعل په اړه یې بېخبري ښوولې، دا په «واشنګتن ډيسي کې عامې اپلتې او ټوکې» بللې دي.
د امریکا د کانګرس دغه غړي له ټام وېسټ څخه پوښتلي: «ایا د شاهمحمد محرابي له نوم سره اشنا یې؟ ایا هغه د افغانستان د وجهي صندوق له څلورو غړو یو دی چې ۳.۵ میلیارد ډالر په واک کې لري؟ چا د نوموړي د اسنادو د ارزونې مسوولیت درلود؟»
ټام وېسټ د ښاغلي ماسټ په ځواب کې وايي: «د ارزونې کوم بهیر چې موږ ترسره کړی د فدرالي شتمنیو د قانون له مخې و. موږ دا کس هغه مهال، د راسېدلو وړاندیزونو له ډلې تایید کړ.»
ښاغلی ماسټ بیا پوښتي: «چا هغه وړاندیز کړی و؟ وېسټ: افغان تایید شویو استازو. ماسټ: د افغانستان تایید شويو استازو؟ دا تایید شوی استازی څوک دی؟ وېسټ: زه به خوشاله شم چې په دې اړه بل ځای کې درسره وغږېږم. په دې عمومي ناسته کې د شته امنیتي انديښنو له مخې نه شم کولای له دې زیات څه ووایم. ماسټ: نه غواړې ووایې چې د افغانستان دا تایید شوی استازی څوک دی؟ نو بیا نه غواړې ځواب ورکړې. وېسټ: خوشاله به شم چې بل ځای کې له تاسره خبرې وکړم. ماسټ: په واشنګټن ډيسي کې دا عامې اپلتې مه وایه! یوازې ووایه هو یا نه! ایا شاهمحمد محرابي له واشنګټن کالج څخه د جعلي اسنادو په وړاندې کولو شړل شوی و؟ ادعا یې کړې وه چې ډاکټر دی؛ خو نه و.»
ښاغلي وېسټ د استازو جرګې د دغه غړي په ځواب کې وايي: «موږ له دغو تورونو خبر نه و، خو ګومان نه کوم زموږ پرېکړه بدله کړي. ماسټ: ایا دا به ستاسې پرېکړه بدلوله چې هغه د مشرتابه پلاوي د غړي په توګه ټاکئ؟ ان که پوهېدلی چې نوموړي د دوکتورا جعلي اسناد وړاندې کړي؟ رښتیا له دې زیات نه غواړم وپوښتم.»
ښاغلی ماسټ له طالبانو سره د شاهمحمد محرابي د اړیکو په اړه د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي پوښتنه کوي؛ خو وېسټ یې په ځواب کې وايي چې نوموړی د امریکا تابیعت او یوه لسیزه کاري تجربه لري.
د امریکا د کانګرس دغه غړي ټینګار کړی، له هغو ځایونو څخه چې ښاغلي محرابي کاري تجربه ترلاسه کړې په اسنادو کې د درغلۍ له امله شړل شوی او همماله د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د عالي شورا غړی دی.
ښاغلی ماسټ زیاتوي: «که څوک غواړي د یاد بانک غړی شي باید له طالبانو سره یوخوله وي او له بلې خوا موږ په سویس کې نوموړی د دغه بنسټ یو غړی منلی چې د امریکا په استازولۍ ۳.۵ میلیارد ډالره کنترول کړي، څو ډاډه شو چې دا پیسې مرکزي بانک ته نه ورګرځي. دا لکه ټوکې داسې ښکاري او د ګټو ښکاره تضاد دی.»
ورته مهال د افغانستان بانک د مالي خدماتو د پراختیا پخواني مسوول میرشکیب میر له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې په اداري فساد د محرابي په لاس لرلو او د نوموړي له لوري د قومي لاملونو له کبله د ځوانو کارکوونکو د ګوښه کولو سربېره ټينګار وکړ چې نوموړی د عزیزي بانک له رییس میرویس عزیزي سره کورنۍ اړیکې هم لري او نوموړي به د پخواني حکومت پر مهال د افغانستان بانک په عالي شورا کې له دغه بانکه ملاتړ کاوه او سیال بانکونه به یې تر فشار لاندې راوستل.
د افغانستان بانک د مالي پراختیا دا پخوانی مسوول زیاتوي، اوس روښانه شوی چې نوموړي د امریکا په څېر هېواد کې د تحصیلي اسنادو پر جعل لاس پوری کړی او غړیتوب یې د افغانستان په وجهي صندوق د اندېښنې وړ دی. د نوموړي په خبره، دمګړۍ ښاغلی محرابي د طالبانو له رژیمه د استازولۍ ترڅنګ، د افغانستان بانک د عالي شورا په ناستو کې ګډون کوي.
ښاغلی میر زیاتوي: «دا امریکا او افغانانو ته د اندېښنې وړ ده، داسې کس چې له یوې خوا د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک د عالي شورا غړی دی او له بلې خوا داسې صندوق کې کار کوي چې پیسې یې باید د طالبانو په واک کې نه وي. داسې کس چې ان په امریکا کې جعل کوي، څنګه سړی ډاډه شي چې طالبانو ته به د افغانستان د وجهي صندوق په اړه مالومات نه ورکوي.»
