د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې د عامه تشنابونو د کمښت په اړه اندېښنه ښيي. دوی وايي، دا ستونزه له کلونو راهیسې په کابل کې شته، خو تر اوسه یې د هواري لپاره اغېزناک ګام نه دی اخیستل شوی. د دوی په وینا، هغه کسان چې د ورځنیو چارو د ترسره کولو لپاره له کوره وځي، د عامه تشنابونو د نشتوالي له امله اړ کېږي چې په ازاده فضا کې خپل حاجت رفع کړي. له دې سره هممهاله، ډاکټران خبرداری ورکوي چې دا وضعیت د ساري ناروغیو د خپرېدو، د اوبو د سرچینو د ککړېدو او د عامې روغتیا د ګواښ لامل کېدای شي. دوی د پاکو او د لاسرسي وړ عامه تشنابونو پر جوړولو ټینګار کوي.
د کابل د ریشخور سیمې یو اوسېدونکی حسن وايي، د کابل ښاروالۍ له پخوا راهیسې په دغه ښار کې د عامه تشنابونو د کمښت ستونزې ته جدي پاملرنه نه ده کړې. هغه زیاتوي: «د عامه تشنابونو جوړول د کابل ښاروالۍ مسوولیت دی؛ خو نه پخوانۍ ښاروالۍ او نه هم د طالبانو تر واک لاندې ښاروالۍ دې موضوع ته جدي پاملرنه کړې ده. کله چې یو مسافر له ولسوالۍ ښار ته راشي او تشناب پیدا نه کړي، اړ کېږي چې د خپل حاجت د رفع کولو لپاره له هر ممکن ځایه ګټه واخلي. موږ چې ځوانان یو، له ستونزو سره مخ کېږو؛ نو تصور وکړئ چې یو سپینږیری به چې بدني وړتیا یې کمه وي، څنګه وکړای شي ساعتونه په ښار کې وګرځي او تشناب پیدا نه کړي؟»
د کابل د ۹۰ فامیلي سیمې اوسېدونکی شمسالله او د کارتهنو اوسېدونکې نرګس د عامه تشنابونو کمښت په ښار کې د ښځو لپاره یوه جدي ستونزه بولي. د دوی په وینا، د دغو اسانتیاوو نشتوالی ښځې د نارینهوو د حاجت د رفع کولو پر مهال له ډېرو محدودیتونو سره مخ کوي. دوی د طالبانو تر ادارې لاندې ښاروالۍ څخه غواړي چې د دې ستونزې د هواري لپاره ګام پورته کړي.
شمسالله ټینګار کوي: «د ښځو لپاره د عامه تشنابونو نشتوالی یوه جدي ستونزه ده. ښځې نه شي کولای د نارینهوو په څېر هر ځای کې چې وغواړي خپل حاجت رفع کړي. له بده مرغه، د سړکونو او سیندونو پر غاړه ځینو کسانو د رفع حاجت لپاره ځایونه غوره کړي دي؛ دې وضعیت ته باید رسیدهګي وشي.»
نرګس وايي: «په کابل ښار کې د تشنابونو کمښت یوه له هغو جدي ستونزو ده چې په ځانګړې توګه امیندواره ښځې، ناروغان او سپینږیري له ستونزو سره مخ کوي. تصور وکړئ، که څوک اړ شي، په ټول ښار کې ان یو داسې تشناب هم نشته چې د پیسو په بدل کې ترې ګټه واخیستل شي. ما تر اوسه د دې ډول روغتیايي اسانتیاوو د کارولو تجربه نه ده لرلې او دا رښتیا هم د اندېښنې وړ ده.»
د کابل د څلورمې کارتې اوسېدونکی شیرآغا وايي، په له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې د عامه تشنابونو نشتوالي د سپینږیرو او ناروغانو لپاره دغو اسانتیاوو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی. د هغه په وینا، د کابل ښاروالۍ باید د ښاري خدمتونو په طرحه کې په هغو سیموکې چې ګڼه ګوڼه پکې ده او خلک ډېر تګ راتګ پکې لري، په ځانګړې توګه سرای شمالي کې د عامه تشنابونو جوړول په پام کې ونیسي.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «په ښار کې هر څه جوړېږي، خو د عامه تشناب اړتیا ته د خلکو پام نه کېږي. کله چې یو سپینږیری یا ناروغ تشناب ته اړتیا ولري، نه شي کولای د هغه د موندلو لپاره د سوداګریزو مرکزونو لوړو پوړونو یا لېرې ګوټونو ته ولاړ شي. په ځانګړې توګه د ښار په له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې باید عامه تشنابونه وي، څو خلک له داسې ستونزو سره مخ نه شي. کله چې دا اسانتیاوې نه وي، خلک اړ کېږي چې په عامه ځایونو او نامناسبو سیمو کې خپل حاجت رفع کړي.
