د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د دغه ښار په کچه د وړیا او سمبالو تفریحي پارکونو له کمښته سر ټکوي. دوی وايي چې د کابل په ډېری سیمو کې عامه پارکونه نشته او شته پارکونه یا د دوی له استوګنځایونو خورا لېرې دي او یا د کورنیو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د ګټې اخیستنې لپاره اړین امکانات او وسایل نه لري. د هغوی په وینا، د وړیا تفریحي ځایونو کمښت ماشومان، تنکي ځوانان او ځوانان د تفریح، ورزش او ټولنیزو اړیکو لپاره له یوه سالم چاپیریاله محروم کړي دي. دویزیاتوي، که څه هم په کابل کې یو شمېر خصوصي پارکونه فعالیت کوي، خو د بېوزلۍ، بېکارۍ او لوړو لګښتونو له امله ډېری کورنۍ په دغو ځایونو کې د تفریح وس او توان نه لري. د دوی په باور، د عامه پارکونو جوړول او پراختیا نه یوازې د ښاریانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او ځوانانو د جسمي او رواني روغتیا په ښه والي کې رول لري، بلکې د ټولنیزو اړیکو په پیاوړتیا او د ښاري ژوند د کیفیت په لوړولو کې هم مرسته کوي.
د کابل د دوغآباد سیمې یو اوسېدونکی حمزه په دغه ښار کې د وړیا او سمبالو پارکونو له کمښته شکایت کوي. هغه وايي چې شته عامه پارکونه یا د هغوی له کورونو لېرې دي او یا په هغو کې د کورنیو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د ګټې اخیستنې لپاره مناسب امکانات نشته.
د کابل دا اوسېدونکی وايي: «وړیا ځایونه چې ماشومان وکړای شي پکې لوبې او تفریح وکړي، خورا محدود دي. د علاوالدین، دهبوري او مکروریان په څېر پارکونه شته، خو د ماشومانو د لوبو لپاره مناسب وسایل او امکانات نه لري. له بلې خوا، د لوبو ډېری سمبال ځایونه خصوصي دي او ګټه اخیستنه ترې لګښت غواړي. حقیقت دا دی چې په کارته چهار کې یوازې یو یا دوه ځایه وړیا دي. د کابل ژوبڼ هم د ماشومانو لپاره ځینې تفریحي امکانات برابر کړي، خو د هغو کارول هم د ټکټ اخیستو ته اړتیا لري.»
د کابل یو بل اوسېدونکی مجید وايي چې د دوی په سیمه کې داسې وړیا پارک نشته چې وکړای شي خپل ماشومان او عمر خوړلې مور د تفریح لپاره هلته بوځي. هغه زیاتوي چې په کابل کې شته وړیا پارکونه نه یوازې د کورنیو لپاره مناسب امکانات نه لري، بلکې د شته وسایلو او تجهیزاتو سمه ساتنه او پالنه هم نه کېږي. د هغه په وینا، په ځینو دغو پارکونو کې د ماشومانو د لوبو وسایل د وخت په تېرېدو زاړه یا ویجاړ شوي دي؛ خو د طالبانو د ښاروالۍ د مسوولانو د بېغورۍ له امله د هغو د ترمیم او بدلولو لپاره کوم اغېزناک ګام نه دی اخیستل شوی.
د کابل دا اوسېدونکی وايي: «کله چې ماشومان پارک ته بیایو، د لوبو مناسب وسایل نه وي. ډېری وسایل مات شوي یا له خپلو ځایونو ایستل شوي دي او له څو زړو ټالونو او یخمالکونو پرته د ماشومانو د ساتېرۍ لپاره بل څه نه دي پاتې. برعکس، خصوصي پارکونه او د لوبو ځایونه ښه امکانات لري، خو د ورتګ او ترې د ګټې اخیستنې لپاره پیسې اخیستل کېږي. په معمول ډول د هر کس ټکټ شاوخوا ۳۰ افغانۍ دی او که یوه کورنۍ څو ماشومان ولري، د دغه لګښت ورکول ورته ستونزمن کېږي. رستورانټونه او تفریحي مرکزونه هم خپل خدمتونه د پیسو په بدل کې وړاندې کوي او ډېری کورنۍ په اوسنیو شرایطو کې د دغو امکاناتو د کارولو وس نه لري.»
