• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

خاموشې هیلې

فروه علي‌زاده فروه علي‌زاده
۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792592236]
Pexels

Pexels

هغه شپه برېښنا نه وه. کوڅه په تیاره کې ډوبه وه او یوازې د سپوږمۍ کمزورې رڼا چې د وریځو له منځه راوتله، پر خټينو دیوالونو لوېده. د ښار په یوه زاړه کور کې یوه نجلۍ د تېلو د څراغ ترڅنګ ناسته وه او د باران غږ ته یې غوږ نیولی و. هغه سارا نومېده. سارا دیارلس کلنه وه او عجیب عادت یې درلود: هره شپه به یې له خوب مخکې خپله راتلونکې انځوروله. نه هغه راتلونکې چې په ټلویزیون کې یې لیدلې وه او نه هغه چې نورو ورته ویلي و؛ بلکې هغه چې خپله یې جوړه کړې وه.

په خیال کې به یې داسې سهار انځوراوه چې د ښوونځي د زنګ په غږ به له خوبه پاڅېده، د ښوونځي جامې به یې اغوستې، له کوڅې به تېره شوه او له خپلو خورلڼو سره به یې د ازموینو او درسونو په اړه خبرې کولې. له ښوونځي وروسته به کتابتون ته تله او ساعتونه به یې مطالعه کوله. خو کله به یې چې سترګې پرانیستې، هماغه کوچنۍ کوټه کې به وه؛ هماغه دېوال، هماغه څراغ، هماغه چوپتیا او هماغه خوب چې لا یې د حقیقت په جامه کې د راڅرګندېدو لار نه وه موندلې.

سارا د خپل ارمان په اړه ډېرې خبرې نه کولې. نه د دې لپاره چې ارمان یې نه درلود، بلکې ځینې ارمانونه چې کله ډېر یاد شي، د هیلې پر ځای پر درد بدلېږي. د سارا هیله وه چې یوه ورځ خبریاله شي. هغې غوښتل د هغو خلکو غږ شي چې هېڅوک یې غږ نه اوري. غوښتل یې د هغو کلیو په اړه ولیکي چې نومونه یې یوازې پر نقشو لیدل کېږي. غوښتل یې د هغو ماشومانو کیسې ولیکي چې له ټولو ستونزو سربېره هم خاندي. غوښتل یې د هغو میندو په اړه ولیکي چې سهار وختي پاڅېږي او د شپې ناوخته ویدې کېږي. غوښتل داسې ورځ راشي چې کله د افغانستان په اړه لیکل کوي، یوازې یې د دردونو په اړه نه، بلکې د هیلو کیسې یې هم وکړي.

خو ژوند سارا ته بل لوری غوره کړی و. ورځې تېرېدې. کله به له راډیو څخه د ترخو خبرونو غږ پورته شو، کله به چا بل هېواد ته د یوې کورنۍ د کډه کېدو خبره کوله، کله به ګاونډۍ د خپلې لور د راتلونکې په اړه اندېښمنه وه او کله به یې داسې ځوان لیده چې له ډېرو وړتیاوو سربېره هم نه پوهېده چې سبا څنګه جوړه کړي.

د دغو ټولو خبرو په منځ کې سارا ورځ تر بلې ارامېده. خپلې هیلې لږې یادولې، د راتلونکې په اړه یې دومره خبرې نه کولې او له چوپتیا سره عادتېده. یو ورځ یې د مور ورپام شو چې سارا نور د خبریالې کېدو په اړه خبرې نه کوي. ترې ویې وپوښتل: «لا هم غواړې خبریاله شې؟»

سارا یوه شېبه چوپه شوه او وروسته یې وویل: «نه پوهېږم.»

مور یې څه ونه ویل، خو له همدې یوې کلمې پوه شوه چې لور یې له خپل ارمانه لاس نه دی اخیستی، یوازې ستړې شوې ده. کله کله انسان له خپلې هیلې لاس نه اخلي، بلکې له مبارزې ستړی کېږي. دا دواړه سره توپیر لري.