هغه زیاتوي: «دا کس له طالبانو سره د لارو چارو په وړاندې کولو مرسته کوي، څو د افغانستان بانک اسعاري زېرمو ته لاسرسی پیدا کړي؛ ځکه دوه اړخیزه ځانګړنه لري. له یوې خوا د طالبانو ګټې ورته مهمې دي، ځکه کارکوونکی یې دی او له بلې خوا د افغانانو په استازولۍ د افغانستان په وجهي صندوق کې دنده لري او د خلکو د پیسو مصروفولو د څرنګوالي په اړه پرېکړې کوي.»
ورته مهال د پخواني حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزارت معین عبدالله خنجاني له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې اوسنۍ نړۍ کې بنسټيزه ستونزه د ملي ګټو په تړاو دوه ګونی معیار دی. د نوموړي په خبره، «ځینو ته، حماس او کله کله د فلسطین ټول وګړي او حوثیان ترهګر، خو طالب شریک ګڼل کېږي.»
خنجاني زیاتوي: «پر همدې بنسټ، په لویدیځ فکري سیسټم کې خپل ښه فاسد او د نورو بد فاسد هم شته. شاهمحمد محرابي د واشنګټن په حلقاتو کې د یوه ښه فاسد کس بېلګه ده، چې نه یوازې په خپل شخصي او علمي ژوند کې درغلي کوي، بلکې له افغانستانه د امریکا د مالي ملاتړ په سیسټم کې یو طالب پلوی دی.»
شاهمحمد محرابي څوک دی؟
د افغانستان بانک د شاهمحمد محرابي په اړه لیکلي چې نوموړي د پلټنې کمېټې د رییس او د دغه بانک د عالي شورا د غړي په توګه کار کړی دی. په دغه بانک کې د خپرو شویو مالوماتو پر بنسټ، ښاغلي محرابي خپلې لوړې زده کړې د اقتصاد په څانګه کې د لیسانس په کچه د کلفورنیا له پولتخنیک پوهنتون، د ماسټرۍ په کچه د امریکا له سینسیناتي پوهنتون او د دکتورا په کچه د اقتصاد او پوهنې په څانګه کې له همدې پوهنتون څخه ترلاسه کړي دي.
دغه راز په امریکايي پوهنتونونو کې د نوموړي د استادۍ د ادعا په اړه یې د هېڅ پوهنتون یا علمي بنسټ نوم نه دی اخیستی. د افغانستان بانک ویلي، چې نوموړي د امریکا په څو پوهنتونونو او انسټيټونونو کې د ماسټرۍ او لیسانس په برخه کې د اقتصاد مضمون درس ورکړی، په داسې حال کې چې د هېڅ بنسټ نوم یې نه دی یاد کړی.
ښاغلي محرابي د تېر کال په قوس میاشت کې کابل ته تللی و. نوموړي د ۱۴۰۱ کال د قوس پر ۱۶مه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د عالي شورا په ناسته کې ګډون کړی و. دغه بانک په دې اړه د یوې ویناپاڼې په خپرولو د محرابي نوم نه و اخیستی، خو د طالبانو تر بیرق لاندې یې عکس خپور کړی چې ښکاري نوموړی خبرې کوي.
محرابي څه وخت د وجهي صندوق غړی وټاکل شو؟
امریکا د تېر میلادي کال په ډسمبر کې اعلان وکړ چې د افغانستان بانک د اسعارو زېرمو له ډلې ۵.۳ میلیارد ډالر سویس کې یو وجهي صندوق ته لېږي، څو د افغانستان له اقتصاد سره د مرستې په موخه ولګول شي. د امریکا د خزانې وزارت د ویناپاڼې له مخې، دا صندوق د امریکايي او سویسي استازو په ګډون د پخواني حکومت د دوو چارواکو(انورالحق احدي او شاهمحمد محرابي) له لوري څارل کېږي.
له دې وروسته ښاغلي محرابي خبر وکړ چې د امریکا د خزانې وزارت د نویو افغانیو بانکنوټونو د چاپ لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي. طالبانو هم تېر کال د نویو بانکنوټونو د لومړۍ جوپې د ورتللو خبر ورکړی چې په پولنډ کې چاپ شوي؛ خو د کچې په اړه یې مالومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا له دې وړاندې ټینګار کړی و چې دا پیسې به د نړیوالو بنسټونو د پورونو د ورکړې، د افغانستان د پراختیایي مرستو د وړتیا په ملاتړ او د پیسو د چاپ لپاره لګول کېږي.
دا اندېښنې داسې مهال ښوول کېږي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په امریکا کې د افغانستان بانک اووه میلیارده ډالر ګنګل شول. وروسته د ۲۰۰۱ کال د قربانیانو کورنیو د غرامت په توګه دوی ته د دغو پیسو د ورکړې غوښتنه وکړه. له دې غوښتنې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د یو فرمان په صادرولو د دغو پیسو نیماي د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته او پاتې نورې یې افغانانو ته د مرستې په موخه ځانګړې کړې.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق په اړه خپور کړي راپور کې ویلي، دغه صندوق له هغو فعالیتونو سره مالي مرسته نه ده کړې چې ګټه یې افغانانو ته ورسېږي. په راپور کې راغلي چې د صندوق څخه د طالبانو د ناوړه ګټې اخیستنې اندېښنو د له منځه وړلو لپاره هېڅ د کنټرول میکانیزم نشته دی.