۸صبح، کابل: د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار په افغانستان کې د خوراکي ناورین د زیانمنو په اړه تازه شمېرې خپرې کړې دي.
سیګار دوشنبې د لړم په ۲۳مه د خوړو د نړیوال پروګرام د موندنو پر بنسټ رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې د هوا په سړېدو سره بشردوستانه اړتیاوې د زیاتېدو په حال کې دي.
د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي څارونکي ویلي چې په اوسني وخت کې ۴،۷ میلیونه ماشومان او امیندواره مېرمنې په دې هېواد کې له جدي خطر سره مخ دي.
سیګار په افغانستان کې د خوراکي خوندیتوب د نشتوالي پایلو ته په اشارې سره ویلي چې په روان میلادي کال کې ۳،۹ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.
سیګار په داسې حال کې په افغانستان کې د خوراکي خوندیتوب د نشتوالي د زیاتېدو خبر ورکړی چې د ملګروملتونو د اړوندو ادارو د مالوماتو له مخې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دې هېواد نیمايي وګړي د خوړو له نه خوندیتوبه کړېږي.