• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

«شیشک»؛ د جګړې وېرې ته د انسان د غورځېدو او د هویت د لټون روایت

۸صبح ۸صبح
۳ كب/حوت ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروري ۲۰۲۶ [t_time:1771774156]
Exclusive

Exclusive

د حمید همایون عبیدي ناول «شیشک» د لیکوالانو، کره‌کتونکو او کلتوري فعالانو په ګډون په یوې انلاین غونډه کې کره کتنې او څېړنې ته وړاندې شو. دغه اثر د جګړې وېرې ته د انسان د غورځېدو، د هویت د لټون او د افغان ښځو د تجربو د انځورولو د روایت په توګه ستایل شوی دی. خو ځینو کره کتونکو د انتقادي لید له مخې، د نوم او روایت په برخه کې د نارینه‌محوره لیدلوري د دوام نښو ته هم اشاره کړې ده.

د حمید همایون عبیدي له خوا لیکل شوی «شیشک» ناول ۳۲۴ مخونو لري، چې نوموړی یې د لیکلو سبک «اثیري ریالیزم» بولي او د آسمایي کلتوري مرکز له لوري خپور شوی دی. دا اثر د افغانستان د ښځو پر روایت تمرکز لري او د واقعي لیدلوري پر بنسټ، د «ښاپېرۍ» په نوم د یوې نجلۍ د ژوند کیسه بیانوي چې د پلار او ورور له وژل کېدو وروسته تېښتې ته اړه کېږي. د ژوند په بهیر کې د «اباسین» په نوم سړی ورسره مرسته کوي او د هغې لپاره د ښه ژوند زمینه برابروي.

نظرونه او کره کتنه

د نقد او څېړنې په برخه کې د شاعر، کره کتونکي او د پوهنتون د پخواني استاد لطیف ناظمي نظر وړاندې شو. هغه ویلي چې د کیسې څه باندې درېیمه برخه یې عاشقانه روایت جوړوي او پاتې برخې یې بېلابېل روایتونه او خبرې دي.

د لیکوال مسعود راحل پیغام د سلیمان قیومي له خوا ولوستل شو. په دغه پیغام کې راغلي: «شیشک د جګړې وېرې ته د انسان غورځېدو او د هویت د بېرته ترلاسه کولو د هڅې ژور روایت دی. دا اثر ښيي چې ادبیات څنګه کولای شي د بیان په ځواک او د روان پټو پوړونو ته په ننوتلو سره د عمومي مفاهیمو له پولو واوړي او د انساني درد او مینې د نه ویلو وړ اړخونه انځور کړي.» هغه دغه ناول د هېواد د معاصر ادب له مهمو اثارو ګڼلی دی.

سعید شینواري د جوړښت، ژبې او هنري روایت په کره کتنه کې وویل چې دا ناول یوازې یو فردي روایت نه دی، بلکې د ټولنې، تاریخ او د ټولنیزو بدلونونو په ترڅ کې د روحي بدلونونو انعکاس هم دی.

د ادبیاتو او جنسیت څېړونکې فریدې فریاد د اثر د پیاوړتیاوو ټکو ته په نغوتې سره ټینګار کړی چې روایت په ځینو برخو کې لا هم د نارینه‌محور لید او د کلاسیک ادب تر اغېز لاندې دی. د هغې په وینا، د «شیشک» نوم د ښاپیرۍ په څېر د تابو ماتوونکې ښځې لپاره د تاوتریخوالي، سپکاوي او غیرانساني کولو معنی لرلای شي او ښايي هماغه نارینه‌محور لید بیا تولید کړي.

ناهید علومي د اثر د هنري او ټولنیز روایت په ارزونه کې د ناول ټولنیزو وړتیاوو ته اشاره وکړه. د هغې په خبره، د دې اثر له مثبتو ټکو څخه یو «شیر و شکر لیکل» دي یعنې په پښتو او فارسي دواړو ژبو لیکل دي چې دا کار په متن کې له ژبني تعصبه د ډډه کولو نښه ګڼل شوې ده.

کلتوري او ټولنیزې فعالې غزاله عفت کتاب روان او ساده بللی او ویلي یې دي چې د ناول له مهمو پیغامونو یو دا دی چې تر مینې مهم درناوی او متقابل درک دی؛ هغه پیغام چې د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

د ښځو د حقونو فعالې څانګې صدیقي ناول له درېیو اړخونو د جنسیتي رول له نظره ارزولی: تر تاوتریخوالي لاندې بدن، بدن د ټولنیز تړون په توګه، او خپلواک بدن. د هغې پر باور، د کیسې تر ټولو لویه تابو ماتونه دا ده چې ښځه په روایت کې پر خپل بدن د انتخاب حق ترلاسه کوي.

عبدالغفور لېوال هم له تاریخي او عرفاني لیده د اثر نور اړخونه وڅېړل. هغه د ناول پر سمبولونو، انځورونو او ادبي صنعتونو او دغه راز په هغه کې د بودایي ښوونو او اسلامي عرفان پر انعکاس خبرې وکړې او ویې ویل چې که وغواړي دا ټول تشریح کړي، نو باید له «شیشک» څخه هم لوی کتاب ولیکي.

د غونډې په پای کې حمید همایون عبیدي وویل: «د هر لیکوال، ناول‌لیکونکي، شاعر او بل هر هنرمند دنده دا ده چې اثر تولید کړي او له هغه وروسته د سختو نقدونو د اورېدو حوصله هم ولري.»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

پر ایران اقتصادي فشارونه؛ د جګړې زیان ۲۷۰ میلیارد ډالره اټکل شوی
بهرني خبرونه

پر ایران اقتصادي فشارونه؛ د جګړې زیان ۲۷۰ میلیارد ډالره اټکل شوی

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790190762]
بادغیس کې یو ځوان ځان‌وژنه کړې
خبرونه

په بادغیس کې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790190276]
په فاریاب کې په دوو ترافیکي پېښو کې دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي
خبرونه

په فاریاب کې وسله‌والو یو قومي مشر وواژه

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790189776]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.