سارا لا لیکل کول، خو چا ته یې خپلې لیکنې نه ورښودلې. پر هغو کاغذونو چې د کوټې په یو ګوټ کې یې کېښودل، د هغو څيزونو په اړه یې لیکل کول چې لیدلي یې و؛ د هغه سپین‌ږیري په اړه چې هر سهار به یې د دوکان دروازه پرانیستله، د هغه ماشوم په اړه چې په کوڅه کې به یې له یوه پلاستیکي توپ سره لوبې کولې، د هغې ښځې په اړه چې هره ورځ به یې خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پخوله، د هغه هلک په اړه چې غوښتل یې انجنیر شي، خو مجبوره و کار وکړي او د هغې نجلۍ په اړه چې غوښتل یې ښوونکې شي، خو راتلونکې یې ناڅرګنده وه.

سارا پوه شوې وه چې افغانستان یوازې د خبرونو ټولګه نه ده. افغانستان میلیونونه کیسې لري؛ داسې چې ځینې یې هېڅکله نه دي لیکل شوې. سارا یو ورځ پرېکړه وکړه چې له همدغو کیسو یوه یې ولیکي؛ د یوه ماشوم کیسه چې هر سهار له لمر راختو مخکې له خوبه پاڅېږي. خپل بوټان په پښو کوي او له کوره وځي، نه ښوونځي ته، بلکې کار کولو ته.

سارا کیسه ولیکله. وروسته یې بله کیسه ولیکله او بیا یې بله. هر ځل به یې چې څه لیکل، داسې احساس به یې کاوه چې د هیلې یوه برخه بېرته ساه اخلي. هغه لا خبریاله شوې نه وه، خو دا یې زده کول چې څنګه د خلکو غږونه پر کلمو بدل کړي.

میاشتې تېرې شوې. سارا یوه ورځ خپله لیکنه یوې مجلې ته ولېږله. هغې ډېره تمه نه لرله. ان ډاډه هم نه وه چې څوک به یې ولولي. څو ورځې وروسته، خبره شوه: لیکنه دې منل شوې.

سارا یوه شېبه سکرین ته وکتل. وروسته د مور خوا ته منډه کړه.

مور یې وپوښتل: «څه شوي؟»

سارا وویل: «ګومان کوم هیلې مې لا ژوندۍ دي.»

مور یې موسکۍ شوه، خو سترګې له اوښکو ډکې شوې.

سارا ښايي هغه ورځ خپلې سترې هیلې ته نه وي رسېدلې، خو پر یو مهم څه پوه شوه: کله کله ارمان ته رسېدل پر لوی ګام نه پیلېږي. کله کله په یوې جملې پیلېږي، په یوې کوچنۍ هڅې، په یو ځل بیا ازمایلو او په هغې پرېکړې چې وايي: «لا هر څه پای ته نه دي رسېدلي.»

نن ښايي په افغانستان کې د سارا په څېر زرګونه نجونې وي؛ هغه چې په زړونو کې یې د هیلو نړۍ پرته ده. یوه غواړي ډاکټره شي، بله ښوونکې، بله انجنیره، بله لیکواله، بله هنرمنده او بله یوازې هیله لري چې یو ورځ وتوانېږي د خپلې راتلونکې په اړه له وېرې پرته پرېکړه وکړي. خو د دغو ارمانونو او واقعیت ترمنځ دنګ دېوالونه ولاړ دي؛ کله فقر، کله ناامني، کله د امکاناتو نشتوالی، کله کډوالي، کله محدودیتونه او کله یوازې ستړیا.

همدا د دې لامل کېږي چې ډېر ارمانونه ورو ورو خاموش شي. خو د غږ چوپېدل تل د کیسې د پای مانا نه لري. ځینې ارمانونه یوازې د یوه فرصت په تمه وي؛ لکه هغه تخم چې د اوږدې مودې لپاره د خاورو لاندې پاتې کېږي. هېڅوک یې نه ویني، خو په دننه کې یې ژوند روان دی.

زه ګومان کوم چې د افغانستان چوپ شوي ارمانونه هم همداسې دي. ښايي نن ونه لیدل شي، ښايي نومونه یې په هېڅ ځای کې نه وي لیکل شوي، ښايي خاوندان یې ان د خپلو هیلو په اړه د خبرو زړه هم ونه لري، خو بیا هم ژوندي دي.