له دې سره هممهاله، د کابل یو شمېر نور اوسېدونکي وايي چې د سمبالو او وړیا پارکونو د کمښت او د طالبانو له لوري په عامه پارکونو کې د ښځو د حضور د محدودیت له امله مجبوره دي د خپلو کورنیو او ماشومانو د تفریح لپاره خصوصي رستورانټونو او تفریحي مرکزونو ته مراجعه وکړي.
د کابل یو اوسېدونکی ساحل وايي چې د وړیا او سمبالو پارکونو د کمښت له امله ډېری کورنۍ مجبورې دي د خپلو ماشومانو د تفریح لپاره خصوصي پارکونو، رستورانتونو او د ایسکریم پلورنځیو ته لاړ شي چې یوه برخه یې د ماشومانو لوبو ته محدوده کړې ده. هغه زیاتوي چې دغو ځایونو ته د کورنیو له اړتیا سره سره، بېوزلۍ او بېکارۍ سبب شوې چې ډېری ښاریان د هغوی د لګښت د ورکړې توان ونه لري.
د کابل دا اوسېدونکی وايي: «په کابل کې ډېر خصوصي او کورني پارکونه شته او ان ځینو رستورانټونو او د ایسکریم پلورنځیو هم د ماشومانو د لوبو لپاره ځایونه جوړ کړي، خو له دغو ځایونو ګټه اخیستل وړیا نه دي. خلک له مجبوریته هلته ځي، ځکه مناسب بديل نشته. که د خلکو اقتصادي وضعیت ښه وای، کورنیو کولای شول له دغو امکاناتو ګټه واخلي؛ خو اوس بېکارۍ او بېوزلۍ ډېری خلک له همدغو ساده تفریح ځایونو هم محروم کړي دي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی صدیق وايي چې د استوګنې په ځینو بلاکونو کې زرغونې ساحې د عامه پارکونو د کمښت له امله د یو شمېر کورنیو لپاره د تفریح په محدودوغوراویو بدلې شوې دي. هغه زیاتوي چې دا ځایونه که څه هم د اوسېدونکو د لنډمهالې استراحت لپاره ګټور دي، خو د مساحت د محدودیت او د تفریحي امکاناتو د نشتوالي له امله نه شي کولای د عامه او سمبالو پارکونو ځای ونیسي.
دا ځوان وايي: «نن ورځ ځینې نوې جوړې شوې ودانۍ د اوسېدونکو لپاره یوه وړه زرغونه ساحه لري چې ښځې، نارینه او په ځانګړې توګه سپینږیري ترې ګټه اخلي؛ خو ډېری زړې ودانۍ داسې امکانات نه لري. که د استوګنې په کمپلکسونو او نویو ښارګوټو کې د زرغونې ساحې او تفریحي برخو جوړول په پام کې ونیول شي، خلک به نور مجبور نه وي چې د لنډې تفریح لپاره د ښار لېريو سیمو ته لاړ شي یا د خصوصي پارکونو لګښتونه پر غاړه واخلي.»
د کابل ښار په کچه که څه هم ډېر پارکونه شته، خو ډېری یې د ماشومانو د لوبو مناسب وسایل نه لري یا شته امکانات یې لومړني او ویجاړ شوي دي. د دغو پارکونو په ګوټ ګوټ کې يا ځوانان او سپینږیري د سګرټو پر څښلو بوخت وي، یا هم یوازې د فوټبال یوخاورین میدان وي چې هلکان پکې لوبې کوي.
دغه وضعیت د دې لامل شوی چې د کابل اوسېدونکي شته پارکونو د تګ پر ځای تر ډېره رستورانټونو ته مخه کړي؛ هغه ځایونه چې د ماشومانو د لوبو او تفریح لپاره یې یو څه امکانات برابر کړي دي. له دې سره سره، په کابل ښار کې یوازې لږ شمېر کورنۍ دا توان لري چې خپل ماشومان د لوبو دغو ښارګوټو ته بوځي؛ هغه ځایونه چې د لوبو وسایل یې په برېښنا کار کوي او یو ماشوم د لږ تر لږه نیم ساعت حضور لپاره باید د پام وړ پیسې ورکړي.
د شهر نو پارک، د آریوب ځاځي پارک، د شهر پارک او د دهبوري پارک د کابل ښار تر ټولو لوی پارکونه دي چې خلک د تفریح او ساتېرۍ لپاره ورځي. خو په وروستیو میاشتو کې له ځينو دغو پارکونو د خلکو ګټه اخیستنه محدوده یا درول شوې ده.





