۸صبح، کابل: د ټولنیزو رسنیو یو شمېرو کاروونکو په اندنیزویا کې د زرګونه افغان کډوالو پر بې برخلیکۍ نیوکه کړې ده او د هغوی په ملاتړ کې یې د «اندونیزیا کډوالو ته پام وکړئ» تر نامه لاندې یو هشتګ په لاره اچولی دی.
کاروونکو ددې حق غوښتنې موخه د هغه زرګونه کډوالو برخلیک ته چې کلونه په اندونیزیا کې په سختۍ ژوند کوي پام، بللې ده.
ټاکل شوې چې دغه حق غوښتنه د امریکا په ګډون په ډېر شمېر هېوادونو کې، په بېلابېلو ساعتونو کې ترسره شي او تر اوسه څه د پاسه ۲۰ زره تنه له دغه حق غوښتنې سره یو ځای شوي دي.
ټاکل شوې چې دغه هشتګ په ټولنیزو رسنیو کې په «ترند» بدل شي.
تر دې مخکې په تېره میاشت کې هم، یو ډېر شمېر کاروونکو ددغه کډوالو د ملاتړ لپاره د «لس ستونزمن کلونو پای ته ورسوئ» په نامه هم یو هشتګ په لاره اچولی و.
دغه حق غوښتنه وروسته له هغې پیل شوه چې ډېر شمېر افغانانو په اندونیزیا کې چې کلونو یې د کډوالۍ غوښتنو ته پام نه دی شوی، اعتراضونه پیل کړل.
یو شمېر دغه کډوالو د اعتراض په توګه خپلې خولې وګنډلې او یوه تن یې په اندونیزیا کې د ملګرو ملتونو سازمان ودانۍ مخې ته ځان ته اور اچولی و.
د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له اعتراض مخکې، د عصمت الله او لطیف د کډوالۍ دوسیه له اووه کاله په تمه کېدو وروسته د تل لپاره وتړل شوه.
دغه دوه کډوال، د چهارشنبې په ورځ، د مرغومي په ۱۵مه نېټه له ۲۴ ساعتونو کم توپیر سره مړه شول.