د هغه ماشوم په زړه کې چې غواړي ساینسپوه شي، د هغې نجلۍ په زړه کې چې غواړي ښوونکې شي، د هغه ځوان په ذهن کې چې غواړي د خپل هېواد لپاره یو څه وکړي، د هغې مور هیله چې غواړي زوی یا لور یې ارامه راتلونکې ولري او د هغه پلار په سترګو کې چې له ستړیا سربېره هم د خپلې کورنۍ د سبا لپاره هڅې کوي.

ښايي د یوې ټولنې لپاره تر ټولو دردونکې پېښه دا نه وي چې اوسېدونکي خپلې هیلې له لاسه ورکړي، بلکې دا وي چې داسې څه ونه شي چې نور د ارمانونو د لیدلو زړه هم ونه لري.

له همدې امله دې هیلې خوندي شي؛ نه په تشو خبرو، بلکې د فرصتونو په برابرولو، زده‌کړو، د ځوانانو د غږ په اورېدلو، د ماشومانو په ملاتړ او د داسې لارو په جوړولو چې انسان وکړای شي خپله وړتیا وښيي. ځکه هېڅ هېواد یوازې په دنګو ودانیو نه جوړېږي. هېوادونه هغه انسانان جوړوي چې باور لري غوره سبا شونې ده.

ښايي نن افغانستان له خاموشو هیلو ډک وي، خو نه غواړم دا هیلې مړې وګڼم. باوري یم چې هره خاموشه هیله داسې یو غږ دی چې د اورېدل کېدو په تمه دی؛ هغه چې ښايي تر اوسه نه وي اورېدل شوی، خو خامخا به یو ورځ اورېدل کېږي.

ښايي یوه ورځ هماغه ماشومه چې نن د کور په کونج کې ناسته ده، سبا داسې څوک شي چې د سلګونو نورو لپاره لار پرانیزي. ښايي هماغه نجلۍ چې نن یوازې په خیال کې راتلونکې ویني، سبا د هماغې راتلونکې په جوړولو کې ونډه ولري. او ښايي هماغه ځوان چې نن نه پوهېږي له کومه ځایه یې پیل کړي، یو ورځ لومړی ګام پورته کړي.

ارمان تل له هغه ځایه پیلېږي چې تر اوسه هېڅ نه وي بدل شوي؛ له هماغې شېبې چې انسان د ناهیلۍ له ټولو لاملونو سره سره، په خپل زړه کې وايي: «ښايي وتوانېږم.» دا «ښايي» کوچنۍ کلمه ده، خو کله کله د یوه انسان ټوله راتلونکې په همدې یوې کلمې کې پټ وي.

ښايي وتوانېږم. او ښايي یو وخت افغانستان داسې هېواد شي چې هېڅ ماشوم/ماشومه مجبوره نه وي خپله هیله پټه وساتي؛ داسې هېواد چې ارمانونه پکې یوازې د انسانانو په زړونو کې چوپ پاتې نه شي، بلکې پر واقعیت د بدلېدو چانس ولري. تر هغې پورې مو ښايي دنده دا وي چې د خپلو هیلو څراغ مړ کېدو ته پرېنږدو؛ که څه هم کوچنۍ وي، که څه هم لار یې اوږده وي او که څه هم نن پرې څوک باور ونه لري. ځکه راتلونکې تل له هغه ځایه پیلېږي چې نن یوازې یو ارمان ښکاري او ښايي د همدغو خاموشو هیلو په منځ کې د افغانستان راتلونکې پټه وي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګري ملتونه: په بامیان کې ۷۰ ښځو ته د غالۍ اوبدلو د روزنې زمینه برابره شوې
ټولنه

ملګري ملتونه: په بامیان کې ۷۰ ښځو ته د غالۍ اوبدلو د روزنې زمینه برابره شوې

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792589433]
طالبانو د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ۱۲۲ جریبه ځمکه «امارتي» اعلان کړه
خبرونه

طالبانو په پغمان کې شاوخوا ۵۰ جریبه ځمکه «امارتي» اعلان کړه

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792588301]
فایق: د افغانستان د پخواني نظام پوځي او امنیتي ځواکونه د «طالبانو د جنایت» قربانیان دي
خبرونه

فایق د بشري حقونو افغان ښځينه مدافعانو د ځورونې په اړه د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792585396]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.