۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق (UN-STFA) د توپیرونو د درناوي، متقابل تفاهم او د ټولنو ترمنځ د پیوستون پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دغه صندوق دوشنبه د لړم پر ۲۵مه، دا څرګندونې د زغم د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.
دې ادارې په یوه پیغام کې ویلي چې زغم له ساده ورځنیو چلندونو پیلېږي؛ لکه د نورو خبرو ته له قضاوت پرته غوږ نیول او په نورو کې د منل کېدو احساس رامنځته کول.
ملګرو ملتونو په ۱۹۹۵ کال کې دا ورځ د تعصب پر وړاندې د مبارزې او د بېلابېلو کلتورونو او قومونو ترمنځ د متقابل تفاهم د پیاوړتیا په موخه ونوموله.
دا ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې افغانستان لا هم د توپیرونو د منلو او د هېوادوالو د حقونو د رعایت په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو پراخ کاري او ښوونیز محدودیتونه ولګول شول.
د ملګرو ملتونو راپورونه هم د هزارهګانو او نورو قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې د تبعیض او د واک په جوړښت کې د هغوی د محدود ګډون ښودنه کوي.






