• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کابل کې د طالبانو غونډه؛ کله چې د ټولګډوني حکومت تشه «نعمت» وګڼل شي

کیومرث صمدي کیومرث صمدي
۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794921253]
Pexels + Social Media

Pexels + Social Media

کله چې داسې غونډه، هغه هم د طالبانو له خوا د پراخ تبلیغاتي کمپاین په ترڅ کې جوړېږي او د بېلابېلو ولایتونو دیني عالمان وربلل کېږي او د دې ډلې جګپوړي چارواکي پکې ویناوې کوي، تمه وي چې د افغانستان د راتلونکې، د هېواد د سیاسي وضعیت او د خلکو د غوښتنو د پوره کولو په اړه به نوې او هیله‌بښونکې خبرې واورېدل شي. دا هغه څه دي چې عام افغانان، د طالبانو مخالفان او نړیواله ټولنه یې هم د اورېدو تمه لري.

خو په داسې چاپېریال کې بیا د طالبانو یو جګپوړی چارواکی، قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د سیاسي پرانیستنې پر ځای یو وار بیا د واک د انحصار پر اړتیا ټینګار کوي. عبدالحکیم حقاني ان له سیاسي خوځښتونو او د پخواني حکومت له چارواکو سره د واک نه شریکول د طالبانو لپاره نعمت بللی او ویلي یې دي، که داسې شوي وای، نو هغوی به د بهرني ملاتړ په مرسته پیاوړي او طالبان به کمزوري شوي وای.

د تجربې له مخې ویل کېدای شي چې دا څرګندونې یوازې د یو کس نظر نه دی؛ بلکې ویونکی یې د طالبانو رژیم جګپوړی چارواکی دی او په داسې غونډه کې یې څرګندونې کړې چې د دې ډلې د مشر په نوم او د هغه د فرمانونو د بې‌قیدوشرطه تعقیب په ملاتړ جوړه شوې وه. دا په دې مانا چې د طالبانو له انده د واک وېش او د پرېکړو نیولو په جوړښت کې د ټولو سیاسي ځواکونو مشارکت د بحران حل لار نه، بلکې د لا زیاتېدو لامل ګڼل کېږي. د افغانستان په څېر په یوې متنوع ټولنه کې د واک له وېشه دا ډول درک رښتیا هم د حیرانتیا وړ دی.

د دغه دریځ ارزښت په دې کې دی چې طالبان په داسې حال کې د ټولګډوني حکومت له نشتوالي خوشحالي څرګندوي چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې یوه بنسټيزه نیوکه همدا د واک انحصار دی. په بله وینا، هغه څه چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې له انده د هېواد د ثبات او سیاسي بحران د حل پر وړاندې جدي خنډ ګڼل کېږي، د طالبانو په ځانګړې توګه د دغه جګپوړي طالب چارواکي له نظره لاسته راوړنه ده؛ داسې چې د پایښت لپاره یې باید قرباني ورکړل شي.

د دې ناستې بل ټکی چې پام وراړوي، د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو په اړه د غونډې جوړېدل او د دغو فرمانونو پر بې‌قیدوشرط پلي کېدو یې ټینګار دی. کله چې د دیني عالمانو او طالب چارواکو په ګډون غونډه جوړېږي، څو د یو کس فرمانونه وارزول شي او پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار وشي، او هممهاله د هغه شخص مقام ته یو ډول سپېڅلتیا او له نیوکې پورته حیثیت ورکړل شي، دا ډول چلند یوازې له رهبره پر اطاعت ټینګار نه ګڼل کېږي؛ بلکې دا د طالبانو په دننه کې هم د مشارکت او د نظر څرګندولو د محدودولو نښه ده.

مشارکت هغه مهال مانا مومي چې بېلابېل سیاسي خوځښتونه او کسان وکړای شي خپل لیدلوری څرګند کړي، د پرېکړو په اړه بحث وکړي او ان ورسره مخالفت هم وکړي. خو کله چې معیار د یو شخص فرمان وي او له نورو تمه کېږي چې له کومې پوښتنې او نیوکې پرته یې عملي کړي، د مشارکت لپاره ځای نه پاتې کېږي. په داسې جوړښت کې نه د مخالف نظر لپاره ځای شته او نه هم د رهبر د پرېکړو د نقد شونتیا.