د کابل بل اوسېدونکی تمیم وايي، د عامه تشنابونو کمښت په ازاده فضا کې د حاجت رفع کولو یوازینی لامل نه دی؛ بلکې پاکوالي نه پاملرنه او له شته اسانتیاوو ګټه نه اخیستل هم دا ستونزه ډېروي. د هغه په وینا، سره له دې چې په ځینو جوماتونو او سوداګریزو مرکزونو کې تشنابونه شته، خو بیا هم یو شمېر نارینه د سړکونو پر غاړه او په عامه ځایونو کې خپل حاجت رفع کوي.
دغه ځوان وايي: «که څه هم په کابل ښار کې د خلکو د اړتیا هومره عامه تشنابونه نشته، خو دا هم نه شو ویلای چې په هېڅ ځای کې اسانتیاوې نشته. په هره سیمه کې جومات او د اوداسه ځای شته او خلک کولای شي له تشنابونو یې ګټه واخلي؛ خو ځینې کسان د ناپوهۍ یا لټۍ له امله د سړکونو غاړې د خپل حاجت د رفع کولو لپاره غوره کوي. موږ باید د رسنیو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو، څو له شته اسانتیاوو، ان د پلورنځیو له تشنابونو ګټه واخلي او عامه ځایونه ککړ نه کړي.»
د کابل د سرای شمالي سیمې اوسېدونکی عالم وايي، په دې سیمه کې د عامه تشنابونو کمښت د ښاریانو لپاره د حفظ الصحې اسانتیاوو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی. د هغه په وینا، شته عامه تشنابونه هم د لسو افغانیو په بدل کې خدمتونه وړاندې کوي، خو پاکوالی یې مناسب نه دی او ډېر ښاریان د هغو له ځایه خبر نه دي.
دغه د کابل اوسېدونکی وايي: «په دې سیمه کې په کافي اندازه عامه تشنابونه نشته او هغه چې شته، د لسو افغانیو په بدل کې کارول کېږي؛ خو له بده مرغه، پاک او معیاري نه دي. هیله لرو چې دې ستونزې ته پاملرنه وشي، څو خلک د اړتیا پر مهال له سرګردانۍ سره مخ نه شي. له بلې خوا، ډېر اوسېدونکي ان د شته تشنابونو له ځایه هم خبر نه دي.»
په همدې حال کې، یو شمېر ډاکټران خبرداری ورکوي چې په ازاده فضا کې د حاجت رفع کول او له دې امله رامنځته کېدونکې ککړتیا د ساري ناروغیو د خپرېدو زمینه برابروي او عامه روغتیا له خطر سره مخ کوي. دوی ټینګار کوي چې د پاکو او د لاسرسي وړ عامه تشنابونو جوړول، د فاضله اوبو سم مدیریت او د هېوادوالو د پوهاوي لوړول د دغو ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي مهمې لارې دي.
د کابل یو ډاکټر حامد وردګ وايي، په ازاده فضا کې د حاجت رفع کول د کولرا، وینې لرونکې نس ناستې، ټایفایډ تبې، د او E ډوله هیپاټایټس او پرازیتي ناروغیو په ګډون د ساري ناروغیو د خپرېدو زمینه برابرولای شي. د هغه په وینا، د انسان غایطه مواد د بارانونو او د فاضله اوبو د بهېدو له لارې د اوبو سرچینې ککړولای شي؛ مچان، ناپاک لاسونه او له ککړې خاورې سره د خوړو تماس هم د ناروغیو د لېږدوونکو عواملو په خپرېدو کې رول لري.
اغلی وردګ وايي: «په ازاده فضا کې د حاجت رفع کول د ساري ناروغیو د لېږد یو مهم لامل او د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ دی. دا کار د کولرا، وینې لرونکې نس ناستې، ټایفایډ تبې، د A او E ډوله هیپاټایټس او پرازیتي ناروغیو د خپرېدو لامل کېدای شي. د کابل په څېر په ګڼمېشتو ښاري سیمو کې دا ستونزه د ناروغیو د خپرېدو، روغتیايي مرکزونو ته د مراجعې د زیاتېدو او ان د مړینو د ډېرېدو زمینه برابرولای شي.»
ډاکټر زیاتوي: «خلکو ته عامه پوهاوی ورکول د دې ستونزې په کمولو کې اساسي رول لري؛ خو یوازې پوهاوی بسنه نه کوي او باید ورسره مناسبې اسانتیاوې هم برابرې شي. د کافي، پاکو او د لاسرسي وړ عامه تشنابونو جوړول، د څښاک د پاکو اوبو برابرول، د فاضله اوبو سم مدیریت او د رسنیو او جوماتونو له لارې عامه پوهاوی هغه اړین ګامونه دي چې د ناروغیو د خپرېدو مخه نیسي.»
د ۲۰۲۱ کال د خپرو شویو راپورونو له مخې، په کابل ښار کې شاوخوا ۴۰ عامه تشنابونه شته؛ په داسې حال کې چې د دغه ښار نفوس څه باندې شپږمیلیونه اټکل شوی دی. د دې شمېرنو له مخې، د هر عامه تشناب پر سر له ۱۵۰ زرو ډېر کسان راځي.






