۸صبح، کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په افغانستان کې د جاپان «اېنټيوي» ځايي خبریال شکیباحمد نظري په بګرام زندان کې له ۴۰۵ ورځو تېرولو وروسته خوشې شوی دی.
دغه مرکز سهشنبه د وږي پر ۱۰مه راپور ورکړی چې نظري نن خوشې او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.
د راپور له مخې، نظري د ۱۴۰۴ کال د اسد پر ۲مه له نیول کېدو وروسته د هماغه کال د قوس پر ۱۲مه د طالبانو پر وړاندې د تبلیغ په تور په درېیو کالو بند محکوم شوی و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې نوموړی د بند پر مهال له مدافع وکیله بې برخې و او د جاپان له «اېنټيوي» سره د افغانستان د ورځنیو خبرونو د شریکولو او ۸صبح ورځپاڼې سره د همکارۍ په تور په بند محکوم شوی و.
نظري له دوو نورو کارکوونکو سره په کابل کې نیول شوی و او یو یې شاوخوا یوه میاشت مخکې له یو کال بند تېرولو وروسته ازاد شو، خو د دغه مرکز په خبره، یو رسنیز کارکوونکی له هم په زندان کې دی.
دغه مرکز له طالبانو غوښتي چې پاتې خبریالان او رسنیز کارکوونکي هم خوشې کړي او هغوی ته له ګواښ، فشار او وېرې پرته د فعالیت زمینه برابره کړي.