دا مساله ان د طالبانو رژیم د ماهیت په اړه هم بنسټیزه پوښتنه راپورته کوي: که ټولې پرېکړې او تګلارې د یوه کس د نظر او فرمان پر بنسټ ټاکل کېږي، د نورو چارواکو، دولتي بنسټونو او حکومتي اصولو ونډه او ځای چېرته دی؟ هر سیاسي جوړښت ان که «استبدادي» هم وي، د چارو د سمبالولو لپاره د پرېکړو او د واک د بېلابېلو برخو ترمنځ د تعامل یو ډول میکانېزم ته اړتیا لري. خو د رهبر د فرمانونو پر مطلق اطاعت ټینګار عملاً دا میکانیزمونه څنډې ته کوي او د یو شخص اراده د هېواد د ادارې وروستی معیار ګرځوي.

البته د طالبانو په دننه کې هم ټول د هېواد د ادارې په اړه د رهبر له لیدلوري سره موافق نه دي. ښايي د دې ډلې ځینې چارواکي او کورنۍ ډلې په پرېکړو کې د ډېرې ونډې او د نظرونو د اورېدل کېدو غوښتونکي وي. له دغه اړخه بیا د کابل غونډه د داسې واکمنۍ د لیدلوري د پیاوړتیا هڅه بلل کېدای شي چې نه یوازې له نورو افغانو سیاسي خوځښتونو سره سیاسي مشارکت، بلکې د طالبانو په دننه کې هم مشارکت او د نظر څرګندولو حق له منځه وړي.

بل مهم ټکی چې باید ورزیات شي، د هبت‌الله د فرمانونو پر بې‌قیدوشرطه پلي کېدو ټینګار یوازې تر افغانانو محدود نه دی؛ بلکې د طالبانو رژیم چارواکي او بنسټونه هم رانغاړي. تمه هم کېږي چې هېوادوال د رهبر فرمانونه د داسې حکومتي پرېکړو په توګه ونه مني چې په اړه یې پوښتنې یا نیوکې کولی شي، بلکې د سپېڅلو او له نیوکې پورته حکمونو په څېر یې ومني. بل پلو، طالب چارواکي او بنسټونه هم اړ دي چې ټول امکانات د دغو فرمانونو د پلي کولو لپاره وکاروي.

داسې ښکاري چې د هبت‌الله او د نوموړي د نږدې کړۍ اندېښنه دا وي چې دا بې‌قیدوشرطه اطاعت لا هم د طالبانو په جوړښت کې پر «دوامداره کلتور» نه دی بدل شوی. مخکې داسې راپورونه او اټکلونه خپاره شوي و چې د رژیم ځینو چارواکو د طالبانو د رهبر ځینې فرمانونه نه و عملي کړي او د فرمانونو پر بشپړ پلي کېدو بیا بیا ټینګار ښايي د همدې مسالې په اړه د طالبانو د رهبرۍ د حساسیت څرګندونه وکړي.

له دغه لیدلوري بیا د کابل غونډه د «مطلق اطاعت» د کلتور د بنسټیزولو یوه هڅه بلل کېدای شي؛ داسې فرهنګ چې پکې نه عام وګړي د رهبر د فرمانونو په اړه د پوښتنې حق ولري او نه د رژیم چارواکي وکړای شي د دغو فرمانونو پلي کول د مصلحت تابع وګرځوي. حقیقت دا دی چې خبره یوازې د څو ځانګړو فرمانونو د پلي کولو نه ده؛ اصلي خبره دا ده چې د یوه فرد د ارادې اطاعت د ټولنې او دولت د ادارې په چارو کې پر بنسټيز اصل بدل شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګري ملتونه: د طالبانو ځپونکي سیاستونه د افغان ماشومانو راتلونکی ګواښي
بهرني خبرونه

یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې له تاوتریخوالي زیانمنو څه باندې څلورو میلیونو ماشومانو ملاتړ ترلاسه کړی

۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794920894]
جبري راستنېدنه؛ پرون څه باندې ۲۰۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې کړل شوې
خبرونه

پرون افغانستان ته څه باندې ۵۰۰ کسان راستانه شوي

۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794917019]
د سپین‌بولدک دوکانداران: د طالبانو بندیز زموږ ۵۰ سلنه کاروبار له رکود سره مخ کړی
راپورونه

د سپین‌بولدک دوکانداران: د طالبانو بندیز زموږ ۵۰ سلنه کاروبار له رکود سره مخ کړی

۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794916581]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.